لېونی او چنار

محمد صدیق کاوون

298
دا چې غیرت غيرت کوي، غيرت يې باد وړی دی
د لنگوټي، جگې شملې شوکت يې باد وړی دی
د زرو شـوق تـرېنـه جـذبـه د آزادۍ هـېره کړه
د سرښنـدنې افغاني هـويـت يـې باد وړی دی
چې يې د مور ټيکري ته چا کاږه کتلای نه شول
د خــور حـيا او د پــړوني پـت يـې باد وړی دی
په پنجابي تېلو ککړ شو، خدايه خير کړې ورته
د پـښتونـوالي انـساني سيـرت يې باد وړی دی
لېونی خوښ دی چې به کښېني د چنار سيوري ته
د سـرو نـنگونـو شمشادي قامت يې باد وړی دی
د آزادۍ د ولـولـو شــمــال پــرې نــه لــگـېـږي
د شنې وږمې د شنه وزر نگهت يې باد وړی دی
خـپلـه بـقـا د بـل غـلام پـه غـلامـۍ کـښې ويني
د پـلار غـرور او د بابا عزت يـې بـاد وړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.