شماله وایه

صدیق کاوون توفاني

353

شماله وایه هلته اوس هم باران کیږي که نه
شینکي لغمان کې د نرگسو گلان کیږي که نه

اوس هم ویاړلې برجورې کلا گانې شته دي
اوس هم دېرو کې کشمالي او ریحان کیږي که نه

اخند زاده کلا، زما د کوچنيوالي ځانگو
اوس پکې هم د زخمي زړونو درمان کيږي که نه

سپينې پگړۍ، ببرې ږيرې، غیرتي سرونه
د خپل ولس د تورو شپو څراغان کیږي که نه

د « منجمې» ملا وزیر استاد به خاورې وي اوس
خو په جومات کې به یې اوس هم اذان کیږي که نه؟

« چلمکټا» لکه پخوا غوندې اوس هم مسته ده
په شنو کڅونو یې خوشبویه گلان کیږي که نه

د «گل آرام» په غرونو اوس هم کله واوره ووري؟
د «کلمان» شنو تړو کې اوس هم توتان کیږي که نه

« عقل تمامه» د غازیانو د رزمونو سنگر
اوس پکې هم د اتلانو گذران کیږي که نه

د مهترلام بابا زیارت ته نجونې اوس هم ورځي
پر سپېرو دښتو د رنگونو باران کیږي که نه

د الینگار په سین کې اوس هم سېلاوونه راځي
د الیشنگ غرونو کې اوس هم توفان کیږي که نه

