څه له قهره ډک بازار دی څه د هر چا سترګې سرې دي
ته وا اور پکې خرڅېږي ته وا وینو ته اسرې دي
دا چې هلته دلته دومره وهي چیغې له وختونو
جوړ د امن پلار پلندر دی د سکون میندې میرې دي
هوس باغ دی د ګلونو چې روحونه معطر کړي
او که…
سپین ږیرتوب لکه وروستۍ ورځي د مني
ژړي پاڼي دي رخصت اخلي له وني
هره ورځ به دي زلمۍ مستي یادیږي
هره شپه دي رنځ پر زړه ګرځوي ستني
هره ورځ دي پر لکړه زګېروی ګرځي
هره شپه دي مرګی نیسي تر لمني
نه د ورځي د یارانو انتظار یې
نه په شپه…
زه په خوبونو کې مې هم غم دجانان وړمه
بل په سوچونو کې مې هم زغم دجانان وړمه
سکون مې نشته ده شیبه مې هم په شپه حساب ده
په اسمانونو کې مې هم فهم دجانان وړمه
سترګې مې نه غواړم چې پټی شې ارام وکړي
په کتابونو کې مې هم نم دجانان وړمه…