نه هرڅه سم دي او نه هم جګړه د سمون لاره ده

عبدالوحيد وحيد

682

د جګړو له امله افغانانو ته په ملي کچه د مشرتابه نشتوالى، په سياسي اقتصادي علمي او ټولنیزو برخو له سيالانو څخه وروسته پاتې هيواد، محروم او محتاج ولس او د ډيرى ځوانانو افراطي ذهنيت سمبالول پرتې ننګونې دي. همدغه لامل وو چې د تېر حکومت په وړاندې  د وسلوالې مبارزې مخالف وم.  د اوسني حکومت په خلاف وسلوال پاڅون د ځينو جنګي ډلو په اصطلاح اخري غوراوى نه ګڼم.

زما په اند د حکومت لخوا د معلوماتي تيکنالوژي له دومره پرمختګونو سره  د حکومتي نيمګړتياو په تړاو په سوله ييزو لارو د سياسي مخالفت نه منل، نه يوازې معقول او  ممکن نه دى، بلكې وسلوال مخالفت ته لاره پرانیزي، خو بيا هم که احياناً حکومت د سياسي مخالفت د نه منلو تګلارو ته دوام داسې ډېرې لارې شتون لري چې  د سالم انتقاد او سياسي مخالفت په برخه کې د مبارزې لپاره اغيزمنې ثابتېداى شي.

تجربو ثابته کړه چې موږ د وسلې په زور حکومتونو نړولاى شو خو د داسې نظام په جوړولو کې له مودو راهیسې ناکام يو چې خپل ولس غوښتنو ته ځواب ووايي او دغه ملت د يوې ګولې ډوډئ لپاره د سوال له ذلت څخه وژغوري  او په هسکه غاړه له نړيوالو سره د  اوسيدو وړتیا ولرى. بله دا چې په کورنیو جګړو کې ښکېلو ټولو ډلو ته د هغوى د ناوړه کړنو له امله په ملت کې د نفرت په سترګه کتل کیږي.

راځئ د هوا ګزول پريږدو. لوړې ته پورته شو څار وکړو او وګورو چې دنيا چيرته ورسيده او موږ په څه کې سره نښتي يو.  څنګه به وکولاى شو چې ارګ ته د توپک په زور د ننوتلو دود ختم کړو. حکومتي واک غنيمت نه، بلکې د ملت سپارل شوى امانت وګڼو، څنګه وکولاى شو چې ملت په حکومتولي کې شريک کړو. د ستونځو په کمولو کې ورسره مرسته وکړو او په خورا ترينګلي وضعیت کې هم له سوله ييزو ډولونو څخه په کار اخیستو د سمون او بدلون لپاره بريالى مبارزه پرمخ يوسو.

په اوس مهال کې د وسلوال مخالفت پلوي افغانان باید پوه شي چې هغوى هم د امریکا د نظامي او استخباراتي ځواک  په مرسته له طالبانو څخه حکومت د توپک په زور نيولى وو. طالب چارواکي يې له کورونو څخه  را ايستلي او امریکا ته يې سپارلي وو. هغه هم وحشت او ناروا عمل وو او که نن  هغوى د طالب چارواکو د انتقام ښکار ګرزي  نو دا هم په هيڅ شکل د منلو وړ کړنه نه ده.

شک نشته چې اسلامي امارت د  يو ستر عيني واقعيت په توګه په افغانستان باندې تسلط لري. په کليوالي سیمو کې يې يو زيات شمېر افغانان تر شا ولاړ دي. ديني علما د ټولنې د عقيدوي اړخ د معالجينو په توګه منل شوى قشر او له ولسي اغيزمنتوب څخه يې انکار ساده توب دى، خو د حکومتي جوړښت او د تګلارو په برخه کې له خورا سترو نيمګړتياو سره يې د اصلاح لپاره مخالفت څرګندول د هر افغان مسئوليت دى.

البته د ښارونو په شمول په ځينو نورو سيمو کې چيرته چې ټولنيز دودونه توپیر لري او يا هم ډيرى خلک په معاصرو علومو سمبال دي  ستونځه شتون ولري. له ښاري دود سره د چارواکو نابلدتيا او له ښار ميشتو سره د هغوى په چلن کې سختي په هيڅ ډول د منلو نه ده. په زور کلي نه کيږي. البته پوښتنه داده چې ايا د نفسياتي مسایلو او دوديزو اختلافاتو له امله له  چارواکو سره د دښمن په څېر چلن به په کوم قانون کې  د توجیه وړ وګرزوو؟ چارواکي او ولس دواړه يو د بل لازم او ملزوم اړخونه جوړوي او د يو بل په وړاندې خپل خپل مکلفیتونه او مسئوليتونه لري.

