کاريتاس: په افغانستان کې وضعیت هيڅکله دومره خراب نه وو

870
9 ساعتونه مخکې

د مرستندويه ټولنو په حواله له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو يو کال وروسته هلته بشري وضعيت د بل هر وخت په پرتله ډېر خراب دی. زياته شوې چې ماشومان، ناروغان، زاړه او ميندوارې ډېر کړيږي.

په افغانستان کې د کاريتاس انترنيشنل مرستندويه ټولنې د استازي شتیفان ريکر د ارزونې پر اساس په دغه هېواد کې بشري وضعيت د بل هر وخت په پرتله ډېر خراب دی. ریکر د سه شنبې په ورځ د «کی ان اې» کاتولیکي خبري آژانس ته وويل: «زه له تېرو ديرشو کلونو راهيسې دا دنده پر مخ وړم او افغانستان له ډېرې مودې راهېسې پيژنم. خو دومره فقر چې نن دی، هیڅکله مې نه وو ليدلی.»

نوموړي زياته کړې چې اقتصاد او بانکي سیسټم د نړيوالو بندیزونو له کبله سقوط کړی دی او نړيوالې ټولنې ځان يوازې تر بيړنيو مرستو محدود کړی دی چې هغه هيڅ بسنه نه کوي.

د هغه په خبره پر دې سربیره د اقليم بدلون او وچکالۍ هم دغه هېواد ځپلی دی. په کابل کې د کاريتاس د دفتر د دغه مشر په خبره ډېر زيات انسانان هیڅ عايد نه لري او همدا شان ډېر لږ خواړه رانيولی شي.

ریکر وويل: «ماشومان، زاړه، ناروغان او ميندوارې ډېرې زياتې اغیزمنې دي.»

 

Afghanistan | Stefan Recker Leiter des Caritas-Büro in Kabul
په کابل کې د کاريتاس مرستندويه ټولنې د دفتر مشر شتيفن ريکرانځور: Hamdard/Welthungerhilfe

د نوموړي په خبره طالبان د کاريتاس انترنيشنل د کاتوليکي سازمان په څېر ټولنو د کار په لار کې ډېر خنډونه جوړوي. نوموړي زياته کړې: «د ناوړه بانکي سیسټم له کبله  نغدې پېسې په ډېر مشکل سره هېواد ته رسېږي. او کله چې ورسيږي، بيا طالبان چې يو څه همکارۍ مايل دي، غواړي چې د بانکي معاملاتو کنترول په خپل لاس کې واخلي.» د هغه په خبره ځيني نور بيا هيڅ نړيوالې مرستې نه غواړي او هر چا ته د لوېديځ د جاسوسانو او عيسوي مبلغينو په سترګه ګوري.

د بشري حقونو وضعيت

د بشري حقونو د وضعيت په اړه ريکر وايي چې فعالان او فعالانې د ښځو د حقونو پلويانې باید «په رښتيا ويره ولري.» هغه زیاته کړه چې ښکيلاک او فشار په ښارونو او لیرې پرتو سيمو کې له تهديد څخه نيولی بيا تر تښتونو او اعدامونو غځيدلی دی.

ريکر زياته کړې چې عاملين پر دې حساب کولی شي چې جزا به نه ويني. بل لوري ته طالبان داسې کومه قانون پلي کوونکې اداره هم نه ده چې هر څه وڅاري.

نوموړي زياته کړې: «هغوی [طالبانو] يو کال تر مخه واک له دې کبله ترلاسه کړی نه دی چي قوي ول بلکې له دې کبله چې [پخوانی] حکومت ډېر ضعيف وو. [د طالبانو] شمير یې هم نسبتاً لږ دی، روزل شوي نه دي او تر سقوط وروسته [ملي] پوليسو په ډله ایزه توګه دندې پريښودې.» د نوموړي په خبره له دې کبله په هېواد کې جرمونه هم ډېرشوي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.