که سپی مو وداړي، د میکروب مخنیوي لپاره څه باید وشي؟

573

که چیرې مو سپی وداړي، د میکروب مخنیوي لپاره څه باید وشي؟

 اکثره په کلیو او بانډو کې د سپي داړلو پیښې رامنځته کیږي، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، چې د تندې د لاسه سپیان آن چې لیوني کیږي او د لیوني سپي داړل یو شمېر ناروغۍ زیږوي او ډیر زر انفیکشن رامنځته کوي.

که داسې پیښه رامنځته شي سمدلاسه د انفیکشن او ناروغۍ خپریدو مخنیوی څرنګه وکړئ؟

لاندې نسخې وازمویئ!

زخم معاينه کړئ: له هر څه وړاندې لومړی زخم معاینه کړئ، ځکه چې که چیرې زخم کوچنی او معمولي وي نو درملنه یې په کور کې هم ممکنه ده، خو که چیرې د سپي غاښونو هډوکې ته زیان رسولی وي نو بیا اړینه ده چې د ډاکټر له لورې یې طبي معاینه وشي.

ټپ پریمنځئ: د سپي داړلو څخه وروسته ټپ په صابون سره پریمنځئ، په ځانګړي ډول هغه صابون چې د مکروب په ختمولو کې مرسته کوي، که څه هم صابون سره د پریمنځلو پر وخت سوز زیات وي خو په مرسته یې جراثیم له منځه ځي.

ټپ زور کړئ: په داسې وخت کې بیا ټپ زور کړئ او د هغه ځای نه روانه او اضافي وینه د ټوټې په واسطه پاکه کړئ، چې په دې سره به وینه ودریږي، که چیرې بیا هم وینه دوام لري نو سمدلاسه طبي معاینه ترسره کړئ.

اینټي بیټک مرهم ولګوئ: اینټي بیټيک مرهم په ټپ او شاوخوا یې ولګوئ، په دې کریم سره د ټپ انفیکشن د خپریدو مخنیوي کې مرسته کوي.

پټۍ یا پلستر ولګوئ: ددې هر څه سرته رسولو وروسته پر ټپ کلکه پټۍ ولکوئ، خو دومره کلکه هم نه چې درد پیدا کړي یا شاوخوا وینه جام کړي، همدا ډول وخت تر وخته پټۍ بدله کړئ، د لامبلو پر وخت ټپ له اوبو وساتۍ او ټپ ته پر کتلو تازه کریم ولکوئ او پټۍ وربدله کړئ.

د تیسانس انجکشن ولګوئ

ډاکټران د سپي داړلو نه وروسته ضرور د تیسانس انجیکشن لګولو مشوره ورکوي، ځکه چې په دې سره په بدن کې د جراثیم خپریدو مخه نیول کیږي.

پر ټپ نظر ساتئ:

د سپي داړولو نه وروسته هیڅکله غفلت مه کوئ، او هر وخت پر ټپ نظر ساتئ، که چیرې ټپ، انفیکشن (درد زیاتېدل، پړسوب کول، د زخم شاوخوا سوروالی رامنځته کېدل، تبه او یا زووې راوتل) پیدا کړي سمدلاسه طبي معاینه ترسره کړئ، ځکه چې د سپي داړلو ټپ اوږدېدو سره د سرطان ناروغۍ رامنځته کیدو امکانات زیاتیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.