شک – لنډه کيسه

عابد لويال

900
دوه کاله وروسته تلوسه په يوه داسې حقیقت خبره شوه, چې اوس يې زياتې هيڅ هم په وس نه و پوره, د هغې له “خړو سرو” سترګو غټې غټې اوښکې توېدلې, هغه ډېره ناوخته خبره شوه چې د هغې زړه ته ډېر نږدې آمين د کلثوم ملګری نه, بلکې ورور دی, تلوسې غوښتل چې په زوره زوره چيغې و وهي, او خپل ډک زړه ښه تش کړي, خو هغه پوهېده چې اوس نو زياتې ژړا هيڅ ګټه نه کوي, ځکه هغې اوس هر څه بايللې و, تلوسې ته ځان ډېر يوازي ښکارېده, د څو لکو ابادۍ په ستر ښار کې دومره څوک نه و چې دې د خپل ژوند دا غمژنه کيسه ورته کړې وای.
تلوسه د مور او پلار يکې يوه خو ډېره نازولې لور ده, له د ډېرو ښو صفاتو سره يې يو ډېر بد خوی يې لرلی, او اکثره سهېليو به هم ځنې شکايت کاوه, او خپله تلوسې ته يې هم يې ډېر زیات مشکلات جوړ کړي و, هغه تر حد زياته جذباتي او غصه ناکه وه, او اکثر به يې د عقل پر تله له جذباتو ډېر کار اخيستلی, په ونه برابره, خړې غوندې سرې سترګې, او په سترګو واړه, خو ډېر تېره باڼوګان, تک سپين مخ, چې په يونيورسټۍ کې به, د ډېرو ځوانانو, له هغې سره د خبرو, ناستې پاستې, او له هغې سره مينه کول په زړه کې يو ارمان ګرځاوه.
خو تلوسه بيا يوازي په آمين مينه وه, له زړه يې ورسره مينه لرله, آمين هم ډېره زياته مينه ورسره کوله, کوم وخت چې به هغه بازار ته يوازي ولاړه , نو له امين سره ملاقات خو يې فرض ګڼلی و.
پر هوټل خواړه خوړل, د ښار د مشهور ايسکريم دوکان ته تګ او بیا شاپنګ اخيستل, په پارکونو او سړکونو ګرځېدل, دا هرڅه هغوی په داسې انداز کښې کول, لکه په پېښور کې چې نه وي, بلکې د يوروپ په کوم ښار کې چې اوسي.
څو مياشتې مخکې تلوسې له يونيورسټۍ څخه په ادبیاتو کې ماسټر ډګري اخيستې وه, تر اوسه يې کومه سرکاري نوکري نه وه موندلې, خو دښار په يوه پرائيوټ کالج کې يې دنده موندلې وه, د کالج پرنسپل ښه مناسب معاش ورکولو, که څه هم د تلوسې پلار د لور ګټې ته کومه اړتيا نه لرله, خو تلوسې بيا دا خواهش درلود, چې يو خو به له مطالعې سره تړلې پاتې شي او بل به يې په خپل فليډ کې لږه ډېره تجربه هم وشي.
د اتوار يا د کالج د رخصتيو په ورځو کې به چې کله تلوسه بازار ته ولاړه, نو تر هر کار له مخه به د کتابونو مارکيټ ته تلله او هلته به د خپلې خوښې ښه ډېر کتابونه واخيستل.
هغې په کور کې يو کتابتون هم لرلی, چې په کې يې د پښتو اردو او انګرېزي ښه ډېر کتابونه را غونډ کړې و.
کله چې به له کالج څخه کورته راغله, تر مړۍ خوړلو وروسته به خپل کتابتون ته ورننوتله, او تر مازيګره به هلته په مطالعه بوخته وه, د مور به همېش په دې ورسره جنګ و, چې دا دومره ډېره مطالعه به ماغځه درخراب کړي, او يوه ورځ به دي لېونۍ کړي.
 خو تلوسې هم يو کره او معقول ځواب ورته موندلی و,
مورې!
 چاچې دا دومره ډېر کتابونه ليکلې دي, هغوی يې په ليکلو نه شوو لېوني, نو زه به يې په لوستلو څنګه لېونۍ کېږم؟
او په بازاکې چې څومره هم لېوني ګرځي دا ټول بې تعلیم او بې سواده دي.
مور چې به يې د لور په خبره لاجوابه شوه, نو په ناز به يې ورته وويل:
ستا پر ځان د روغې ګومان دی؟
په لوستو لېونيو کې اوله لېونۍ ته يې.
تلوسه چې به د مور په خبره له خندا شنه شوه, نو “سپين غاښونه به يې له سرو شونډو سره داسې ښکارېدل لکه د ګلاب پر پاڼو چې ږلۍ پرته وي”
د ژوند شپې او ورځې د باد په څېر وتلې, له يونيورسټۍ را وروسته دوه کاله تېر شوې و, په دې دوه کاله کې نه يواځي د تلوسې کوژده شوې وه, بلکې اوس خو يې واده ته څو مياشتې پاتې وې, هغه واده ته هيڅ خوشاله نه وه,
که څه هم د دې رضامندې په کې اخيستل شوې وه.
 خو تلوسې نن هم د آمين مينه نه وه هېره کړې, له هغه سره د واده لوظ, او د ټول عمر کلک تړون, د يو بل احترام او خيال ساتل, خو اوس د تېرو يادونو يادول تلوسې ته تر يوه عذاب کم نه و, ځکه چې هغې له امين څخه سخت نفرت کولی,
له هغه سره د واده ټولې هيلې يې زندۍ کړې وې, ټول ارمانونه يې مړه کړې و, او هغه ټول سوغاتونه يې له کوره د باندې غورځولې و, کوم چې آمين په مختلفو وختونو کې تلوسې ته ډالۍ کړې و, د هغه ټول ليکونه او عکسونه يې سوځولې و, هغې نه يواځې له خپل مين او محبوب څخه کرکه کوله, بلکې هغې د يونيورسټۍ د وخت يوه ډېره زړه ته نږدې ملګرې کلثوم ته هم سخته غصه او خواشينې وه, او تر نن ورځې يې بيا حال هم نه و په اخيستی.
که څه هم تلوسې اوس په سرکاري کالج کې دنده موندلې وه, خو د دې باوجود هغه له خپل ژونده ډېره مايوسه او خفه مالومېده, بازار ته به ډېره کمه تلله, که به کوم نوی کتاب بازار ته راغلی و, هغه به يې واخيست کنې ها د په خوا په څېر يې هر کتاب نه اخيستلی, ورځپاڼه يې هم اوس له کوره بنده کړې وه, له خبرو او مطالعې سره يې هغه پخوانۍ لېوالتیا نه وه.
په دې نژدو څو ورځو کې خو بیا بېخي بدله بدله ښکارېدله, شايد د آمين د مينې يادونه او نازونه به وریادېدل, مور يې څو واره هڅه کړې وه, او علت يې ځينې پوښتلې و, خو له هغې يې کوم ډاډمن ځواب نه و اورېدلی.
تلوسه له ډېرې مودې وروسته نن بیا کتابتون ته تللې وه, په کتابونو پسې ګرځېدله, یو کتاب يې را واخيست, د کتاب پاڼې يې واړولې, خوند يې ور نه کړ, بيرته يې پر خپل ځای کېښود, بل کتاب يې را واخيست, نوی ورته ښکاره شو, خلاص يې کړ, د کتاب په مينځ کې يې يو عکس وليد, هغه د عکس په ليدو ډېره حيرانه شوه, هيڅ نه پوهېده چې دا عکس دلته چا او څنګه ايښی دی, عکس د دې او د کلثوم و, کتاب يې يوې خواته کښېښود او پر يوه چوکۍ کښېناسته , له جګ څخه يې په ګيلاس کې اوبه توی کړې, د تندي خوله يې په ټيکري پاکه کړه، عکس يې په لاس کې نيولی و, په ځير ځير يې ورته کتل, د هغې د زړه و بې ځنځيره در وازې ته د تېرو يادونو يو اوږد کتار ودرېده, هغه هر يوه ياد ته په خپل خپل وار په چورتونو کې ډوبه وه, يو وار يې بیا د فکر تمرکز ټول په دې واچاوه چې دا کتاب او دا عکس څنګه تر دې ځايه را رسېدلې دي, او چا راوړې دي.