دا به هم له واقعيت څخه د سترګو پټول وي چې ووایو دلته هر څه سم دي. ولس سخت خوشحاله دى. د حکومتولي اړين شاخصونه پوره دي، چارواکي په ژمنو ولاړ او د ولس باور يې ترلاسه کړى دى. ستونځه شتون نه لري او که وي، نو جدي نه ده. يا هم سياسي مخالفت ته د امریکا د دوو لسیزو د شتون له امله په ټولنه کې د هغوى د نفوذ رنګ ورکړل شي او دا چې ټوله نړئ له اسلامي امارت سره د دښمني پربنسټ چلن کوي.

حقائق دادي چې ولس د جنګي اړخونو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو بريا او د سولې تړون غوښته، نړيوالو د دغه شان تړون په پايله کې له افغانستان سره په ټولو برخو کې سترو مرستو ته ژمنتيا او تيارى ښودلى وو. په تېرو دوو لسیزو له بيا رغونې څخه پاتې او جنګونو ځپلي سيمو ته د مهمو رغنيزو پروژو او د خلکو د ژوند کچې د لوړيدو ښه فرصتونه له لاسه ووتل. افغانستان په انزوا کې قرار لري. نه يوازې نوې پروژې بيل نشوې بلکې په زړو پروژو باندې هم کار ولاړ دى او داسې نورې سلګونه نيمګړتياوې شتون لري.

د توپک په زور د هيواد د نيولو د واک د شديد انحصار د بنسټونو د نړولو، د مشروعیت نه ترلاسه کولو د انجونو د ښونځيو بندولو او داسې نورو يو اړخيزه کړنو تمه يې نه درلوده. څرګنده خبره ده چې دا هر څه په نشت حسابول او هيرول ساده کړنه نه ده.

د سولې د پروسې د ناکامي ټوله پړه به يوازې په اسلامي امارت باندي  اچول به  ناانصافي وي. پخوانى ولسمشر مرستيالان او واکمن ټيم يي هم د سولې په وړاندې خنډونه جوړول او دغه پروسه يې د خپل واک په موخه په سيستماتيکه توګه ځنډوله. هغوى بايد د خپلو جنګي وړتیاوو نيمګړتياو په تړاو دقيقه محاسبه درلوداى او سوله يې په لومړيتوبونو کې ګڼلې واى خو داسې يې ونکړل. نظام يې ونړاوه ،ونړيده او يا هم د نړېدونکي پاڼ په سر پريښودل شو او هغوى وتښتېدل.

د اسلامي امارت مشران باید په خپلو کورنيو او بهرنيو تګلارو کې د سترو نيمګړتياو له امله ورځ تر بلې زياتيدونکى اقتصادي کړکېچ جدي ونيسي او په اوسني نسبي ټکني امنیتي وضعیت باندې خطا نشي. پنځه شپږ کاله د کرزي په حکومت کې هم مطلقاً سوله وه. حاکمې ډلې او امریکا د امنيت ستونځه جدي نه ګڼله او نتيجه يې زموږ په مخکې پرته ده. د اړينو توکو بيې لوړېږي. له بهرنیو ډالري مرستو سره سره افغانئ ارزښت له لاسه ورکوي، بانکونه لاهم نورمال حالت ته نه دي را ګرزېدلي. فقر هيولايي شکل غوره کړى دى، بيکاري ولس له ستوني پورې رسولى دى. ناشونې نه ده چې پورتنۍ ستونځې د توپان د رامنځته کيدو لامل شي.

په کور د ننه هم خورا جدي ستونځې شتون لري.  داسې ښکاري چې چارواکي په ټوليزه توګه د پاليسي په ډول ستونځو ته د غوڅ حل د لټون پرځاى مسائل شاته اچوي. له مبهمو الفاظو، بانو او له ژمنو کولو څخه کار اخلي. ملت يې په دغه ډول چلن خواشينى کړى دى. واضحه تګلاره نه لري. اوسني مشران به په داسې فکر کولو سهوه کوي چې د افغانستان خلک به د وخت په تېرېدو او د هغوى لخوا د ښونځيو د پرانستلو په تړاو د هوايي ژمنو په کولو د انجونو د ښونځيو د پرانستلو داعيه هيره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.