شماله وایه
شماله وایه هلته اوس هم باران کیږي که نه
شینکي لغمان کې د نرگسو گلان کیږي که نه
اوس هم ویاړلې برجورې کلا گانې شته دي
اوس هم دېرو کې کشمالي او ریحان کیږي که نه
اخند زاده کلا، زما د کوچنيوالي ځانگو
اوس پکې هم د زخمي زړونو درمان کيږي که…