کلثوم يې ډېره نژدې ملګرې وه, د يونيورسټۍ څلور کاله ژوند يې ګډ سره تېر کړی و, که څه هم مورنۍ ژبې يې سره بېلې وې خو د خويندو په څېر سره ګرانې وې, د دوی دواړو ګرانښت ته د يونيورسټۍ نورې نجونه هم ډېرې حيرانې وې, خو د يونيورسټۍ په وروستيو ورځو کې خدای خبر ولې کلثوم نه غوښتل چې له دې سره وويني, تلوسې خو څو څو واره حال ورلېږلی و, خو د کلثوم له خوا يې کوم ځواب نه و اورېدلی
او بیا تلوسې ته هغه ورځ ور په ياد شوه, چې د هاسټل په مخکې يواځې ناسته وه, د سلما په نوم کومه نجلۍ ورته راغلې وه او د کلثوم په اړه يې ورته ويلې و چې اوس له يوه ښايسته ځوان سره ګرځي خوارک څښاک او تر بازاره هم ګډ سره ګرځي, سلما د کلثوم په اړه نورې هم ډېرې خبرې ورته کړې وې او په آخر کې يې يو کتاب ورکړی و چې دا کلثوم ستا له پاره ګفټ راکړو, دا هغه کتاب و چې هغه وخت تلوسې له ډېرې غصې نه و کتلی, او پوره دوه کاله ترې ورک هم و, د هغې په دې خبره خوا نه وه بدې شوې چې کلثوم له کوم هلک سره ملګرې شوې بلکې دا د هغې خپل اختيار دی چې له چا سره ګرځي او له چا سره نه, خوا يې په دې بده وه چې له ماسره يې تعلق په څه ختم کړی دی, او ولې زما په وار وار حال اخيستلو هم ځواب نه راکوي, بس په همدې يې له کلثوم زړه مات شوی و,
تلوسې هغه وخت له ځان سره کلک تصميم نيولی و چې نن له کلاس اخيستو وروسته به ضرور ورځم, ماسپښين چې کله تلوسه د کلثوم د هاسټل خواته ورغلې وه نو هغه څه يې ليدلې و چې بايد مه يې وای ليدلې زړه يې هيڅ نه منله, هغې ته دا هر څه يو خوب ښکاره کېده, خو وروسته پوهه شوې وه چې خوب نه دی بلکې حقیقت دی, کلثوم يې له امين سره څنګ په څنګ ولاړه ليدلې وه, په مزه مزه د کېنټين خواته روان و, تلوسېې تر ډېره دوی څارلو, يو وار خو لا دا په زړه کې ور وګرځېدلې و چې له کلثوم څخه پوښتنه وکړي چې دا نو اوس….
او آمين تر ګرېوانه ونيسي چې ولې …….
خو بيا يې سوچ وکړ چې له رسوايي پرته به کومه ګټه ونه لري.
هغې ته د سلما “چې دې ته يې د کلثوم کتاب هم را وړی و” خبرې يو په يو ورياد شوې, په ماتو ماتو قدمونو د خپل هاسټل په لور ځينې روانه شوې وه, او بیا يې هيڅکله هم نه له امين او نه له کلثوم سره حال کړی و.
خو چې کله يې د عکس بله خوا وکتله هلته يو لنډ خط ليکلی شوی و.
ګرانې تلوسې!
پوهېږم چې ډېره به خوابدې يې رانه, ځکه چې دلته مو څو ورځې سره پاتي دي, او زه نه شم کولی چې درسره ووينم ځکه چې له څو مياشتو پس مې ورور راغلی دی او غواړي چې ګډ سره ولاړ شو, څه وکړم دا يو ورور لرم زړه يې نه شم ماتولی, د ډګري اخيستلو په مراسمو کې به ضرور سره وينو.
ستا خور کلثوم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.