Browsing Tag

عابد لويال

غزل

نظر مې په نظر کې ستا نظر ساتلی دی له وخته مې په زړه کې يو بشر ساتلی دی نفرت دي زما و مخ ته لکه غر ساتلی دی دا زړه دي داسې تود لکه دلمر ساتلی دی د خپل زړه په کعبه کې يې ساتلې ما بتان تا هم ابراهيم نه ورته آزر ساتلی دی دارو به ورکوې…

لڼډه کيسه – غچ

له تېرو دوو کلو څخه مې وزن ډېر زيات شوی دی, خېټه مې ډېره بهر را وتلې ده, په سر مې بوج وي, غصه ډېره راځي, او ورسره مې خوب هم نه پوره کېږي. ډاکټر ته ولاړم, فشار مې ډېر جګ شوی دی, ډاکټر د ورزش او د کم خوراک سپارښتنه راته وکړه, يوه هفته مې…

اوښکې

هغه خپلې عينکې جېب ته واچولې، له دفتره را ووت، د کيڼ لاس کوټې ته ورننوت، ځوانه ډاکټره ښځه د احترام له پاره ورته ولاړه شوه، په غوسه يې ورته وويل، نن اوومه ورځ ده، تا د هو او نه جواب ماته نه دی راکړی، که خوښه دي نه وي هم ووايه او که.....…

لنډه کیسه – پغمان سينګارتون

له دفتره چې را وتلو، جمال مخ را واړاوه  نن باید اطاق ته زر ځانونه ورسوو کوم ځواب مي ورنه کړ بیا راته وکتل تا ته مي وویل اورې؟ سمه ده ولاړ به شو:  ما ورته ومې ويل ښه خو یې؟ هو: څه راباندې شوې؟ خو زه درته ژغېږم، او ته راګورې هم…

شک – لنډه کيسه

دوه کاله وروسته تلوسه په يوه داسې حقیقت خبره شوه, چې اوس يې زياتې هيڅ هم په وس نه و پوره, د هغې له "خړو سرو" سترګو غټې غټې اوښکې توېدلې, هغه ډېره ناوخته خبره شوه چې د هغې زړه ته ډېر نږدې آمين د کلثوم ملګری نه, بلکې ورور دی, تلوسې غوښتل چې…