لنډه کیسه – پغمان سينګارتون

عابد لويال

1,066
له دفتره چې را وتلو، جمال مخ را واړاوه
 نن باید اطاق ته زر ځانونه ورسوو
کوم ځواب مي ورنه کړ
بیا راته وکتل
تا ته مي وویل اورې؟
سمه ده ولاړ به شو:
 ما ورته ومې ويل
ښه خو یې؟
هو:
څه راباندې شوې؟
خو زه درته ژغېږم، او ته راګورې هم نه
مخامخ یې هغه چاته وکتل، چې زه یې له څو شېبو په ننداره وم,
ښه نو دا کیسه ده,
هو ته یې نه وینې، له کومه وخته یې سترګې را په کې ګنډلې,
کېدای شي څوک خپل دي وي,
نه زه په کابل کې خپلوان نه لرم,
ښه نو اوس؟
درځه پسې,
چېرته؟
چېرته چې دا ځي,
نو څه یې کوې، د ښار نجونه دي هسې نه ټوکو ته یې زړه شوی وي.
که هر څه دي ځو پسې،
سړک ته را وختو موږ د سړک کیڼ اړخ او هغه په ښي اړخ روانه وه,
په وار وار به یې راکتل، شین کمیس ډوله شټ يې چې تر ځنګنو پوري په کې پټه وه اغوستی،
تنګ تور پتلون او تور ټيکری يې په تورو اوږدو زلفو پروت و، او توري غټي سترګي یې له ورا مالومېدې.
جمال که څه هم ډېر ستړی و، خو تر شا راپسې روان و، هرڅه یې زما له پاره زغمل،
هغه د ټیکسي تم ځای ته ور وګرځېده، د ټیکسي له ډرېور سره په خبرو بوخته وه، خو سترګې یې په ما کې ښخې وې، د دروازې په لاستي پسې یې لاس یوې او بلي خواته واهه،
ټیکسي ولا څه ورته وویل
خو زه ترې ليرې وم, سم مې وا نه ورېدل.
هغې ډرېور ته وکتل
وروسته ټیکسي ته ور وخته،
په شیشه کې یې راته وکتل،
موږ هم یوې ټیکسي ته وختو، او ډرېور ته مي وویل، په دا مخامخ ټیکسي پسې درځه، تر نیم ساعت مزل وروسته په کومه ټیکسي پسې چې موږ روان و هغه ودرېده، ما هم ډرېور ته د درېدلو وویل، او راکوز شوو ترې.
ملګري مي را ته وویل په بلا به واوړو، راځه چې بیرته وګرځو، اوس يې لا سر دی,
ورته ومي ویل
ته که ځې ولاړ شه
ماپرېږده
زما فکر او حواس ټول دهغې پخوا و ما لیدله، او هغې به هم راته کتل
هغې چې کوم وخت کرايه ورکوله نو يو کوچنی کاغذ ځينې ولوېد
خو ورفکر يې نه شو
زه او جمال هم هغه ځای ته ورسېدو, کاغذ مې را واخيست ما ويل کوم ضروري کاغذ به وي ور به يې کړم, خو هغه د تېرې ورځې د بس ټکټ و, پروين نوم پرې ليکلی و, د هغې له پاره فالتو و خو زما له پاره ډېر مهم و, جمال ته مې وويل:
نوم خو يې له خيره مالوم شو اوس يې نو ادرس هم په کار دی
هغه بس ته په اينتظار ولاړه, موږ هم په لږه فاصله کې نږدې ورسره ولاړ و.
 بس راغی، هغه ور وخته، موږ هم ور منډه کړه، خو کلېنډر راته وويل بخښنه غواړم خالي سيټ نشته, بس مخته پسې روان شو
او زه لکه بايللی جوارګر په ستړو ستړو قدمونو واپس را روان شوم
خپل اطاق ته راغلو
اوږد وغځېدم، تر ډېره په سوچونو کې غرق وم.
جمال په خواږه خوب ویده و،
زه بیرته هغه ځای ته راغلم،
د هغه دوکان مخ ته ودرېدم,
 په بورډ يې په ښايسته خط ليکل شوې و,
“پغمان سينګارتون”
په وره کې یې ودرېدم،
زړه نا زړه وم، له ځان سره مي فکر وکړ، څنګه به ترې پوښتنه کووم؟
خو د سينګارتون مېرمن وار د مخه کړ
وروره کوم کار خو دي نه و.؟
زړه مې نه شو کولی چې د هغې په اړه ترې پوښتنه وکړم, د سینګارتون مېرمن ته مې وويل: نه نه هسې هسې دلته په غلطي را چکر شوم
مېرمن راته وويل
دا د ښځو ارايشګاه ده
هو پوهېږم.
بیرته د دوکان له ځينو راکښته شوم, په لاره لکه لېونی له ځان سره لګيا وم,
 څنګه مې پوهولې وای چې ستا سينګارتون چې نن د شين شټ او تور ټيکري کومه جينۍ راغلې وه, دا څوک ده؟
 له کومه ځايه راغلې وه؟
ايا هغه د پنجشېر اوسېدونکې ده؟
 دلته کابل ته څنګه راغلې وه؟
 ايا هغه ريښتيا پروين نومېږي؟
 داسې ډېرې پوښتنې مې راوړې وې, څنګه مې له تا دا ټولې پوښتنې کړې وای؟
او تا هم ټول ځوابونه درلودل.
له هغې ورځې وروسته به د ورځې دوه درې واره خامخا د پغمان سينګارتون خواته ورتلم
خو تل به مايوسه راتلم.
په همدې ورځو کې مې ډېر د ستړيا او بې خوبي احساس کاوه, خوراک ته مې هم خاصه پاملرنه نه وه, د دفتر کار به هم همېش پاتي و رانه, جمال به هم هروخت ګيله من و چې د په خوا په څېر دي نه ټوقې شته, نه چکر ته وځې, او که ځې هم له موږه پټ وځې, زه خپله هم ځان ته غصه وم, چې دا نو اوس څه ملنډې په ځان وهم, د پغمان سينګارتون مېرمن هم راباندې شکې شوې وه, چې زه به يې د دوکان ترمخ پر سړک تېرېدم, راپسې کتل به يې, خپل دغه ژوند هيڅ خوند نه را کاوه, کله کله خو به مي خپلې دغې هیلې ته د زیندۍ ورکولو هوډ وکړ، خو نه کېده څه مي کړې وای.
له ما ورکه شوې وه، او داسي څه مي ورک کړي و، چې باید مه وای شوي.
یوه ورځ له د فتره په کوم کار پسې بهر را ووتم، که څه هم ډېر ګړندی روان وم، خو شپږم حس مي را ته وویل چې څوک راپسې دی، او څاري مي.
چې شاته مې ور وکتل، پروين وه، ريښتيا هم هغه څوک وه چې زه یې په لټه کې وم.
او شاید هغه به هم راپسې ګرځېده، زړه او بدن مي سره ولړزېدل، خو بیا مي هم ځان لږ په واک کې کړ، ګامونه مي سوکه کړل، دومره ورو شوم، چې دا را نه مخکې شوه، او زه ورپسې شوم، هغه جلا ټیکسي ته وخته،او زه جلا، د بسونو اډې ته ور ننوتو،ټکټ مي واخیست، هغې شاید مخکې اخیستی و، تر نیم ساعت اینتظار وروسته، بس د پنجشېر په لور روان شو.
موبایل مي را ویست، جمال ته مې کوچنی پیغام واستاوه،
 چې پنجشېر ته روان شوم، بس ډېر نوی نه و، ګذاره یې کوله، زما یې له بس سره څه، اخیست خو می نه، یوازي تر پنجشېره په کې تلم، هغه هم د پروين له پاره.
په بس کې نوري ښځې هم وې، خو زه تر پروين يو څو سیټه شاته ناست وم,
د توکل پر خره سپور وم، بې ارادې او بې تصمیمه پنجشېر ته روان وم.
کله کله به مي پر څنګ مخ واړاوه او تر ښیښې به مي نظر ویست د کاینتانو ننداره به مي کوله خو ډېر فکر مي د پروين خواته و، هغه ډېره بې سکونه مالومېده, يا به شايد هغه کراره ناسته وه خو ماته به بې سکونه ښکارېده, څو څو ځلې مې اراده وکړه چې ورسم او په خوا کې يې کښېنم, خو بس له خلګو ډک و.
دا چې زه تر اوسه پنجشېر ته نه وم تللی ناولده وم، له ځان سره مي فکر کاوه څه وخت به رسېږو .؟
دا نو اوس کوم ځای دی.؟
ډېر ناکراره وم صبر مي ونه کړ اخر می د څنګ له سپین ږیري د پنجشېر پوښتنه وکړه،
 چې څومره لار لا پاته ده؟
هغه غاړی تازه کړې ویل یې يو ساعت لار لا پاتې ده، خو دغه وخت کې یو ناڅاپه بس پر کیڼ لور کوږ شو، د ښۍ خوا کسان ټول پر کیڼ لور ور ولوېدل، بس پر یوه او بل خوا کېده استغفار کلیمې او د ژړا اوازونه و، او بیا یو درب شو چې بیا به ځان نه وم خبر.
ستر ګې مي خلاصي کړې سر مي سخت درد کاوه
 پښه مي ډېره درنه وه هیڅ مي خو ځولای نه شوه،
لاس مي په یو څه تکیه کړ او د پورته کېدو هڅه مي کوله
 د تېزو قدمونو اواز مي واورېد لکه څوک چې منډه را وهي اواز هم زما خواته ته راته کوم څوک راغی او بیرته یې څملولم ، مخ مي ور واړاوه
نا ولده کس و، ډاکټر و یا به کمبوډر و،
 ورته ومې وویل
زه چېري یم.؟
په هسپتال کې.
