څنګه اغېزمنه وینا وکړو

مینه احمد

746

انسان خوښوي چې دی کومه خبره کوي نور يې واوري، پرې پوه شي او له وینا یا خبرو کولو وروسته هم ورسره اړیکه وساتي، د څه زده کولو هڅه ور نه وکړي، نورې خبرې يې واوري چې دا په حقیقت کې د وینا کوونکې لپاره ویاړ وي. که یو کس هر څومره د خبرو کولو میړنی وي، خو چې کله دریځ یا سټیج ته ودریږي او مخکې ناستو کسانو ته وګوري، نو خامخا يې پر تندي خوله لاره کوي او د څه شیبې لپاره پر میک خپل اغیز له لاسه ورکوي.

1. عامه وینا څه ته وايي؟
څو کسانو ته خپل پیغام رسولو ته خبرې یا عامه وینا وايي. که چېرې تاسې سره داسې یوه موضوع وي چې نوې، زړه پورې وي، تاسو پرې پوهیږۍ، سر مو پرې خلاص وي او د خلکو یو ډلې ته يې نه یوازې تشریح یا بیان کړئ، بلکې د خلکو پوښتنو ته ځوابونه هم ووایئ؛ نو تاسو خلکو ته خبرې کولی شئ.

2. خلکو ته خبرې کول په کوم ځایونو کې اړیني وي
تاسې چې په هره مسلکي برخه کې کار او ژوند کوئ، یو ډول نه یو ډول څو تنو د خبرو کولو له اړتیا سره مخ کیږئ. اړینه نه ده چې تاسې یو عامه ویناکوونکی اوسئ او همدا مو کار وي، بلکې که تاسې په هره برخه کې کار کوئ، لکه انجینري، اقتصاد، روغتیا او… په دې ټولو برخو کې تاسې اړتیا پيدا کوئ چې د خلکو یوې ډلې ته خبرې وکړې.
که بل څه نه وي ضرور اړ کیږئ چې په خپل کار ځای کې ان میاشت کې یو ځل د خپلو کارونو په اړه خپلو همکارانو سره خبرې وکړئ، که چېرې تاسو دا هنر ونه لرئ، نو نه شۍ کولی چې د خپل کار ګزارش یا راپور نورو همکارانو یا ادارې ته په سمه بڼه ورسوئ.

هغوی چې د ښې وینا یا خبرو کولو هنر لري، تر نورو ځکه ډېر بریالي وي چې خپلې وړې لاسته راوړنې هم خلکو ته ښې بیانولی شي او همدارنګه د ښو او منظمو خبرو کولو سره د نورو پام ځان ته راګرځولی شي.

د بیلګې په ډول، که تاسې یو ښوونکی اوسئ، نو که چېرې خلکو ته ښو خبرو کولو وړتیا ولرئ دا چاره تاسې یو ښه ښوونکی جوړولی شي. له ځينو به مو ډېر اوریدلي وي چې وايي: فلانې کس ډېر پوهیږي؛ خو نور نه شي پوهولی. ددې لامل همدا وي چې دا کس که څه هم په موضوعاتو ډېر پوهیږي خو د خبرو کولو هنر يې کم وي او نه شي کولی خپل هدف نورو ته ښه بیان کړي.

لنډه دا چې په هره برخه کې ستاسې اړتیا پیدا کیږي چې باید یو څو کسانو ته خبرې وکړې او خپل هدف یا هغه څه چې تاسو سره وي نورو ته په سم شکل ورسوئ.

4. خلکو ته په خبرو کولو کې باید کومو ټکو ته پام وشي؟
خلکو ته په خبرو کې تر ټولو اړینه ده، په کومه موضوع چې تاسې خبرې کوئ لومړی باید خپله پرې ځان ښه پوه کړئ، په ټولو برخو يې فکر وکړئ، شته پوښتنو ته په کې ځوابونه پیدا کړئ او کله مو چې پرې سر ښه خلاص شو، بیا يې نورو ته بیان کړئ. که چېرې تاسې پر کومه موضوع خبرې کوئ او خپله مو پرې سر نه وي خلاص او یا د یادې موضوع په اړه پوره معلومات ونه لرئ، دا چاره ستاسې وینا او شخصیت دواړه زیانمنوي او بیا مو څوک خبرو ته غوږ نه نیسي.

