د افغان ولس غږ: نه جنگ‌ غواړو او نه د ټوپک ترسیوري لاندې سوله

لیکوال : د – ق – ن

575

د افغان ولس غږ: نه جنگ‌ غواړو او نه د «ټوپک ترسیوري لاندې سوله»

پوره اووه څلویښت کاله کېږي چې د افغانستان خاوره د پردیو په لمسون او د بهرنیو هیوادونو د سیاسي- اقتصادي او نظامي گټو د تحفظ لپاره، د اور په لمبو کې سوځي؛ پرلپسې خونړي جنګونو چې کله یې هم افغاني بڼه نه درلودلې، زموږ مادي او معنوي ارزښتونو ته خورا درانه زیانونه اړولي، د همدې جنگونو په نتیجه کې کابو تردریو میلیونه افغانان چې اکثریت یې ځوانان وو شهیدان شوي، په سلهاوو زره کسان معیوب او زموږ اقتصادي- اجتماعي او علمي بنسټونه په بشپړه توگه ویجاړ شوي دي.

اګر چې په تیرو شلو کلونو کې یوڅه ناڅه هڅه وشوه ترڅو افغانستان بیرته له اقصادي پلوه په ځان بسیا شي، خو له بده مرغه چې د ډیرو عواملو پر اساس لکه: د خارجي هیوادونو دو مخیزه سیاست، د افغاني سیاستوالو خپل منځي اختلافات او په اداري فساد کې د دوی ککړتیا، پرلپسې اوږده جنګونه او….دا هڅې له سترو ننګنونو سره مخامخ کړې او دا هڅې څومره چې تمه کېده کامیابۍ ته ونه رسیدې او شته فرصتونه وړیا له لاسه ووتل.

له کله نه چې طالب چارواکي یو وارې بیا ارگ ته ورسیدل، د روانو جنگونو لړۍ تریوه حده پورې ودریده، خو د جنګونو د بیا تودیدو ویره یو وارې بیا د خلکو عادي ژوند تر خپل سیوري لاندې راوستی او عام ولس لا هم په ډار او بې باورۍ سره خپلې شپې او ورځې سبا کوي، دا ځکه چې له یوې خوا نه طالب چارواکي(مشران) تر اوسه پر دې ندي راضي شوي چې خپلې شخصي ګټې او له تاوتریخوالي نه ډک سیاست یو خواته پریږدي او د خپل نفس له «اوښه» راښکته اوافغان ولس ته چې په شرعي او قانوني لحاظ د واک اصلي خاوندان شمیرل کېږي مراجعه وکړي؛ دوی حد اقل تراوسه دې ته رضایت ندی ښکاره کړی چې شته لاسته راوړنې «اقتدار»‌له بل چا سره تقسیم کړي، بلکې هڅه یې دا ده چې قدرت په خپل انحصار کې وساتي او د تل لپاره «ټول واکي» پاتې شي او حکومتي څوکۍ سره د مادي او معنوي اختیاراتو او امتیازاتو په دایمي توګه د دوی په ولکه کې وي.

تر اوسه چې پوره یو کال د طالب د دواکمنۍ تیریږي، لا هم د افغانستان برخلیک په ملي او بین المللي کچه نده روښانه شوی؛طالبان تر اوسه ندي توانیدلي چې په ملي کچه په حقیقي مانا( د یو منل شوي میکانیزم له طریقه) خپل مشروعیت تر لاسه او د افغان ولس لپاره د باور وړ نظام تاسیس کړي؛ د طالب چارواکي تصور او انګیرنه دا ده  چې دوی د «الله تعالی د نعمت» په بڼه نازل شوي او عام ولس باید د دوی واکمني او احکام بدون له چون وچرا نه ومني او د ځان په هکله د تصمیم نیولو حق نلري!!!!

همداشان په بین المللی کچه د دوی ټولې په اصطلاح «ډیپلوماتیکي هڅې!» تر دې دمه کومې پایلې نلرلې. متاسفانه چې په بین المللي چارو کې هم طالبان د «زور» له ادرسه غږیږي؛ دوی خپل دریځ(فکراوتصور)د نورو هیوادنو سره په تعامل کې محور او اساس ګڼي، کله نا کله دنیاوالو ته ګوت څنډنه کوي او پرنړیوالو دا فشار راوړي چې ټول باید  د دوی خبره ومني، اما د نړیوالو معیارونو منل بیا د دوی لپاره حتمي بڼه نلري!!.دا نانندرۍ او بې باورۍ اوس تر دې حده رسیدلې چې د ملګرو ملتونو د۷۷مې عمومي اسامبلۍ له نوملړ څخه د افغانستان نوم وایستل شو، د طالب چارواکو د سفرونه یو وارې بیا تعلیق  او له طالب چارواکو سره د دنیا تعامل ورځ تربلې په کمیدو دی؛ دوی خپلې کړې ژمنې چې د مختفلو هیوادونو سره یې کړې وې ترسره نکړې اوپرته له تفکيکه د ټولو هغو بین المللي اعلامیو، کنوانسیسنونو، بین المللی میثاقونو اوژمنو په مقابل کې ودریدل چې ترسیوري یې انساني حقوق مصون پاتې کېدای شي او د دنیا نورټول( اسلامي او غیر اسلامي) هیوادونه ورته ژمن دي.