ولې.؟
پښه دي لږ ږوبله ده هغه مي درته پلسټر کړه،
جمال تر اوسه درته ناست و خوار ډېر سخت پرېشانه و،
جمال زما ملګری جمال .؟
هو.
کوم دی.؟
یو وار مي بیا د پورته کېدو هڅه وکړه،
خو هغه بیرته څملولم ته لږ په ارام شه رابه شي.
ډاکټر لا نه و تللی چې جمال راغی مخ یې زما له مخ سره ولګاوه، له سترګو یې اوښکې را ووتې،
ترې ومي پوښتل
ولې؟
 لکه چې ډېر ږوبل یم.؟
جمال راته وويل
نه نه دا د خوشالۍ اوښکې دي.
د خوشالۍ هغه څنګه؟
ما ترې وپوښتل
جمال راته وویل، کله چې له پېښي خبر شوم، په یوه منډه مي ځان را ورساوه، کالي دي ټول په وینو سره و، ما وېل خدا مکړه له لاسه مي ورکړې، خو ډاکټر راته وویل چې ډېر نه دی ږوبل یواځي د سر پوستکی یې لږ پرې دی او ښۍ پښه يې له بده مرغه ماته ده
 ما دي پلار ته هم ټیلفون کړی هغه به هم راشي.
نرسه راغله ستن یې په مټ کې را ووهله جمال ته یې څه وویل خو ما سم نه واورېدو.
سترګې مي سره ورغلې.
کوم وخت چې را ويښ شوم
جمال راغلی و سر ته مې ولاړ و په لاس کې یې د شودو ډک ګیلاس و، زه یې را پورته کړم تر ملا لاندې یې بالښت را ته کېښود، په واډ کې ډېر زوږ و نور هم ډېر زخمیان و، له جمال سره په څنګ کې یو بل ځوان هم ناست و، هغه د حادثې په اړه ورته ږغېده،بس تېز روان دی کله چې د مخ ټیر وځي نو دغه ځای کې موړ راځي ښي اړخ ته غر دی او کیڼ اړخ ته وړه خوړه د غره له لمنې سره سړک بیرته ګرځېدلی په همدغه ځای کې بس خوړې ته لوېدلی.
مړه او ټپیان څومره دي.؟
جمال ترې پوښتنه وکړه
تر اوسه نه دي مالوم خو ویل کېږي چې څلور ښځي…
د ښځو له نامه سره زما غوړپ په ستوني کې ونښت، سا مي بنده غوندې شوه، ټوخي واخیستم تېرې کړې شیدې مي هم قی کړې.
جمال زر را ولاړ شو کپړه یې را واخیسته خوله او کالي یې را پاک کړل دلاسه یې راکړه، ته ځان په واک کې کړه، هر څه به خدای خیر کړي.
مخامخ پر دېوال ګړۍ را ټال وه.
یوولس بجې وې په کې، جمال ته زنګ راغی، د موبایل سکرین ته یې وکتل او بیا یې ماته وکتل، له واډه ووت یو پاو ورسته مي پلار او کشر ورور د واډ په دروازه راننوتل، پلار مي پښو ته ولاړ و، زه یې په بد حال کې لیدم، پښه مي په غټ سپین پلسټر کې پټه وه، په سر مي سپینه پټۍ تاو وه، له سترګو یې غټې غټې اوښکې روانې وې هیڅ ږغ یې له خولې نه را وت، لکه بې روحه جسم چې را ته ولاړ وي،
خو ورور مي ټول واډ په نعرو اخیستی و، هر چا موږ ته کتل، ما د پلار پر مخ مي په لومړي ځل اوښکې ولیدې، هغه هم زما له وجې، دا حال مي نه شو زغملی او خپله ژړا مي هم ورسره شریکه کړه، یو تریخ ساعت و تېر شو لږ زړا هم کراره شوه او اوښکې هم ودرېدې، پلار مي جمال ته مخ ور واړاوه،
جمال ورته وویل
په کراره به هر څه درته ووایم
څو ورځې مو په هسپتال کې تېري کړې، او بیا د خپل کور په خوا روان شو، د مازیګر لمر په لوېدو و چې د کور پر دروازه له لکړو سره ورننوتم، هلته یو وار بیا د واډ ساعت تکرار شو، خو شکرونه یې په دې ایستل چې زه ورته ژوندی یم، که څه هم پلار ته مي جمال درواغ ویلې و چې د دفتر په کار پسې تللی وم، خو زه خپل وجدان ته ډېر خجالت وم، خپله کورنۍ راسره ډېره غمجنه شوې وه، د دفتر مشر هم له کاره ایستلی وم، حق یې هم و، د کار په وخت کې بې اجازې ځیني تللی وم،او باور مي یې بایللی و، دوه میاشتې وروسته د ولایت روغتون ته ورغلو پلسټر یې خلاص کړ،خو لکړې مې لا په څنګ کې وې,څه موده په لکړو وګرځېدم او بیا مي هیسته وغورځولې او په تګ کې مي کوم تکلیف نه محسوساوه، څلور میاشتي می په کور پوره شوې ډېر سخت دېغ شوی وم، یوه ورځ د دفتر د مشر ټیلفون راغی، له جوړ په خیر وروسته یې راته وویل، سبا باید کابل ته ځان را ورسوې او خپله دنده دي پیل کړه.
