افغانستان کې په سلګونه کسان وبا ته په ورته ناروغۍ اخته دي

585
۱۴۰۱ تیر ۲۵, شنبه

په افغانستان کې د کولرا یا وبا ته ورته ناروغۍ له خپریدو وروسته په سلګونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي. ویل کیږي چې تر دې دمه له ۲۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له څو اونیو راهیسې د افغانستان په یو شمېر جنوبي ولایتونو کې د شدید اسهال، کانګې او تبې له نښو سره يوه ساري ناروغي خپره شوې ده.

باختراژانس  د شنبې په ورځ د هلمند ولايت د روغتيايي مسوولينو له خولې ليکلي دي چې د دغه ولايت په سنګين ولسوالۍ کې ٢٢٠ تنه په وبا او د سختې نس ناستي په ناروغۍ اخته شوي دي چې له دې جملې څخه دوه تنه مړه شوي دي.

روغتيايي چارواکي د ناروغانو د درملنې لپاره د اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي.د هلمند ولايت د عامي روغتيا رئيس ډاکټر سيد احمد سعيد د دې ناروغۍ د خپرېدو پخلى وکړ او ويې ويل، چې دا ناروغي له سخت اسهال وروسته رامنځته کېږي، خو تر اوسه يې د کولرا په څېر سم تشخيص نه دى شوى.

نوموړی زیاتوي، چې دغه ناروغي لومړی په باغران ولسوالۍ کې خپره شوه او اوس د دغه ولایت سنګین، ګرشک، موسی کلا او نادعلي ولسوالیو کې هم خپره شوې ده.

تېره اونۍ د هلمند ځايي چارواکو په دغه ولايت کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې په باغران ولسوالۍ کې نږدې شل تنه مړه شوي او روغتيايي ټيمونه سيمې ته رسېدلي دي.

د طالبانو د ادارې د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر په اړه عمومي احصایې نه لري.

د دغه وزارت ویاند شرف زمان عمر وايي: «موږ د کولرا د مثبتو پېښو په اړه دقیق ارقام نه لرو.» خو هغه کسان چې شدید اسهال لري درملنه  یې شوې او ناروغي یې تر یوه حده کنټرول شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په دغه هېواد کې روغتیايي خدمات په بې ساري ډول کم شوي دي. له تیر کال راهیسې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له امله د اخته کسانو او مړینو دقیق ارقام نه دي خپاره شوي.

د کولرا دغه ساري ناروغي دایکندي ولایت ته هم رسېدلې ده. ځینو سیمه ییزو رسنیو د دایکندي ولایت د سیمه ییزو طالب چارواکو له قوله لیکلي، چې دغه ناروغي د دایکندي په ناوې میش ولسوالۍ کې هم خپره شوې ده.

ویل کېږي چې په دايکنډي کې د کولرا د شکمنو ناروغانو شمېر ۷۴۷ ته رسېدلی دی.

د دغو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ناروغي له لسو ورځو راهيسې په دايکنډي ولايت کې خپره شوې او له دې ډلې د سلو ناروغانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.

د طالبانو د ادارې د عامې روغتیا وزارت په دايکنډي ولايت کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو په اړه وايي: «له دې امله چې د هلمند ولايت د باغران ولسوالۍ ٣٠ سلنه برخه په دايکنډي پورې اړه لري، دا ناروغي خپره شوې او د ناروغانو درملنه دوام لري.»

دا وزارت په دایکندي ولایت کې د ناروغانو د شمیر په اړه کره شمیرې نه لري.

تر هلمند او دايکنډي ولايتونو مخکې دغه ناروغي په زابل ولايت کې خپره شوې وه او لسګونه کسان پرې اخته شوي وو.

د روغتیايي چارواکو په وینا په ناروغانو کې زیاتره ماشومان دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو عکسونه ښیې چې ناروغان په لاسونو کې تړلي سیروم له روغتیايي مرکزونو بهر په خلاص ځای کې بستري شوي دي.

ځکه دا مرکزونه اوس د زیاتو ناروغانو د منلو ظرفیت نه لري.

خو د عامې روغتیا وزارت وايي، په هغو سیمو کې چې دغه ناروغي خپره شوې، له مرکز څخه ۱۲ ساعته واټن لري او هلته اساسي روغتیايي اسانتیاوې نشته. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د هلمند او دایکندي ولایتونو له مرکزونو څخه دغو سیمو ته روغتیايي ټیمونه استول شوي دي.

وچکالي، د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی، د چاپېریال د حفظ الصحې نه مراعات او بې وزلي د دې ناروغۍ د اخته کېدو اصلي لاملونه دي.

که څه هم د کولرا درملنه شتون لري، خو  روغتیایي امکاناتو نه درلودلو  امله د خلکو تلفاتو نیوکې ډیرې کړي .

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.