د ترکیې هوایي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیلوي

64

د ترکیې هوايي شرکت «ترکش ایرلاینز» اعلان کړی چې د روان کال د مې میاشتې په ۲۱ نېټه به افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

د ترکیې اناتولیا خبري اژانس نن سې‌شنبې د ثور ۱۱ مه افغانستان ته د الوتنو د بیا پیلېدو اعلان کړی دی.

د راپورونو له مخې، ترکش ایرلاین به په اوونۍ کې څلور الوتنې د یکشنبې، سه شنبې، چهارشنبې او جمعې په ورځو کې د کابل او استانبول ترمنځ او برعکس ترسره کوي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر ترکي هوايي شرکتونو هم خپل فعالیتونه ځنډولي وو.

تر دې وړاندې د اماراتو، ایران او پاکستان د «ایر عربیه» او «فلای دوبۍ» په ګډون یو شمېر بهرنیو هوايي شرکتونو افغانستان ته د خپلو فعالیتونو د پیل اعلان کړی و.

د ترکیې هوايي شرکت په ۱۹۳۳ کې د کمال مصطفی اتاترک په امر او د دغه هېواد د دفاع وزارت د یوې څانګې په توګه تاسیس شو چې د نړۍ له ۲۰۰ څخه زیاتو نړیوالو هوايي ډګرونو ته الوتنې کوي.

په ورته وخت کې کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکتونه له کابل څخه دوبۍ، مسکو، اسلام اباد او استانبول ته الوتنې لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.