ډېر خوشاله شوم او مننه مي ترې وکړه،ماسخوتن چې مو ډوډۍ وخوړه پلار ته مي د ټيلفون وویل، پلار مي هم چې زما حالت یې لید نو رضامندي یې وښوده، له خوشالۍ د شپې تر ډېره ویښ وم، سهار به خپل معشوق ښار کابل ته تلم، هغه کابل ته چې ماته یې د ژوند خواږه راکړي و، مینه یې راکړې وه، او ورتلم چې د خپلې ورکې میني په لټه یو ځل بیا یې به سړکونو سرګردانه وګرځم.
خو خدای خبر ولي هر ځل د پروين له یادولو سره به مي په زړه بوج شو، پر سر به مي چکر راته، او سترګو ته به مي ناببره اوښکې راغلې، خو د دې هرڅه باوجود به مې هم په زړه کې یوه ناکراره هیله ژوندۍ وه، یوه لېوني امید به تل دا ډاډ راکاوه چې یو وخت به یې ومومم، هم د دغه امید په زور مي له کورنۍ رخصت را واخیست، تر شپږ ساعت مزله وروسته په اډه کې له بسه کوز شوم، ټیکسي مي کرایه کړه او نېغ د دفتر مخې ته کوز شوم، خو د دفتر دروازې ته لوی قلف لګېدلی و، ډېر حیران شوم، جمال ته مي ټیلفون وکړ، هغه راته وویل
 د امنیتي ستونزو له کبله مو دفتر بدل کړی، زه درځم، تر لږ ځڼډ وروسته جمال د دفتر په موټر کې راغی او نوي دفتر ته یې یوړم، د دفتر مشر او نور ملګري ټول روغبړ ته را ووتو،او د دووم ژوند مبارکي یې راکړه، په یو څو ورځو کې بیرته خپل ژوند ته را وګرځېدم، خو یوه شېبه مي هم پروين له زړه نه وته، تل به یې توري غټي سترګې رایادېدلې، یوه ورځ له جماله پټ بیا پغمان سینګارتون خواته ورغلم, ډېر یې تر مخ یو خوا بل خوا وګرځېدم, خو هغه نه وه په کې، په مات زړه بیرته را وګرځېدم، په لاره کې مي له ځان سره فکر کاوه په هغو څلورو ښځو کې خو به نه وي ممم……..
نه نه خو په بس کې تر څلورو ډېري ښځي وې، خو که هغه مړه یا ژوندۍ وي څنګه به یې مالوموم.
په دغو فکرونو کې ډوب وم، یو چا کلک تر لاس ونیولم، له وېري
وغورځېدم، مخ مي ور واړاوه، جمال و، ویې خندل، ما ورته وویل،
ته
ویل هو ټوله لار درپسې وم، خو ته دومره نشه وې چې هیڅ دي لیدم نه، خیر راځه هوټل ته چای به وڅښو, مو ستړیا هم ختمه شي،او یوه اړینه خبر ده چې تاته یې باید وکړم.
هوټل ته ولاړو،
جمال راته وویل
ګوره میونده مرګ حق دی، د دنیا هر انسان به د مرګ څکه ضرور کوي
،او ورته پړ دی،
زه دي وینم چې راغلی یې تر اوسه په پروين پسې ګرځې، خو ته نه خبر، چې هغې دبس حادثه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، ما خپله وليد د هسپتال د مړو په ليسټ کې دهغې نوم ليکلی و, نور باید ته خپل ژوند ته پام وکړې، او دا خبري زیاتي د تل له پاره له زړه وباسې، هرڅه چې و تېر شو.
جمال راته نصیحت کاوه خو مایې خبرې نه شوای صحیح کولای زړه مي دروند شو پر سر مي چکر راغی نږدې و له چوکۍ لوېدلی وم خو څه خپله او څه جمال تکیه کړم
 څو غوړپه اوبه مې وڅښلې تر ډېره خاموشه ناست و د چې لږ ښه شوم له هوټله را ووتو.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.