نو په هره موضوع چې د خبرو کولو پلان او تکل لرئ، لومړی يې ځان سره ښه تمرین کړئ، معلومات پرې راټول کړئ، کله چې پرې ښه ډاډه شوۍ، بیا يې له نورو سره شریکه کړئ، نو د بیانولو پر وخت به يې ستونزه ونه لرې او به ډېر ښه ډول به یې نورو ته ورورسوئ.

په کوم ځای او کوم چاته چې خبرې کوئ، ښه ده چې د هغه ځای او خلکو په اړه هم لږ ډېر معلومات ولرئ، دا معلومات هم درسره مرسته کوي چې خپل پيغام تر نورو په ښه شکل سره ورسوئ.

5. باډي لینګویج یا بدني حرکتونو ته مو پام وکړئ
کله چې تاسې د خلکو یوې ډلې ته خبرې کوئ، د خبرو کولو ترڅنګ په کې ستاسې د بدني حرکتونه هم ‌ډیر مهم رول لوبوي. ستاسې د سر حرکت، د لاسونو حرکت، ښورول او یا… نو پام مو وي چې د خبرو کولو پر مهال خپلو بدني حرکتونو ډېر پام وکړئ.

که چېرې یوه ډله خلکو ته، تاسې خبرې کوئ، خو بدني حرکات مو ملګرتیا نه کوي، ناست خلک درته ستړې کیږي او ورو ورو يې ستاسې خبرې زړه وهي، خو که چېرې ستاسې بدني حرکات ستاسې غږ سره ملګري وي، نو خلک ستاسې د خبرو اوریدو ته هڅيږي او خوند ترینه اخلي.

6. په لوړ غږ خبرې وکړئ
خلکو ته د پیغام په رسولو کې د غږ کنټرول او منظموالی هم ډېر رول لري، که تاسې یوې ډلې خلکو ته په دریځ خبرې کوئ، خو غږ مو ډېر ټیټ وي او شاته ناست کسان يې وانه وري، دا چاره ستاسي وینا بې خونده کوي.

همدارنګه که غږ یا اواز مو مړ وي یانې تازه نه وي هم خلک یا اوریدونکو ته مزه نه ورکوي؛ نو پکار ده چې تاسې په لوړ او تازه غږ سره خبرې وکړئ، چې اوریدونکي ځان سره وساتئ او پام يې ستاسې لور ته واړوي.

7. میک کې خبرې کول
که چېرې تاسې خلکو ته میک کې خبرې کوئ، نو مهمه ده چې د میک، سپیکر او خپل غږ ترمنځ تړون رامنځته کړئ. ځينې کسان چې د میک او غږ ترمنځ په تړاو رامنځ ته کولو نه پوهیږي خبرې او وینا يې ډېری وخت بې اغیزې وي. تاسې باید پوه شئ، که اړتیا وي سپیکر ته ایکو ورکړئ، خو که ایکو یا د سپیکر اواز اوریدونکي تنګول نو هم يې باید غم وخورئ چې ستاسې د خبرو کولو جریان خراب نه کړي.

8. سترګې په سترګې خبرې وکړئ
هغه کسان چې تاسې اوري یا يې درته غوږ نیولی، ښه ده چې د خبرو کولو په وخت کې هغوی ته وګورئ او خبرې وکړئ. دا چاره هغوی ته دا ډاډ ورکوي چې تاسې هغوی سره خبرې کوئ.

په اخیر دا یوه خبره تل یاده ساتئ! چې هیڅ کله پر ځان دومره ډاډه مه اوسئ چې پرته د تمرین او پوره معلوماتو درلودلو پر یوه موضوع خبرې وکړئ، خو که پر موضوع مو سر خلاص شوی وي، نو بیا د خبرو کولو پر مهال تر ټولو مهمه ده چې تاسې پر خپل ځان او خپلو خبرو باور ولرئ او پر هغې ډاډه اوسئ.

تل په یاد لرئ، هغوی چې تاسې اوري، هغوی هم ستاسې په شان دي او تاسې هم د هغوی په شان یۍ، که چېرې تاسې په خپل ځان د اعتمان کولو او نه کولو ترمنځ تړاو وساتئ، نو تاسې به یو ښه وینا وال اوسئ.

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.