کړکۍ بندېږي

محمدنعمان دوست

0 902

له کابو نیمې پیړۍ راهیسې، شیرین وطن مو له موږ سره یو ځای د  جګړو په اور کې سوزي. د دې اور بل ساتلو ته هر وخت بیلابیل دلایل تراشل شوي او د تراشلو دا لړۍ لا هم له اوجه نه ده غورځیدلې. عجیبه لوبه ده؛ یوه ډله چې ښه ستړې شي؛ نو پښیمانه شي خو ځای یې ژر بله ډله ونیسي او بیا چې د دوی د پښیمانۍ وخت رسیږي، نو هدیرې دومره غځیدلې وي چې مکوه پوښتنه.

په دې خونړۍ موده کې بار بار د سولې لپاره امیدونه هم را ټوکیدلي؛ خو لا په حقیقت نه دي بدل شوي. موږ لکه جل وهلي لارویان په اتشي دښته کې د سولې سرابونو پسې له کلونو راهیسې منډې وهو.

دا ځل د خلکو هیلې  قطر پورې وتړل شوې. هغه هیواد چې زموږ د وطن د سرسبزۍ په اوج کې خړه دښته و؛ خو چې د جګړې له بلا ګانو په امن پاتې شو؛ نو اوس یې زموږ وطن په مقابل کې یوه سپیره او سوزیدلې دښته ښکاري.

دا دی د قطر په مفشن هیواد کې د وږي او در په دره وطن د استازو له بې خونده بنډارونو کابو یوه نیمه میاشت په پوره کیدو ده؛ خو لا د خوشحالۍ زیری نشته. لا پر خپل ړنګ شوي وطن د زړه سوزیدو هیله نشته او لا…

عجیبه ده؛ د سولې مرکچي پلاوی هره ورځ او شپه په قطر کې ښيښه یي دنګۍ ماڼۍ ویني، د شپې څراغان ښارونه ویني، ارام، اسوده، خوشاله او په ګیډه ماړه خلک ویني؛ خو هیڅ ننداره یې د خپل وطن غمځپلی حالت سترګو ته نه دروي.

هیڅکله په ګریوانه کې سر نه ښکته کوي او له ځانه، نه پوښتي چې اخر ولې، د نورې دنیا خلک دې ارام وي، خوشاله دې وي، ورځ په ورځ دې پرمختګونه کوي خو افغانستان کې دې اور بل وي. ورځ په ورځ دې ړنګیږي. ورځ په ورځ دې سوزیږي او هره ورځ دې د چناري قدونو لو ګډ وي.

د قطر بې خونده او بې ګټې بنډار اوږد شو. دې بې پرمختګه غځیدا نور خلک ستړي کړل، قطر به هم زیاتی ستړی وي. د دې ستړيا اندازه د خلیلزاد له وروستیو خبرو څرګندیږي. هغه ویلي: کړکۍ به د تل لپاره پرانیستې نه وي!

کیدای شي همداسې وشي، هغه کړکۍ چې موږ ورته په تمه و چې سپینه کوتره به ترې راووځي؛ په بندیدو ده او باید بنده شي. ځکه په چا څه سخته ده چې له ټولو قیمتي هوټل دې د داسې خلکو خدمت ته وقف کړي چې یوازې خوراک او څښاک ته یې اړولي وي.  نه د خپل وطن د ړنګیدو په کیسه کې وي او نه د خپلو خلکو د وژل کیدو. او دا ځکه چې د دې جګړې قیمت یوازې ولس ورکوي.

د دې قیمت په اړه د یوناما راپور هیښوونکی دی. د راپور په حواله د ۲۰۲۰ کال له پیل راهیسې تر دې مهاله ۲۱۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان دي!

په دوی کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو د مرګ ژوبلې شمیره نه ده شامله. که هغه هم ورسره جمع شي، شمیره ډيره لوړیږي. دا داسې بې مفهومه جګړه ده چې ګټه یې خدای خبر څوک اخلي؛ خو د هر یوه په وژلو درد زموږ ولس ته رسیږي. په داسې فقیر هیواد کې ، چې مټور ځوانان پکې د بیکارۍ له شامته نشو ته پناه وړي، د یتیمانو ، کونډو او بې سرپرسته کورنیو ګراف لوړیږي.

دردونکی حالت دی، ناهیله کوونکی حالت دی. موږ اور اخیستی، لمبې رانه چاپیره دي؛ خو یو مسلمان  ګاونډی ،چې د اوبو غټ پایپ ورسره دی، وايي چې یو څو میاشتې نور هم دا اور وزغمئ. کیدای شي اوبه در وپاشو!
د محمد عمر داودزي له خبرو همدا څرګندیږي. هغه، اسلام اباد کې  بي بي سي ته ویلي چې پاکستاني چارواکیو ورته ډاډ ورکړی چې د کال تر پایه به جنګ بندي اعلان شي!
نن د ۲۰۲۰ خونړي کال د لسمې میاشتې ۲۸مه ده. که پاکستان په خپله ژمنه کې صادق هم وي، نو کابو دوه میاشتې نور هم باید مرګ ژوبلې ته چمتو اوسو. سلګونه او حتی زرګونه هیوادوال باید نور هم مصرف کې ورکړو او…

و د جګړې ښکیلو غاړو!
هیڅ هدف په دې نه ارزي چې د ترلاسه کولو لپاره دې د خپلو مسلمانانو وینه تویه شي
هیڅ مرام د دې ارزښت نه لري چې د ترلاسه کولو لپاره دې یو وطن په کنډواله بدل شي
او…خیر دی؛
له ضدیت تېر شئ. د خپل وطن یتیمان، بې سرپرسته کورنۍ، ځوانې کونډې، بورې میندې او… راپه زړه کړئ.
دښمنۍ ته نه ووایئ،  اوس خو به مو کافي مقوي غذاوې خوړلي وي، د قطر هوټل کې یو بل په غیږ کې دومره ټینګ کړئ چې په زړونو کې مو د دښمنۍ احساسات داسې ټوک ټوک شي چې بیا هیڅ د پورته کیدو توان پیدا نکړي.

۱۳۹۹، د لیندۍ ۷مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply