د قفقاز ملګری

حفیظ الله تراب

250

لسيزې وشوې چې د هغه دا کيسه مې زړه کې ساتلې وه ـ دا ډېره ګرانه وه، چې څوک دې دومره اوږده موده داسې يو څه په زړه کې پټ وساتي، چې بايد پټ و نه ساتل شي ـ ما سره دا وېره وه، که يې وليکم، نو خلک به مې د باد بڼکه کړي ـ ټولو ته به لېونى ښکاره شم ـ څوک به مې د يويشتمې پېړۍ تر ټولو لوى ناپوه وګڼي او ځينو ته به هم ستر دروغجن ښکاره شم!!
په پاى کې مې پرېکړه وکړه، چې هر څه کېږي، دا کيسه به ليکم ـ له ځانه سره مې وويل، چې خلک خو څوک په يوه کې هم نه پرېږدي ـ دوى په پرېښتو پسې هم خبرې کوي ـ
ما په دې هم ځان ډاډه کړ، چې پنځوس کاله مخکې ډېرو هم دا نه منل چې ګنې انسان دې سپوږمۍ ته ختلى وي ـ د چا هم دا باور نه و، چې يو وخت به د ټيلفوني خبرو پر وخت انسانان يو بل ويني، خو اوس چې دا حقېقت د هر چا تر کوره رسېدلى دى، نو څوک ترې انکار نه شي کولاى ـ
ځکه نو اوس دا کيسه لوستونکو ته وړاندې کوم ـ پرېږده چې دوى هر څه وايي ـ زه د دې کيسې راوي يم ـ زه د دې مسووليت نه لرم، چې د خلکو هرې پوښتنې ته دې ځواب ووايم ، ځکه نړۍ کې داسې ډېر څه شته، چې موږ ته نه ښکاري، خو د دې دا مانا نه ده، چې ګواکې نشته ـ موږ ته خداى، پرېښتې، هوا، درد، خوشالي، مينه، کرکه، د انسانانو باطن او ډېر نور څه نه ښکاري، حال دا چې دا هر څه شته ـ

وېروونکې ليدنه
کرۍ ورځ سخت جنګ وشو ـموږ نه دومره خلک او نه داسې وسله لرله، چې روسانو ته دې پوره ماتې ورکړو ـ په لږو کسانو مو ښه جنګ وکړ ـ د لسګونو الوتکو بمبارد او د بيم دولس او بيم څلوېښت دستګاه ګانو مېزايلو پر موږ قيامت جوړ کړى و ـ د سپکو وسلو مرمۍ د باران په څېر ورېدې ـ نوره نو د مقاومت هېڅ متره په موږ کې نه وه ـ له پاخه سرکه مو غره ته د ختو لار ونيوله ـ ټول غره باندې د اور لمبې بلې وې ـ سختې ورځې يو له بله ورک کړو ـ د غره هوارې برخې ته چې ورسېدم، نو د ورانه پورتنۍ برخې مې سوى وکړ ـ چې ور ومې کتل، نو نيمايي پايڅه مې نه وه ـ له زنګانه مې سرې وينې روانې وې ـ نه پوهېدم، چې په مرمۍ او که د مېزايل په کومې ټوټې زخمي شوى يم؟! سره له دې مې همت له لاسه ور نه کړ ـ په خپلو ځوانو پښو مې دومره باور و، چې د غره بل اړخ ته ځان رسولى شم ـ له پښې مې وينې روانې ، خو منډه مې لا ګړندۍ وه ـ
د روسانو مېزايل هماغسې ورېدل ـ يو وخت ډېر ستړى شوم ـ تنده مې شېبه په شېبه ډېرېده ـ يو ځل کېناستم، خو دمې مې تندې ته هېڅ ګټه و نه کړه ـ پاڅېدم ،بيا په منډو شوم ـ يو وخت مې منډه په چټک تګ بدله شوه ـ تندې دومره خراب کړم، چې نورې مې ځان پسې پښې راکښلې ـ ښه و نور نو د غره بل اړخ ته نږدې شوى وم ـ نور پېچومي نه، د کوزېدو مزل و ـ يو ځل مې زړه و، چې د لرګو د بار غوندې د غره لمنې ته ځان وکولوم، خو څو دقېقې وروسته په دې پوى شوم، چې د غره د لمنې د يوې ونې سيوري ته پروت يم ـ سترګې مې پټې شوې ـ پوى نه وم، چې دغه حالت به مې لږ وخت او که ساعتونه دوام کړى وي؟! خو يو يو وخت چې مې د زنګانه د زخم درد حس کاوه، همدې وخت کې مې يوه چا د پښې غټه ګوته کرار کرار وښوروله !!!
دوام لري ـ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.