ګولۍ وخورمه ویده شم، بیا هم نیمه شپه پاڅیږم

محمدنعمان دوست

1,039

تر سهاره زیاتي ویښ یم او بیا ټوله ورځ زنګیږم

شکور مې شکر خالي نه دی، د ډوډۍ بوی ترې راخیژي

ټول هډونه مې سم پټ دي او ساړه پښې نه سیزي

پاس په سر  مې مضبوط چت دی او کړکیو کې ښیښې دي

نه د واورې کوم تشویش دی، نه باران ته اندیښنې دي

بخارۍ لړونه سره دي، حرارت شیندي لګیا ده

خونه ښه سمه توده ده که بیرون سړه هوا ده

خو بیا هم ګنګس او پریشان یم، د سکون خانه خرابه

بیرون روغ رمټ ښکاریږم او درون سینه کبابه

دا دی ورغلم  ډاکټر ته، ما ویل وګوره تبا یم

دواړه سترګې رانه لویږي، دا په څه رنځ مبتلا یم؟

ډاکټر ټول معاینات وکړل، ویل یې : ګوره روغ او جوړ یې

هسې بې ځایه تشویش کړې، په قسم دی که ناجوړ یې

ویل یې: راکه دا مبایل دې ګالري به یې زه وا کړم

که محرم پکې څه نه وي، هر تصویر  به تماشا کړم

ګوره، دې واورین موسم کې ستا د واورې تصویر نشته

ستا ذوقونه کنګل شوي، پریشانۍ ته قصور نشته

ما ویل: واورې ته نه ګورم، په لیدلو یې ویریږم

سرحدونو کې بند پاتې مساپرو ته ځوریږم

ویل یې: کله چې ویده شې په خوبونو کې څه وینې؟

دا چې رنګ دې داسې ژیړ دی، ښکارې څښې د زړګي وینې

ما ویل : خوب کې عجب حال وي؛ څوک ډوډۍ غواړي ژړیږي

د چا ټول بدن کنګل وي او په اور پسې مړ کیږي

کله شور د ټالۍ واورم، ډله ډله مکتبیان وي

خو چې ګورم ټول پردي وي او زموږ  ترې محرومان وي

ویل یې: بس کړه، په مرض باندې دې پوه شوم انډیواله!

څو چې غم په زړه کې ساتې، تر هغې به یې بد حاله

ته مسول د هغو نه یې چې له وسه دې بهر وي

دا غلطه ده چې غم دې، د هر چا د تا په سر  وي

ما ویل سمه ده، راجګ شوم اوس د کور په مخ روان یم

خدای خبر چې خوب به راشي

که به بیا هغه ( نعمان ) یم

نعمان دوست

۱۶/۱۰/۱۴۰۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.