کوڼ

نعمان دوست

638
کوڼ
( د لنډو کیسو له آرشیفه)
چې څنگه مې ور بېرته کړ او د خونې په دېواله مې سترگې ونښتې؛ خوله مې پرې خلاصه کړه:
با با ! څه لټ د خداى يې؟ دومره خو ناتوانه هم نه يې. له سهاره په دې يوه دېواله نښتى يې. تر اوسه يې اخېړ تمام نه دى. د کوټې له دېواله دې د برلين دېوال جوړ کړى، بدبخته!
هغه يوازې د وره بېرته کولو په وخت کې سترگې راواړولې، له دېواله د هغه مخ ډېر په خټو لړل شوی و. بېرته يې مخ واړو، د گل مالې، له مخه يې په لاس خټۀ لرې کړه او بيا يې پر دېواله راکش کړه.
ما ور په گړزسره پورې کړ او په زوره مې وويل :
که تر مازيگره دې کار خلاص کړى نه و؛ بيا راته په وره قدم کې نږدې!
که څه هم د هغه گناه نه وه، د دېوالونو پخڅې کږې وږې او ناواره وې، هغه کې هم پخوانى زور نه و پاتې؛ سپين ږيرى شوى و؛ خو ماته هم د مزدورانو کمى نه و. هره ورځ به د وره مخ کې راته څو تنه د کار په تمه ولاړ وو.
او بل ما خپلې سپکې سپورې او هر څه اپلتې ځکه بې پروا ويلې چې هغه په کلي کې په کوڼا ماما مشهور و او د کوڼا ماما لقب هغه ته دومره شهرت ورکړى و چې اصلي نوم يې له خلکو هېر و.
کله کله به مې چې ډېر رد و بد، ورته وويل او بيا چې به مې د هغه په سپينه تار تار ږيره نظر ولگېد، وبه شرمېدم؛ ځکه زه د هغه مخ کې لوى شوى وم؛ خو بيا به مې له ځانه سره وويل:
هسې هم کوڼ دى نه یې اوري.
شپه مې پخواني کور کې تېره کړه او سهار وختي نوي کور ته لاړم. سيده د هماغې خونې په لور وخوځېدم. چې څنگه ورنږدې شوم نو هغه له کوټې راووت، په سره گلداره دسمال يې ملا شخه تړلې وه او په خټو ککړ سطل يې لاس کې و.
چې زه يې وليدم سطل يې کېښود، مخامخ خونې ته يې لاس ونيو، سر مې ور دننه کړ، ډېره ښه يې اخېړ کړې وه.
زړه مې و مننه ترې وکړم او پرونۍ بخښنه ترې وغواړم؛ خو دا کار راته د ځان سپکاوى ښکاره شو.
هغه، زما سترگې څارلې او چې کله يې په کې د غوسې نښې ونه ليدې؛ نو رنگ په کې وچلېد، د شونډو له منځه يې ژېړ غاښونه ښکاره شول او بيا يې د خټو سطل پورته کړ.
کوڼا، نن يو ساعت مخکې په کار پيل کړى و. زه هم تر ډېره وخته ورسره ولاړ وم او د هغه کار مې کاته، ښه په بېړه يې لاس خوځاوه.
د کوټې دېوال يې نيمايي خلاص کړ، گل ماله يې کېښوده، په خټو ککړ لاس يې جام له گړى ډک او په سر يې واړو.
غوښتل يې چې لږ ساه واخلي؛ خوچې په ما يې سترگې ولگېدې، چټک جگ شو او سطل يې بيا له خټو ډک کړ . زما سترگې لا هماغه شان په دېواله نښتې وې، چې شاته مې د رب شو او چې ځان ته مې وکتل نو جامې مې د خټو له خاپونو ډکې وې.
زر جگ شو او چې زما سپين کالي يې په خټو وليدل، په رپا شو. ما بيا سترگې پرې راووېستې په غضب ککړ شې، کوڼ خو خداى ( ج) کړې په دې سترگو دې څه بلا ولگېده؟ او بدبخته!
