ژوند يو مست د مينې ساز دى چې غږېږي
يو نزول دى يو آغاز دى چې غږېږي
د حريصې زمانې د انا ښار ته
زما عشق بنده نواز دى چې غږېږي
د سقر په ژۍ ولاړه حقيقته
ستا په سر کې يو مجاز دى چې غږېږي
دا چې خلک وېروي له اشنايانو
دا زما د ځګر راز دى چې غږېږي
ناست زما د شيش محل په هر څراغ کې
ستا د تورو سترګو ناز دى چې غږېږي
شوو زما او ستا تر منځ هر څه خاموشه
يو د زړونو امتياز دى چې غږېږي
شمائلې ستا د تېر ساعت انځور خو
ګل په زلفو د شهناز دى چې غږېږي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.