خونړي امتیازونه

محمدنعمان دوست

0 876

۲۰۰۷ کال و. د طالبانو مشهور قوماندان ملا دادالله تازه وژل شوی و. شاید د اجمل نقشبندي او سید اغا ازار وهلی و؛ ځکه هغه ورځو کې دوی له یوه ایټالوي سره یو ځای ونیول شول؛ د دې دواړو افغانانو او مسلمانانو سرونه پرې شول؛ خو له هغوی سره نیول شوی ایټالوي کاپر روغ جوړ الوتکې ته وخوت او په موسکا یې د الوتکې له زینې لاسونه خوځول.
همدې وخت کې سپین ږیري او مشر ژورنالیست عبدالحمید مبارز صیب،  پژواک خبري اژانس ته د مرکې درخواست وکړ او مرکې لپاره زه ورغلم.
مرکه شهرنو کې په یوه کوچني او ساده کور کې وه ( غالبا خپل کور به یې و) پر شنه کبله څوکۍ ایښې وې او د مڼې له ونې نیمايي پاڼې داسې تویه شوې وې؛ لکه خواته چې یې چاودنه شوي وي.
مبارز صیب، د دادالله وژل د یوه نوي پړاو پیلامه ګڼله. په دې تصور و چې ګوندې نوره کیسه ختمه ده او د جګړې ټغر په ټولیدو دی.
ما ور ته ویل: ګوره صیب؛ همدغه تصور چې ته یې لرې، په عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي له مرګه وروسته هم ځینو شنونکیو سره موجود و؛ خو غلط ثابت شو. داسې جنګیالي میدان ته راغلل چې د زرقاوي تشه هم محسوس نشوه. ( زرقاوي ۲۰۰۶کې عراق کې ووژل شو)
خو مبارز صیب له خپلې وړاندوینې نه تیریده او ویل یې چې د عراق او افغانستان اوضاع فرق کوي.
ما ویل نو کومه ده؛ جګړه کې خو هیڅ توپیر رانغلو؟
هغه ویل چې جګړې ته د دې لپاره شدت ورکول کیږي چې د خبرو پر مېز زیات امتیازات ترلاسه کړي.

دغه تکراري خبره ډیره ځورونکې ده. آن هغه وخت چې کابل کې جهادي ډلې خپلو کې یو بل ته اړم وې چې کله به د سولې خبره ګرمه شوه؛ نو جګړو به لا کش پیدا کړ. شاید په همدې نیت چې د خبرو د مېز په سر ډير امتیازات ترلاسه کړي. د همدې امتیازاتو په ټس کې ښکلی کابل کنډواله شو. د کابل لارې کوڅې د کابل ښاریانو ،چې د حسن صفتونه یې کیدل، په جسدونو ډکې شوې، دولتي تاسیسات لوټ شول، بې عزتۍ پیښې شوې او…
د ملا داد الله له مرګ وروسته جګړې ارامې نشوې او دې جګړو تر اوسه د زرګونو طالبانو، امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو سرونه و ریبل او د سوال په پیسو جوړ شوی وطن وسوزیده او و نړیده.
اوس هم په ارام او څراغان قطر کې د سولې خبرې روانې دي؛ خو زموږ وطن کې اورونه بل دي. ډزې دي، چاودنې دي او وژنې دي.
شاید دا هم د خبرو پر مېز د امتیاز ترلاسه کولو لپاره وي؛ خو اخر دا کوم امتیاز دی چې د انسانانو له ژونده هم ډیر مهم دی؟ دا کوم امتیاز دی چې په بدل کې یې وطن ړنګیږي او دا …
قطر، ته وګورئ. ودان دی، څراغان دی او د خدای مخلوق پکې ډاډه ژوند کوي. دا ځکه چې هغوی جګړه نه کوي؛ که د جګړې شوق یې درلودای اوس به هغه هم زموږ وطن غوندې لوټې لوټې او تپه تیاره و.

د جګړې ښکېلو غاړو!

د خدای ج روی مې دروړی؛ نور له جنګه لاس واخلئ. نور د امتیازاتو لپاره خپل خلک مه وژنئ. موږ چې موجوده کونډې او یتیمان وپالو دا به مو ستره کارنامه وي.

وګورئ:

دا ډيره د شرم خبره ده، په خدای زه یې چې له تلویزیونه ګورم شرمیږم او هغه ځکه چې موږ ټولې نړۍ ته وایو چې اسلام د سولې دین دی، موږ ځانونه د همدې مقدس دین پیروان ګڼو؛ خو د قطر په غونډه کې کاپر میلمانه بار بار موږ مسلمانانو ته  د خپلمنځي سولې عذرونه کوي او راته وايي چې نور یو بل مه وژنئ او سوله وکړئ!

بس دی؛

نور د دې وطن هیڅوک هم د وژلو نه دی؛ که هغه طالب وي، که امنیتي ځواکونه وي، که عام وګړي وي.
او:
(( افغانستان د ورانولو نه دی
دلته هیڅوک هم د وژلو نه دی))

نعمان دوست
۱۳۹۹، د وږي ۲۳مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply