مینو

اوږۍ امانزۍ

825

زه درته څو کرښې لیکم ددی کرښو هر توری به تاته دا ډاډ درکوي چې زه په هر حالت کې درسره یم!
ګرانې! دا تل په یاد ولره چې ته یوه نانځکه نه یې چې د المارۍ په یو کونج کې کیښودل شې او له هر څه نه په امن کې ووسې ،هر څوک یې وغواړي هر چېرته یې کېږدي او هر څوک چې څرنګه غواړي همغسې یې ونڅوي .ته یوه انسانه یې.رښتنی ژوند لرې او ژوند د لوړو ژورو ټولګه ده خو دا لوړې ژورې یو هم تلپاتي نه دي ته هر حالت کې پیاوړې ووسه!صبر ولره! او د خدای په دې قول له زړه نه باور ولره چې ویلي یې دي
” له هرې سختۍ وروسته اساني شته” .
ای زما مینه ناکې مینو!
زه پوهېږم د ژوند ځیني ګردابونه ډیر سخت وي انسان زندۍ کوۍ ،ساه یې بندوي، د مرګ تر ور یې راولي خو وژني یې نه.
زه منم چې دا ډېر سخت حالت دی.انسان په دې وخت کې ډېر مایوسه او ناهیلې کیږي خو ته پیاوړې ووسه زما اتلې!ستا د مبارزې وخت همدا دی. همدا اوس دې خپله پیاوړتیا ثابته کړه! سخت حالات د انسان رښتینی ځواک راښیي.دا حالات انسان ډیر پیاوړی کوي ته هم ددې بدو حالاتو په زغمولو کې پیاوړې شه نه کمزورې.
ای لېونۍ!
که کله کله دې داسې فکر وکړ چې اقتصادي وضعیت دې ډېر خراب دی بیا د هغو کسانو په اړه فکر وکړه چی د یوې مړۍ وچې ډوډۍ لپاره په هر ډول سړه و توده هوا کې ورځې او شپې سبا کوي، یو لس ګون چې یې لاس کې وي لکه چې ټوله نړۍ یې ترلاسه کړې وي .که درې وختونو کې یو وخت ډوډۍ وخوري سر یې د شکر له سجدې نه راپورته کېږي پوهېږې ولې؟ځکه دوی قناعت لري،صبر لري،او د الله ج رضا ته غاړه ږدي. ته هم همدا د پاچاهۍ خوی خپل کړه بریا به خامخا ستا وي.
مینوګۍ مې
انسان ډېر سرکشه مخلوق دی. بی ځایه غرور یې تر عرشه رسېږي خو چې وګورې بیا نه د سړو زور لري او نه د تودو زغم.
ته صبوره ووسه!هر څه تېرېږي.او هر څه بیرته ښه کېږي.ته د الله ج په لوی ازمویښت کې یې نو ډېر کوشش وکړه چې بریالۍ شې پکې. زه د یوې ملګرې په توګه تل ستا تر شاه ولاړه یم،لوېدلو ته دې نه پرېږدم ،رېږدېدلو لاسونو نه دې نیسم او له دې حالته دې راوباسم…
ستا ملګرې ستا اوږۍ

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.