په « تیرگړو» کې د هندوانو بنگلې پاتې دي؟
اوس یې هم هلته لکه ورونه گذران کیږي که نه…؟
*****
د « شلټک» او « شمنگل» کلي آباد دي که نه
د « تاجکړي» او « کړاوو» عزیزان ښاد دي که نه
« مريم کوړه » کې لا اوس هم کر د گنيو کيږي
پر شنو پټيو یې گذر د پسرليو کيږي
د « چهل مټيو » کلالي هنر ژوندی دی که نه
« هرمل» اوس هم د « الينا » د تاج غمی دی که نه
په « مسکوره » کې به اوس هم خانان اوسيږي که نه
په شنو باغونو کې به سره گلان غوړيږي که نه
په « پلوټه» کې لا اوس هم ډيوې بلیږي که نه
پر شنه آسمان د معرفت ستوري ځلیږي که نه
« عمر زيو » کې اوس غاټول رازرغونېږي که نه
له سرو گلابـو جنتي عطر جگېږي که نـه
په « ده زيارت » کې د پوهنې اور بلېږي که نه
په « گلکاريو » کې ختمي گلان غوړېږي که نه
«کټل» اوس هم د تنّور د شغلو کور دی که نه
لا پکې بل د لوی « ماذون» د کاله اور دی که نه
«بسرام» ته اوس هم د ښکلاوو کاروانونه راځي
« شهید بابا» ته د گلابو امیلونه راځي؟
اوس هم د سین په غاړه ناست دی« کچوری» جاله وان
په توفاني څپو کې ښکېل هغه ځلمی جاله وان
اوس هم خوږې دې د « نولام» او «چندلام» جنوکۍ
په پوهه ښکلې دي د ښکلي مهتر لام جنوکۍ
« سلطان غازي بابا» ته اوس هم خلک ژاړي که نه
د خپلو زړونو پخوانی مراد ترې غواړي که نه
« سراج کلا» اوس هم هغسې تکه شنه ښکاریږي
د گلورينو پسرلیو کوربنه ښکاریږي؟
«کاوون» هم هغسې په سپينو زرو سپين دی که نه
شينکی څادر يې اوس لا هم هغسې شين دی که نه
په « گونه پال» کې به اوس هم پنېر جوړیږي که نه
او په « منډال» کې به مماڼې زرغونیږي که نه
په « ننگراچ » کې د ننگونو هنگامه توده ده
خړو حجرو کې د سېتار د زړه نغمه توده ده
د « شمه رام» او « شکرمان» پېغلې گودر ته ورځي
د « فراژغان» ځلمي اوس هم د غرونو سر ته ورځي
د « دولت شاه » د جگو غرو مېنې آبادې دي لا
د شنو ښوونو د ځنگلو بلبلې ښادې دي لا
« کرنج» اوس هم د کوشتانیو ښایستو دېره ده
« وایگل» د سپينو نازنینو ښاپېرو دېره ده
اوس هم بزگر هغسې خوار، خان ستمگر دی که نه
اوس هم کارگر په خېټه وږی، در په در دی که نه
« روښان » اوس هم هلته لگیا دی روښنایي خوروي
په مهتر لام باندې د پوهې رڼایي خوروي
له شنو کڅونو نه د «گل پاچا» سندرې راځي
او د « الفت »له کاله سپينې مرغلرې راځي
شماله و وايه «چارباغ» د گلو باغ دی که نه
د ناپوهيو تورو تپو ته څراغ دی که نه
د « قرغه يي» په غيرتي زلمو کې شور پاتې دی
د ننگياليو د کاله نغري کې اور پاتې دی
« ننگلام » اوس هم د زيارکښو د غيرت کلی دی
د ننگياليو د پگړيو د عزت کلی دی
« گمین» اوس هم د رڼا د شغلو کور دی که نه
د محبت په رنگینه گلو سمسور دی که نه
« ساو» او « سالاو» باندې اوس هم ښکلا ووریږي که نه
ځوانان او پېغلې د « کاړو» په دود نڅیږي که نه
« کشمونډ» ته اوس هم کله کله څوک ورځي او که نه
« محمد شاه خان غازي» اوس هم څوک یادوي او که نه
محمد کریم اخند زاده د انګرېزانو دښمن
د دین څراغ او د وطن د دښمنانو دښمن
اوس هم د خلکو محفلونو کې یاديږي که نه
او په مزار یې اوس لا هم ډیوې بليږي که نه
شماله و وایه « بادپښ» کې لا بادونه شته دي
د غرو په تړو کې یې اوس هم تاړاکونه شته دي
« سنگر» اوس هم د غیرتي زلمو سنگر دی که نه
د« شیخ حسین » سپین لنگوټی ورته په سر دی که نه
د« ميا کريم » شينکۍ باغچه کې سره گلونه شته دي
« اسلام آباد» کې د پوهنې څراغونه شته دي؟
شماله ځار دې شم خبر مې د جانان راوړه
اصيل گلاب، تازه نرگس مې د لغمان راوړه
د شنې وږمې سین کې مې ولمبوه ښکلی مې که
شور د ځوانۍ، اور د مستۍ راکه غښتلی مې که
باور دې وشه له بې خونده ژونده ستړی یمه
پردي گلشن ته خونړي توفان راوړی يمه
د زړه دونيا مې له خندا او له سروره تشه
د غربت خونه مې د خپل وطن له نوره تشه
ژوندون به څه وي چې رڼا د معرفت نه لري
جوهر د عشق او ولوله د حرکت نه لري
ژوندون معنا ده، ډکېدل او تشېدل خو نه دي
د ارمانونو هديرو ته ژړېدل خو نه دي
ژوندون ناپايه حرکت دی، خوځېده دي ژوندون
د عشق پر لاره د جانان پر لوري تله دي ژوندون
لکه ډيوه خيرنو شپو کې بلېده دي ژوندون
د رڼايي د خدای په مينه سوځېده دي ژوندون
د پرديتوب په ښاريه کې اوسېدل څه معنا
څو بې دردانو ته له درده ژړېدل څه معنا
باور دې وشه چې د زړه کلي مې اور اخيستی
غرېو مې په ستوني کې راټول، چيغو مې زور اخيستی
زه لکه شمعه څاڅکی څاڅکی ويلې کېږم دلته
د خپل آرمان قبر ته ناست يمه، ژړېږم دلته
د آرزوگانو تکې شنې باغچې مې و سوزېدې
د تاندو هيلو ښايسته غوټۍ مې ورژېدې
شماله بېرته مې تازه که پسرلی مې که بيا
د خپل وطن د سپېرو دښتو سپېلنی مې که بيا
شماله بو مې ځه په غرو رغو مې و گرځوه
د شنه لغمان په جنتي درو مې و گرځوه
هره شیبه راته یادیږي زما ښکلی لغمان
د ننګ ټاټوبی د تلپاتې غیرت څلی لغمان
*****
شماله وايه د خوښۍ دوران به کله راشي
زما د مينې مرور جانان به کله راشي

هره ورځ وځي د يادونو جنازې له کلي
پر شاړو مېنو پخواني ياران به کله راشي

کله به بيا تالنده و ناڅي د ورېځو پر بام
د گردلو پر اوږو سپور باران به کله راشي

پر دې سپېرو دښتو به کله غاټول وغوړيږي
له عطرو ډک د غورېژو گلان به کله راشي

په نيستان کې به بنديز بيا له نغمو لرې شي
وران خرابات ته د سندرو خان به کله راشي

بيا به په شپولو کې شپانه شپېلۍ پر شونډو کېږدي
په نيمو شپو د اوښبنو کاروان به کله راشي

بيا به د زړه په جام کې څوک راته سکروټې توی کړي
خراب آباد ته مرور مستان به کله راشي

چې هره شپه يې د خوبونو په باغچه کې وينم
شماله وايه زما گل جانان به کله راشي …؟؟؟

۳۰-۴-۲۰۲۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.