غره ته ځیر شه

اوږۍ امانزۍ

798

غره ته ځیر شه وګوره چې له څومره  کلکو ډبرو څخه جوړ شوی له  پیاوړې  ارادې  یې  هر  چېرې بیلګې  ورکول  کېږي  لوی  رب  ورته  ځانګړې ښکلا  ورکړې  د ارزښت  په اړه یې  په  خپل  کتاب  کې ویلي  دي    چې: ” موږ غرونه ددې له  پاره خلق کړل  تر  څو  د میخونو  په  شکل په ځمکې  باندې  مستقر شي  او د  ځمکې  تعادل  وساتي”. زړه  راښکوونکي  هم دي  په هره سیمه کې چې وي  یوه  ځانګړې  منظره او فضا  رامنځته  کوي  په  بېلابېلو  رنګونو  کې  هم موندل  کېږي خو  اکثره  یې په تور  سپین او   مختلطو  رنګونو  کې دي. ځینو خو ورته د  نږدې ملګري  مرتبه هم ورکړې  مین د  خپلې  معشوقې په یاد  د  غره په  یوه برخه  کې شپېلۍ  غږوي  او په دې بڼه د  غره  هره  کاڼه د خپلې  پاکې مینې  او د  هغه د  زړه د خبرو  او   حال  شاهده  ګڼي  که چېرې په خپله  مینه  کې پاتې  راشي  نو  بیا په همدې  غره کې  د زړه کوکارې  هم  راوباسي.

شپون خو  تر بل  هر ځایه په غرونو  ډیر باوري دي  د  ځان او د خپلې رمې سکون  په همدې  ځای  کې ګوري ځکه  خو یې  تل په  لمنه کې ورته خپله رمه پیایي د ځینو  د ژوند  وروستۍ هیله  د  غره په  بېلابېلو  برخو  کې شنه  شویو  بوټو  کې نښتې ده  په ځانګړې  بڼه هغه ناروغان چې په طبي  درملو  یې  چاره نه کېږي  نو  نږدې کسان  یې  د ژوند  وروستۍ هیله  په غرنیو  بوټو کې لټوي.

هغه غرونه چې په  زړونو  کې  یې  قیمتي  ډبرې خښې دي  هغوی  لا ارزښتمن دي.  دنني او بهرني  مینه وال لري هر یو  یې د نړۍ له  هر ګوټ څخه د لاسته راوړلو   هڅه  کوي او د  خپل ژوند  ټولې سوکالۍ  همدیو  پورې  تړي  خو هغه  غرونو چې  په  خپل  زړه کې  اور ساتلی  وي نو  له هغوی  څخه  ټول ډارېږي تښتي   ترې  خوا ته یې نه ورځي  او  هر وګړی  ورته د کرکې په  سترګه ګوري  ځینو هېوادونو کې په هغه  سیمه کې چې داسې  غرونه  شتون ولري  په هغه سیمه کې  خلکو ته  د  استوګنې  اجازه نه ورکوي  حتی ژوي یې  هم څنګ ته نه  پرېږدي  چې  خدای  مکړه  داسې  غرونه د خپل زړه  بړاس  راوباسي  او انسانانو او حیواناتو ته یې زیان ورسېږي  ټولنه څه کړې چې داسې  غرونه  حتی  خپل  ځان ته هم ګټه نه شي  رسولای او  له خپلې  خولې  څخه  په وتلي  اور  کې سوځي ویلي  کېږي  او په  پایله کې په  یوې  هموارې او شاړې  ځمکې  اوړي.

په نړۍ  کې  د  انسانو  مثال  هم همداسې  دی څوک  چې  لوړ  افکار لري  هغوی له  ځان نه  ډېرې وړتیاوې  خپلو هېوادوالو او نړیوالو ته  ښایي  له خبرو  او  لاسته راوړنو یې  هر څوک ګټه اخلي په  پای  کې په نړیواله کچه  یو نامتو  شخصیت  ترې جوړېږي  چې  له مرګه وروسته  یې  هم  خلک مړ نه  حسابوي خو هغه خلک چې په سر کې یې د مغزو  پر ځای بوڅ وي  هغوی  تل  په خپل زړه کې  د  کرکې  تفرقې  تعصب او ورانۍ  اور  ځایوي  او هر کله چې یې له خولې  څخه  وباسي   بل  چاته  زیان نه شي رسولای  یوازې  ځان  ویلي کوي  او  له منځه وړي.

هو  هر څوک چې  په خپل زړه کې  اور  ته   ځای  ورکوي  یوه ورځ  به  پرې  خپل ځان  وسیځي  او په یوې  شاړې ځمکې به واوړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.