Browsing Tag

محمدنعمان دوست

ګولۍ وخورمه ویده شم، بیا هم نیمه شپه پاڅیږم

تر سهاره زیاتي ویښ یم او بیا ټوله ورځ زنګیږم شکور مې شکر خالي نه دی، د ډوډۍ بوی ترې راخیژي ټول هډونه مې سم پټ دي او ساړه پښې نه سیزي پاس په سر  مې مضبوط چت دی او کړکیو کې ښیښې دي نه د واورې کوم تشویش دی، نه باران ته اندیښنې دي بخارۍ …

کړکۍ بندېږي

له کابو نیمې پیړۍ راهیسې، شیرین وطن مو له موږ سره یو ځای د  جګړو په اور کې سوزي. د دې اور بل ساتلو ته هر وخت بیلابیل دلایل تراشل شوي او د تراشلو دا لړۍ لا هم له اوجه نه ده غورځیدلې. عجیبه لوبه ده؛ یوه ډله چې ښه ستړې شي؛ نو پښیمانه شي خو ځای…

خونړي امتیازونه

۲۰۰۷ کال و. د طالبانو مشهور قوماندان ملا دادالله تازه وژل شوی و. شاید د اجمل نقشبندي او سید اغا ازار وهلی و؛ ځکه هغه ورځو کې دوی له یوه ایټالوي سره یو ځای ونیول شول؛ د دې دواړو افغانانو او مسلمانانو سرونه پرې شول؛ خو له هغوی سره نیول شوی…

یوه لاره او څو خاطرې

د هرېپور د ۱۵ام، کیمپ بازار منځ کې د کسیټ پلورلو دوکان و. هټیوال یې زما د ابتدايه ښوونځي ټولګیوال و. دوکان کې غټ دوه لاوډسپیکره ټایپ ایښي و او چې چا به کومه فیته واخیسته؛ نو همده کې به یې چالان کړه. له لاوډ سپیکرونو به داسې لوړ غږ راوته چې…

له پیښوریو ګیله / محمدنعمان دوست

موږ ټرک ته لارۍ وایو، ماشوم وم چې د ټرک لفظ مې په یوه سندره کې واوریده: (( زه یم د ټرک ډریور…)) هغه مهال د مهاجرت شپې ورځې وې او موږ د پیښور په تهکال کې اوسیدو.همدلته د ټرک په مانا پوه شوم او بیا چې به د تهکال پر سړک هره لارۍ تیریده ما ویل…

یوه ورځ او څو یادښتونه/ محمدنعمان دوست

پلخشتي جومات ته څيرمه ژیړه سراچه د سورلیو په تمه ولاړه وه. د کابل له سینده ،چې یو وخت د ښکلا نمونه و، خوسا بویونه رالټیدل. دې بویونو زموږ د ټیټ فرهنګ او د حکومتونو د تمبلۍ کیسې کولې. زه باید همدې سراچه کې پلچرخي ته تللی وای او هلته د جلال…