د ډېری تدواي کېدونکو ناروغو افغان ماشومانو پر مړینه اندېښنه وښودل شوه

139

د ماشومان د ژغورنې نړیوال سازمان یا “سېف د چلډرن” اندېښنه ښودلې چې ډېری افغان ماشومان د هغو ناروغیو له امله مري چې درملنه یې شونې وي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان یا “سېف د چلډرن” په خپل تازه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپور کړی اندېښنه ښودلې چې روان ۲۰۲۴م کال له پیله تر اوسه له زرو زیات افغان ماشومان د هغو ناروغیو له امله مړه شوي چې درملنه یې اسانه یا شونې وه.

دغه سازمان ویلي چې په دې کې اتیا سلنو یې تنفسي ناروغۍ درلودې.

په افغانستان کې د دغه سازمان مشر ارشد ملک ویلي چې دوی روان کال تر دې دمه د تنفسي انتاناتو او شري ناروغۍ له زیاتېدو وروسته د ۹۲ ټنو حیاتي درملو یوه الوتکه افغانستان ته رسېدلې چې د ۶۷۵۰۰۰ کسانو په ګډون د هغو ماشومانو چې ژوند ته ګواښونکي، خو د مخنیوي وړ ناروغۍ لري، درملنه وکړي.

ملک وايي: په افغانستان کې ډېر ماشومان د هغو ناروغیو له امله مري چې په اسانۍ سره یې مخنیوی کېږي.

ملک وویل: “په افغانستان کې ډېر ماشومان د هغو ناروغیو له امله مري چې په اسانۍ سره یې مخنیوی کېږي. د دغو درملو په رارسېدو سره به د افغانستان په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې له څلور لکه ډېر ماشومان د ژوند ژغورونکې درمل ترلاسه کړي. موږ د مختلفو نړیوالو بسپنه ورکوونکو څخه مننه کوو چې دا لېږد یې ممکنه کړی، مګر د افغانستان لپاره ډېرو مرستو ته اړتیا ده ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د هېواد په ځینو ډېرو محرومو او بې برخې سیمو کې ماشومان یو روغ راتلونکی ولري.”

د “سېف د چلډرن” سازمان په وینا، اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۱۸ میلیونه افغانان چې د دې هېواد نفوس د څلوېښت سلنه جوړوي روغتیایي پاملرنې ته محدود لاسرسی لري.

په همدې حال کې د یو شمېر هغه کسان چې روغتیايي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي له امله یې د کورنۍ ځینې ماشومان مړه شوي د روغتیایي سکټور د پیاوړي کېدو غوښتنه کوي.

د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکې کریمې چې مخکې یو کوچنی نوی زېږدلی زوی یې د قابلې د نه موجودیت او روغتون ته د نه لاسرسي له امله مړ شوی او اوس له خپلې ۱۱ میاشتنۍ لور الهامیې سره د کندهار په یوه روغتون کې بستري ده، وایي چې له نږدې یوې اوونۍ راهیسې یې لور ناروغه وه چې دوه شپې کېږي روغتون ته یې راوړې ده.

هغه وايي: “دا پنځه شپې ناروغه وه، نن مې دوهمه ده چې دلته (روغتون) ته مې راوستې ده، نس‌ناستی لري، کولمې یې درد کوي ډېر بد حالت کې ده.”

په کابل کې د صحت طفل اندراګاندي روغتون د ماشومانو څانګه. یوه مور خپل ناروغ زوی ته خواړه ورکوي. ارشیف
په کابل کې د صحت طفل اندراګاندي روغتون د ماشومانو څانګه. یوه مور خپل ناروغ زوی ته خواړه ورکوي. ارشیف

په کابل کې د صحت طفل اندارګاندي روغتون د داخلې څانګې مسوول ډاکتر عارف حسنزي ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې په هرو۲۴ ساعتونو کې تر ۱۴۰۰ مراجعین ورځي چې د بېلابېلو برخو څانګو کې په مختلف ناروغان وي.

حسنزی د دغو کوچنیو ماشومانو د وافیاتو په اړه وویل: “موږ په روغتون کې وافیات (مړینې) لرو؛ مثلاً په یوه شپه کې له درېیو تر څلو ماشومان مړه کېږي، دا ماشومان په بېلابېلو برخو کې موږ ته راځي، حتا په دې ورځو کې له مختلفو ولایتونو نه په ورځ کې له ۱۲ سوو تر ۱۴ سوو کسان خپل ماشومان راولي چې ځینې یې عاجل وي ځینې بستري کېږي ځینې یې بېرته رخصتېږي.”

ازادي راډیو هڅه وکړه چې روغتیایي تدابیرو او روغتیایي اسانتیاوو ته د خلکو د لاسرسي زمینې برابرو په برخه کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د ویاند شرافت زمان نظر ولري، خو نوموړي په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

دا اندېښنې داس مهال مطرح کېږي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د اکثرو افغانانو اقتصادي ستونزې زیاتې او له دغه هېواد سره د تېر په پرتله د نړیوالو مرستې محدودې کړل شوې دي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.