یو شمېر افغانانو په جلا وطنۍ کې د «جمهوري غوښتونکي» په نوم حرکت پیلېدو خبر ورکړ

679

یو شمېر افغانانو په جلا وطنۍ کې د «جمهوري غوښتونکي» په نوم حرکت پیلېدو خبر ورکړ.

دغه غورځنګ چې مشري یې د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل کوي تیره ورځ یې د موجودیت اعلان وکړ.

ښاغلي میاخېل نن دوشنبه جولای ۲۵ (زمري درېیمه) پخپل پیغام کې ویلي چې یاد حرکت په بهر او افغانستان کې له یو شمېر افغانانو سره اړیکې نیولي دي.

هغه زیاته کړې: “د دغه ملي حرکت اهداف ډیر مشخص دي، په افغانستان کې ولسواکي غواړي. افغانستان باید اساسي قانون ولري چې د ټولو اتباعو سیاسي او مدني حقوق پکې خوندي وي.”

شاه محمود میاخيل د یاد حرکت په مرام نامه کې همدارنګه ویلي چې دې سره به افغانستان کې د اساسي قانون له احکامو سره سم د یوه جمهوري ولسواک دولت ټاکلو ته لار هواره شي، ملي بیرغ او ټول ملي ارزښتونه به بېرته احیا شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهوري نظام د ۲۰۲۱ کالد  اګست میاشتې پر ۱۵مه سقوط شو او ځای یې د ط. . /البانو  ونیوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.