ټایګر_ لنډه کیسه

مروا ځلاند

298

د روهان سترګې ډکې دي، ورته کتلی نه شم، لکه زما په خاطر چې ناست وي، مخ یې ګونځې دی.
د ده په خپګان څوک ژر نه پوهیږي، چې مرور شي، لکه غټ سړی یوازې ناست وي.
زه مې د ماما له کوره راغلم، دی بالکون ته ختلی و، څنګ ته یې ورغلم، اوښکې یې په باړخوګانو روانې وې، ومې پوښت:
–زړګی مې ولې؟ چا څه درته ویلي؟
غږ یې نه کاوه، سینې ته مې رانیږدې کړ، سلګۍ یې شوې، بیا مې ترې وپوښتل:
— ابا څه درته ویلي؟
–نه
— نو ولې ژاړې؟
لکه په چا چې ګوزار وکړې، تيره کوکه یې له خولې راووته:
–ټایګر مړ شو.
خندا راغله، چې دی پوه نشي، ځان مې کابو کړ، ومې ویل:
— ولې مړ شو؟
— حلال یې کړ
— چا؟
–ابا
نه پوهېدم چې څنګه ډاډ ورکړم، په غیږه کې مې راټینګ کړ:
— خیر، له ابا پیسې درته اخلم، بل به واخلې
ده ژړل، له لاس مې ونیو، راکښته شوو.
روهان یو کولنګي چرګ درلود، ټایګر نوم یې ورباندې اېښی و، د خپل ځان له ډوډۍ به یې برخه ورته بېلوله، کله خو به یې ان دهلیز ته راننه ایست، خو د مور غوسې به روهان او ټایګر دواړه له دهلېزه وایستل. چې پلار جان به دندې ته لاړ، روهان به ټایګر کوڅې ته وایست، د همسایه د چرګ سره به یې جنګاوه.
څو ځله د ګاونډي میرمن په شکایت راغله، مور به مې بښنه ترې وغوښته. روهان به زما خواته راغی، بیا به یې مور ته زارۍ کولې چې پلار ته ونه وایي.
یوه ورځ ما او پلار په انګړ کې ګلان اوبه کول ټایګر د ګاونډي کره ورغلی و، ماشومې ته یې نوکارې لګولې وې، پلار یې ټایګر له دروازې راوغورځاوه، پلار ته مې یې وویل:
–نیږدې و چې د لور سترګې مې راوباسي.
پلار ته مې غوصه ورغله، په لاس کې نیولې بګنۍ یې په ټایګر پسې ور ګوزار کړ، ټایګر پورته شو او پر ځمکه ولوید، مور مې د پلار لاس ونیو، ما ټایګر پورته کړ، پښه یې وینې وه. پلار مې په خور پسې چیغې وهلې، چاړه یې غوښته خو مور مې بیرته راوګرځاوه.
روهان چې له مکتب نه راغی، د ټایګر پښه یې ور وتړله، د پلار غوصې ډار کړ و، څه یې نه ویل.
مازدیګر مې پلار ویل چې دا چرګ مو په بلا اړوي، حلال به یې کړو، خو د روهان ژړا بیرته پښېمانه کړ.
پرون چې زه د ماما کره تللې وم، ټایګر بیا غم کړی و، پلار هم بې له ځنډه چاړه پرې راتېره کړې وه.

د روهان سر ځړېدلی دی، موبایل مې ورکړ، ده هغه عکس پکې کاته چې له ټایګر سره یې اخیستی و، په ژړغوني غږ یې راته وویل:
— ټایګر به جنت ته ځي؟
ومې خندل:
–هو
دی لکه پلار ته چې په غوصه وي، په غریو کې یې وویل:
–ابا خو خونکار شو
— خو ته یې باید وبښې
ده لکه زما خبره چې نه وي اورېدلې، خپلې خبرې یې وغځولې:
–ټایګر مې په خوب لیده، د میلاد چرګ یې مات کړ.
ما یې خبرې ورپرې کړې:
–ته غم مه کړه، ابا پیسې درکوي، بل ټایګر به پیدا کړې.
دی لکه زما په خبره چې بې باوره وي، غلی شو، ناڅاپه یې وخندل:
— د همصنفي سره مې شته، ابا به یې راته واخلي؟
— ولې به یې نه درته اخلي، زه ورته وایم.
د ده څېره وغوړېده، زه ولاړه شوم، له المارۍ مې د یادښتونو کتابچه راوخیسته، ومې لیکل: جدایي سخته ده ان له یوه مرغه هم د زغملو وړ نه ده.
لاندې مې د یوه شاعر دا بیت ورسره ولیکه:

دروېشه خدا مسته! جدایۍ ته مې زړه کيږي
ویل یې ، جدایي خو په سکروټو ګډېده دي.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.