هغه هماغه شان رپېده .
ما وې: دا دى پوره نهه بجې دي. زه کور ته ځم. کالي بدلوم او ځان سره د غرمې ډوډۍ هم راوړم. که تر هغه وخته اخېړ خلاص نه و بيا گيله ونه کړې!
کورته راغلم، کالي مې بدل کړل، چاى مې وڅښه او چې کله د ساعت ستن په دوولسو درېدله نو دېگ بخار، کاسې او ډودۍ مې راواخيستل او روان شوم. موټر مې د کلا مخې ته ودراوه. شيان مې ترې راښکته کړل، د انگړ د منځ په سوپه کې مې په اوار گيلم کېښودل او بيا مخ په خونه غلى غلى روان شوم.
هغه هماغه شان په بېړه لگيا و، چې زما سيورى يې وليد مخ يې راواړو: ډېره خواري مې وکړه و الله که مې دمه کړې وي دا دوه لوېشتې ځاى پاتې دى نور ختم دى.
ما غږ ونه کړ. زړه مې نرم شو او بېرته ووتم. دسترخوان مې وغوړاوه، کاسه کې مې ډودۍ ماته کړه، هر څۀ مې برابر کړل، ور نارې مې کړې:
ماما راځه پرېږده يې ! کوڼا له کوټې غږ کړ : ښه ده بچى، کار هم تمام شو.
د ده غږ نه و ، سم توپان و . د شرم خولې مې پر بدن راماتې شوې. هغه راووت. له ملا يې دسمال خلاص کړ او باندې لښتي کې د مخ او لاسونو په وينځلو لگيا شو.
ما ته خپلې تېرې سپکې سپورې يوه يوه رايادېده، دواړو په يوه کاسه شروع وکړه، هغه وويل: بچى ! تا به جلا خوړلې وه . ما سره به مزه در نکړي، مزدور سړى يم.
خو زما سترگو د پورته کتلو وس بايللى و، ډودۍ مې په څه خوارۍ وخوړه، دسترخوان مې ټول کړ، د هغه پياله مې له شنه چايه ډکه کړه او زړه مې غټ کړ:
ماما! ما پرون څومره په زوره خبرې کولې، يوه دې هم وانه ورېده، نن دې اول غږ واورېد او بيا له کوټې راووتې؟
هغه ماته ځير ځير وکتلې، په ږيره يې لاس تېر کړ، موسکى شو او بيا يې سترگې اخوا دېخوا وگرځولې:
گله! زه کوڼ يم، بايد کوڼ وه اوسم، خو ستا پرونۍ خبره دروغ وه. زه خداى نه يم کوڼ کړى ما … غلى شو.
د زړه درزا مې نوره هم زياته شوه ، ماوې که په ځمکه ننوتم؛ خو کا ر شوى و.
ښه شېبه دواړه غلي وو، ما بيا فکر په ځاى کړ .
نو چاکوڼ کړې؟ هغه بيا څو ځلې له نظره تېر کړم،
چې نه مې پرېږدې نو غوږ شه:
کله چې له بدې ورځې ، ماته خپل کلي کې د ناستې ځاى پاتې نه شو؛ نو ستا سو کلي ته په کډه راغلم. ماته نور هېڅ پاتې نه ول؛ خو يواځينى شى، چې راسره و، زما غيرت و .
دې کلي کې مې ډېرې ترخې شپې تېرې کړې. په لومړيو وختونو کې چې به چا کار ته بوتللم چې سپکه خبره به مې ترې واورېده، نو کار به مې پر ځاى پرېښود او ترې روان به شوم ؛ خو تر څو ؟
ماشومانو ډوډۍ غوښته ، ونه شوه ، اخر مې ځان کوڼ کړ ، تر څو خلک راته بې غيرته ونه وايي ، اوس له هماغه وخته راهيسې راته خلک کوڼ وايي .
نعمان دوست
١٣٧٨ کابل

—————————————————————————————————–

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.