په تخار ولایت کې د سکروو او ګچ کانونه موندل شوی

873

د تخار د کانونو او پټروليم رياست وايي چې دغه ولايت کې يې د ډبرو سکر او ګچ دوه ستر کانونه موندلي دي. موندل شوي کانونه د تخار په فرخار او کلفګان ولسواليو کې موقعيت لري چې د کانونو او پټروليم وزارت د انجنيرانو له لوري کشف شوي دي. د تخار د کانونو او پټروليم رييس مولوي عبدالناصر حقاني وايي چې د موندل شويو کانونو د ډبرو سکاره او کچ خورا لوړ کيفيت لري چې ډير ژر به يې د استخراج چارې پيل شي. نوموړي د موندل شويو کانونو د اټکلي ارزښت په اړه څه نه دي ويلي. تخار د کاني زېرمو له پلوه د هېواد بډای ولايت دی، خو ويل کيږي چې دغه ولايت کې د کانونو د منظم او اصولي استخراج لپاره د پام وړ کار نه دی شوی. د تخار د کانونو رياست چارواکي وايي چې تېر کال يې د کانونو د را سپړلو له درکه ۵.۷ ميليونه افغانۍ عوايد را ټول کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.