غزل

عابد لويال

562

نظر مې په نظر کې ستا نظر ساتلی دی

له وخته مې په زړه کې يو بشر ساتلی دی
نفرت دي زما و مخ ته لکه غر ساتلی دی
دا زړه دي داسې تود لکه دلمر ساتلی دی
د خپل زړه په کعبه کې يې ساتلې ما بتان
تا هم ابراهيم نه ورته آزر ساتلی دی
دارو به ورکوې درمانه که ته راغلې
ما هاغسې زخمي لا خپل ځيګر ساتلی دی
دا غرونه د نفرت چې مې له بېخه ويستل
د مينې نېټه زړه کې سمندر ساتلی دی
تر حق وينا يې جار سم راته اوسي دي ژوندی
انځور مې په خپل زړه کې د رهبر ساتلی دی
توپیر مو په يارۍ کې بس همدغه دی اشنا
ما ګل درته راوړی تا خنجر ساتلی دی
چې کورته زما راغله ورته شوی دی احساس
عابد يې له مودو څخه نهر ساتلی دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.