قطر د افغانستان د ښوونځیو ودانیو جوړولو کې مرسته کوي

685

د پوهنې وزارت وايي، قطر له افغانستان سره په تعلیمي ډګر کې د هرډول همکارۍ چمتووالی ښودلی او پلان لري چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي. د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د قطر مرستیال سفیر سعدالعدا، د سفارت درېیم سکرتر سباح الکوري او د مرستیال سفیر منشي شیبان الهاجري د پوهنې وزارت له سرپرست مولوي نورالله منیر سره وکتل. په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده کتنه کې مولوي منیر وویل، قطر تل له افغانستان سره نږدې اړیکې پاللي او په ستونزمنو حالاتو کې يې افغانستان دوست هېواد پاتې شوی دی. سرچینې د هغه له قوله زیاته کړې چې سرپرست حکومت له ټولې نړۍ په تېره بیا اسلامي هېوادونو سره د متقابل احترام او دوه اړخیزو همکاریو د اصل پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې ساتل او پالل غواړي. سرچینې لیکلي قطر پلان لري چې په افغانستان کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو په برخه کې له پوهنې وزارت سره مرسته وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.