برسیره پردې د نورشکمنو ډلو شتون په افغانستان کې او د دوی بیرته له سره فعالیدل، دا بله اندیښنه ده چې افغان ولس ترې کړیږي.

له بله پلوه، هاغه جگړه مارې آزمایل شوې ډلې اوټپلې چې د افغانستان د وارنولو او پرلپسې بحرانونو اصلي عاملین او فاعلین ګڼل کېږي، غواړي د خپلو گټو د ساتنې او بیرته قدرت ته د رسیدو په خاطر یو وارې بیا زموږ هیواد د تودو جنګونو په ډګر تبدیل کړي؛ دوی په پرلپسې توګه کوښښ کوي ترڅوعام وگړي په مختلفو بانو د جنگ دوام ته وهڅوي.

همداشان یو تعداد بهرني هیوادونه هم د خپلو گټو د خوندیتوب او د شومو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره هڅه کوي چې افغانستان یو وارې بیا د جنگ په ډگر واوړي، تر څو دوی وکولای شي هم دخپلو وسلو او نظامي تجهیزاتو بازارګرم وساتي او هم خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته ورسیږي.

پدې اساس، که چیرې دا وضعیت همداشان دوام ومومي او «برحاله چارواکي» د افغانستان د کشالې لپاره ژر تر ژره پر ملي او بین المللي معیارونو ولاړ یو منطقي د حل لاره پیدا نکړي او همداشان د عوام او جهان فریبۍ سیاست ته دوام ‌ورکړي، موږ به د نوي پراخو جنگونو او نورو ورته ناخوالو شاهدان وا وسو، چې کېدای شي ابعاد یې له پخوانیو جنگونو نه ډیرخطر ناکه وي.

دا پداسې حال کې ده چې افغان ‌ولس نه جنگ غواړي او نه هم د ټوپک او زورواکۍ تر سیوري لاندې سوله؛ د خلکو اساسي غوښتنه داده چې په اول سر کې طالب چارواکي د افغانستان د کشالې د حل لپاره یوه معقول، منطقي او د افغانستان د ملي ګټو سره سم داسې یو میکانیزم(کړنلاره) ایجاد کړي چې هم پکې بین المللي معیارنونه په نظر کې نیول شوي وي او هم افغاني دیني او ملي ارزښتونه.

همدا شان جنگي ډلې دې پر دې پوه شي، چې افغانان نور ترهیڅ عنوان لاندې جنګ نه غواړي او د جنګ د دوام لپاره نوره کومه توجیه او دلیل هم پاتې نده؛ دا چې د افغانستان حکومتي نظام ریاستي وي او که پارلماني، افغانستان فدرالي حکومت ولري او که مرکزي، دا بانې د جنګ د دوام لپاره دلیل نشي جوړیدای. په همدې خاطر دوی دې دا بانې او صحنه سازي ګانې پریږدي او راشي اساسي خبرو ته چې دا هیواد څنگه او په کوم ترتیب له دې بد بختیو وژغورو، ځکه که موږ هر موډل نظام ځان ته انتخاب کړو، ولې اتفاق او وحدت نظر ونلرو، هیواد به مو بې وزلی وي او نورو هیوادونو ته محتاجه اووسو، ډیر لږ وخت به ونیسي چې زموږ د خپلې خوښې نظام یو وارې بیا وپاشل شي.

 له دې نه علاوه، له گاوڼدي او نورهیوادونو نه مو خواست داده چې نور بس دی!!، په هرڅه چې تاسو عقیده لری، د خپلې عقیدې او انساني اخلاقي اصولو په اساس موږ پریږدئ خپل ژوندانه ته، که تاسو خپلې پروژې هر څومره په مهارت ډیزاین کړی، اوس دومره وخت نه نیسي چې ستاسو اصلي اهداف افشا نشي، موږ پر دې پوهیږو چې زموږ د ټولو بدبختیو اصلي عامیلن تاسو یاست. بنا یو وارې بیا خواست کوو چې موږ پریږدئ خپل روزگار ته. پدې اړه د ملل متحد سازمان چې تر اوسه پورې فقط او فقط د زبرځواکو نو سترګو ته کتلي، او هیڅ کله هم د افغانانو د خوندیتوپ لپاره کوم داسې د پام وړاقدام یې نده کړی، باید دا وارې پریکنده دریځ خپل او افغان ملت سره د پردیو له منګلو نه د خلاصیدو په لاره کې عملي مرسته وکړي، د ملل متحد اوسنی «منفعلانه دریځ»د افغانستان په هکله، د بشري ناورین د اوږدیدو او نوي جنگونو دشروع کېدو سبب ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.