ګډې وډې

غني خان (رح)

167
(٣)
راشه راشه ساقي! راشه، درې درې ملا درې
په ما باندې بدې لګي، ستا پخې پخې خبرې
غټه پګه دې شه خاورې، عجيبه ته ځناور يې
ته د مينې بې خبره، ته د حسن نه منکر يې
دا محفل دى د رندانو، اخوا اخوا لرې لرې
د شرابو د څکو نه دي، ستا ترخې شونډې ببرې
ورشه دغلته خيرات دى، تا له يې ټول ايښي دي لرې
د ګنجۍ په شان خورې کا، په مرداره دې وزرې
ساقي سترګو کې موسکۍ شوه، بيا يې د خيال کېښوې وزرې
په تول مسته مسته راغله، سرې پاپۍ يې د کوترې
ستا اووه واړه جنته، د دې يو د ناز بڅرى
ستا څلوېښت زره کتابه، د دې دوه د ناز خبرې
ستا وعدې اوږدې د حورو، دلته سرې شونډې شکرې
تا له قرض ژوندون درکړم، دا راکوي پرې ملغلرې
ماشوم نه يم چې جنت پرېږدم، ستا د سور دوزخ د ويرې
جانانه ميخانه درکړم، واخله ستا کندې کپرې
ملا تا څکلې نه دي، نرۍ سرې شونډې کافرې
ستا په غېږ کې ناستې نه دي، د کالو ډکې کوترې
د جومات په چارچوبۍ کې، يادوې پردۍ تور سرې
ډک ګلزار کې ته ولاړ، په ډېران لکه د خر يې
وږې سترګې وږې خېټه، بد قسمته بد نصيبه
خايست او مينې ته شمکوره، او په زړه په روح غريبه!
راشه راشه لېوني له، جام اوچت کا مسلمان شه
د رندانو په مذهب شه، جنتي په دې جهان شه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.