غزل / عبدالباري جهاني

0 707

سپین ږیرتوب لکه وروستۍ ورځي د مني
ژړي پاڼي دي رخصت اخلي له وني

هره ورځ به دي زلمۍ مستي یادیږي
هره شپه دي رنځ پر زړه ګرځوي ستني

هره ورځ دي پر لکړه زګېروی ګرځي
هره شپه دي مرګی نیسي تر لمني

نه د ورځي د یارانو انتظار یې
نه په شپه به دي څوک یاد کي په پوښتني

هغه ورځ به دي زلمۍ شپې دریادیږي
چي مرګی دي کفن جوړ کړي له څرمني

هره شپه به خواست کوي د سلو نورو
چي اجل کړي درښکاره ریښکۍ د زني

جهاني راځه چي ځو نوبت رسیږي
نن سبا دي یادوي د مرګ پلټني.

د ۲۰۱۹ کال د فبروري دوهمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply