د پاکستان غیرشفاف انتخابات او د سیاسی مشروعیت ننګونی/۲

لـیـکـنـه : امـیر ګران

170

د مقالی په لومړی برخه کی په پاکستان کی د 08 فبروری ، 2024 کال د پارلمانی انتخاباتو تقلب ، غیرشفافیت او د پوځ په دستور د انتخابات د کمیسیون لخوا لاس وهنو او د نوازشریف د مسلم لیګ د ګوند په ګټه د انتخاباتو نتایج بدلولو ته په لنډه توګه اشاره وشوه د مقالی په دغه برخه کی په انتخاباتو  کی د درغلیو، امنیتی پیچلی وضعیت ، اقتصادی ژور بحران ، د عدم اعتماد او له IMF یا د پیسو نړیوال صندوق څخه دزیات  قرض اخیستلو په ستونزمنو شراطو لږ تم کیږو.
د امنیت ساتلو او ټینګولو لپاره د پاکستان د ځمکنیو پوځونو لوی درستیز جنرال عاصم منیر د 9 قول اردو قوماندانانو او د ستر درستیز د قرارګاه GHQ له اوه لسو ( 17 ) افسرانو ( پرینسیپل سټاف افیسرز ) سره مخکی له انتخاباتو غونډه وکړه ، په غونډه کی په ټول پاکستان خصوصاً په بلوچستان او پښتونخوا کی دامنیت په ټینګولو او هم د انتخاباتو د اوږدی مودی په پایلو او د خپلو لاس پوڅو کاندیدانو په ګټه د نتایجو په بدلولو بحث او تبادل نظر وشو او هم موقت حکومت ته ئی د امنیت د تامینولو ډاډ ورکړ ، ولی د پوځی قطعاتو د شتون سره سره د بلوچستان په پشین ، ژوب ، قلعه سیف الله ، تربت او د پښتونخوا په دیره اسمعیل خان د درابن په سیمه کی د پولیسو په قرارگاه  مرګونی حملی وشوی چی په لس ګونو امنیتی ځواکونو ته ئی مرګ ژوبله واړوله ، همدا ډول د انتخاباتو يوه ورځ مخکی د بلوچستان لبریشن ارمی ( BLA ) او بلوچستان سرمچار لخوا په بولان دره ، مچ ، پنجګور کی مرګونی حملی شوی چی د پاکستان پوځی پرسونل او امنیتی قواوو ته ئی تلفات واړول ، د یادولو ده چی BLA او بلوچستان سرمچار دا څو لسیزی د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګیږی ، دا هم زیاته شی چی انتخابات د نظامی مفرزو او قطعاتو د ځای په ځای کیدو سره سره د ترس او ویری تر سیوری لاندی په داسی شرایطو کی پیل شول چی تیلی کمونیکیشن ، انترنیتی او ډیجیټل خدمتونه قطع کړی شوی ول ، په ځوانانو ، ښځېنه وو او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف په ګوند غیرقانونی بندیزونه ول ، اړینه ده چی دا حقیقت څرګند شی چی په پاکستان کی هیڅکله هم شفاف او ازاد انتخابات نه دی شوی ، هیچا دا فکر نه کاوه چی د زندانی عمران خان په مشرۍ به د تحریک انصاف ګوند وتوانیږی چی د ټولنیزی میډیا په مټ به د سختو محدودیتونو په موجودیت کی د عمومی انتخاباتو پایلی په حیرانوونکی توګه بدلی او خلک به د خپلو رایو په وسیله ټولنیز تړون له سره ولیکی ، د پاکستان ولس خصوصاً ځوانانو او ښځېنه وو د نوازشریف د ګوند په ګټه د لندن پلان او د پوځی استبلشمنټ انجنیرینگ سکیم scheme له ناکامۍ سر مخامخ کړ ، مغرور او فاشیست پوځ او استخباراتی شبکو ته ئی کلکه څپیړه پر مخ ورکړه خو د انتخاباتو پایلی د انتخاباتی کمیسیون لخوا د خپلو انتصابی یا selected کاندیدانو په ګټه بدلی شوی ، څرګنده نه ده چی ولس به څه عکس العمل وښـئی ، د نړۍ  ډله ایزو رسنیو mass media  لکه ایکانومیست ، CNN ، نیویارک ټایمز ، بلومبرگ ، د هند ، برتانیا او نورو هیوادو اطلاعاتی شبکـو راپورونه ورکړی چی انتخابات له تقلب او درغلیو ډک ول ، همدا رنګه د کامنویلت هیوادو نظارت کوونکی هیـأت observer delegation چی غړو هیوادو ته د انتخاباتو د کنټرول لپاره ځی ، پاکستان ته هم راغلی وو د دغه هیواد له مختلفو کـتـگوریو لکه ګوندونو ، مـیـډیا ، بیروکراتانو او مسـؤلو کسانو سره مصاحبی وکړی وروسته ئی د یوه مطبوعاتی کنفرانس له لاری وویل چی ( انتخابات ازاد او شفاف نه ول ، د PTI یا پاکستان تحریک انصاف په غړو او خواخوږو انټرنیټ بند او د دوی د انتخاباتی کمپاین د خوشی سمبول چی د کریکټ ډنډه یا BAT وو  هغه ئی ځنی واخیست ، خلک ئی په ډول ډول بهانو ډارول تر څو انتخابی حوزو ته ولاړ نه شی ) یاده دی وی چی د کامنویلټ هیوادو هـیـأت د جمهوری نظام او دموکراسۍ د بقا او ودی لپاره په ټولو هیوادو کی پریکټیس کوی ،د نواز شریف په مقابل کی د تحریک انصاف ګوند ډاکتره یاسمین راشد د شپی کامیابه اعلان شوه ولی په سبا ئی هغه ناکامه او نواز شریف په جعلی رایو کامیابه کړ همداسی ریحانه ډار او په سلګونو نور ، د راولپنډۍ کمشنر لیاقت علی چـټـهـه چی په انتخاباتی حوزو او صندوقونو ئی نظارت درلود مطبوعاتو او رسنیزو شبکو ته په یوه کنفرانس کی وویل چی انتخابات له درغلیو ډک  او غیرشفاف ول ، د عمران خان د ګوند 13 هغه کاندیدان چی ملی اسمبلۍ ته کامیاب ول ، د نواز شریف د ګوند کاندیدان ئی د 70 , 70 زرو  په جعلی رایو کامیابه کړل ، د تحریک انصاف د ګوند عمومی سکرتر او د عمران خان لخوا د صدراعظمۍ مقام ته کاندید عمر ایوب خان په مطبوعاتی کنفرانس کی وویل چی ( د پاکستان په تاریخ کی د 08 فبروری انتخاباتی درغلیو د مور یانی mother of rigging  حیثیت درلود . ) عمر ایوب د فیلډ مارشال ! ایوب خان لمسی او د پاکستان د پخوانی خارجه وزیر او ملی اسامبلۍ رئیس گــوهـر ایوب خان زوی ده ، ( د ایوب خان په هکله هم هندی او ځنی نوری رسنۍ لیکی چی نوموړی ، Self Field Marshall یانی پخپله ئی ځان مارشال اعلان کړی ) ،
ولی په پاکستان کی ، 1973 متفقه اساسی قانون تر پـښـو لاندی کیږی او دموکراسی په خطر کی ده ؟ :
د پاکستان یو مترقی لیکوال مرحوم پروفیسور وارث میر په خپل کتاب ( فوج کی سیاست ) کی لیکلی د پاکستان د 1973 متفقه اساسی قانون د دغه هیواد د وسله وال پوځ لخوا څو واره نقض ، معطل او نه تطبیق کیږی او اوس د کوما په حالت کی له ستری محکمی د عدالت د احیا په تمه ده ،  برتانوی استعمار چی په 1947 م کال د هند له نیمی وچی شاتګ ته مجبور شو اوږدمهاله ستراتیژۍ ئی دا وه چی په هند او پاکستان کی دموکراسۍ نهادینه شی ، په هند کی په دوو کالو کی اساسی قانون تصویب او دموکراسۍ پلوه بنسټونه مخ په وده روان ول ولی په پاکستان کی د صدراعظم لیاقت علی خان پرمهال مؤقت اساسی قانون د 1935 کال د Government of India Act یا ښکیلاکی قانون په اساس رامنځ ته شو، او هم د نوی اساسی قانون لپاره ائین ساز کمیسیون وټاکل شو ، پوښتنه داده چی ولی په هند کی دموکراسی نهادینه او اساسی قانون وروسته له دوو کالو تدوین او عملی کیده مگر په پاکستان کی برعکس تر 1956کال پوری د استعماری قانون له مخی اجراأت کیدل او مستقیماً په لندن پوری تړلی ول ، عابدحسن منـټو د پورتنی کتاب په مقدمه کی لیکی ( د پاکستان غورځنګ په منظم ډول د لاهور د 1940 قراداد له مخی فعالیت پیل کړ خو دغه تحریک د استعمار ضد مبارزی په ځای د نیمی وچی د مسلمانانو د ځانګړی هیواد د جوړولو په محور راڅرخیده دلیل ئی دا وو چی د پاکستان د تحریک رهبری اکثریت جاگیرداره یا فیوډاله طبقه وه او له انګریزی استعمار سره په پټو معاملو مصروف ول ، منټو زیاتوی ، محمد علی جناح په 11 اگست 1947 د اساسی قانون د تدوین د کمیسیون په لومړنۍ جلسه کی د جمهوری او سیکولر پاکستان تصویر وړاندی کړ ، مگر د جناح دا وینا لومړی سانسور او بیا ورکه شوه ، داځکه چی د جاگیردارانو استازی د قانون جوړولو په کمیسیون کی برخه درلوده د هغوی لپاره جمهوری او دموکراسۍ پلوه روایت او ارزښتونه د منلو وړ نه ول ) همدا ډول په 1950 م کال د لیاقت علی خان صدراعظم لخوا د پاکستان د اساسی قانون ډرافت یا مسوده ترتیب شوه ، د وړاندی شوی مسودی له مخی ، ۱ > د غربی او شرقی پاکستان پارلمان به ملی اسمبلۍ او د ســنا مجلس ولری چی د پاکستان د دواړو برخو څخه به مساوی نمایندگان پکی برخه اخلی  ، ۲ -> اردو ژبه به په ټول پاکستان کی ملی او دولتی ژبه وی ، دا دواړه وړاندیزونه غیرعادلانه او رد شول څکه د شرقی پاکستان نفوس له غربی پاکستان څخه زیات او هم اردو ژبه بنگالیانو ، پښتنو او بلوڅانو ته د منلو نه وه ، د اساسی قانون بله مسوده په 1953 کال د صدراعظم محمد علی بـوگـره لخوا وړاندی شوه چی د The Bogra Formula نومیده ، د اساسی قانون د دغی مسودی له مخی به د پاکستان د نفوس په اساس د پارلمان لپاره څوکۍ ورکول کیږی چی د شرقی پاکستان ( اوسنی بنگله دیش ) سهمـیـه 165 سـیـټونه او د غربی پاکستان سـهمـیه 135 سـیـټـونه وړاندیز شوی وه ، چی دا فورموله هم رد او ونه منل شوه ، دغه کړکیچن وضعیت او جاگیرداری سیستم ته د پوځی استبلشمنټ لخوا هم لارښوونه کیدله او پاکستان عملاً د سیاسی بحران خواته ولاړ ، حاکمی طبقی د خپل اقتدار د ټینګولو لپاره په امریکا کی د پاکستان سفیر غلام محمد چی د فلج په مرض اخته او امریکائی ښځه ئی ترجمانه وه د گورنرجنرال په حیث وګمارو ، هغه په 1953 کی د پاکستان د اساسی قانون د تدوین کمیسون لغوه اعلان کړ چی د دغه اقدام په ضد تمیزالدین عالی محکمی ته مراجعه وکړه ، په محکمه کی د محکمی رئیس قاضی منیر ( چیف جستیس منیر ) کیس رد کړ او لندن ئی هم ملاتړ وکړ او دا ئی « د ضرورت نظریه یا Doctrine of Necessity » وبلله ، وروسته له دغه بحران په 1954 کی ئی ایالتی انتخابات وکړل چی په شرقی پاکستان کی د محمدعلی جناح مسلم لیګ ګوند د رئیس په ګډون اکثریت مسلم لیګیان ناکامه شول ،  د ضرورت تیوری ته په کتو ، متقاعد بریدجنرال سکندر میرزا او د پوځ مشر جنرال ایوب خان هڅه وکړه چی فلج ګورنرجنرال غلام محمد د مریضی په پلمه د تداوی لپاره خارج ته ولیږی ، غلام محمد نه منل خو په زور امر پری تحمیل شو او په نتجه کی په 1955 کی متقاعد بریدجنرال سکندر میرزا د پاکستان ګورنرجنرال مقرر شو او حکومت عملاً د پوځی استبلشمنټ په اختیار کی ولوید ، سکندرمیرزا له پخوا د قدرت اخیستو په لټه کی وو ، او خپل دوست جنرال ایوب  خان ئی هم په اقتدار کی ورګډ کړی وو ، نوی ګورنرجنرال سکندر میرزا د حکومتی اقداماتو په ترڅ کی په دریو کلونو ( له 1955 تر 1958 پوری )  پنځه ( 5 )  صدراعظمان په ترتیب سره محمدعلی بوګره بیا  چودری محمدعلی چی یو بیروکرات وو په 1956 کی ، حسین شهید سهروردی چی د اقتدار خپلولو هـڅه ئی کوله برطرف همدا رنګه ابراهیم اسمعیل چندریگر دوه میاشتی وروسته له صدراعظمی مقام څخه لیری کړی شو وروسته له هغه د پنجاب د ایالت څخه ملک فیروزخان نــون د صدراعظمۍ په وظیفه وګمارل شو او د هغه اقتدار دوام وکړ، سکندر میرزا حکومتی چاری په ټوکو او مسخره توګه پرمخ بیولی په هغه مهال د هند منتخب صدراعظم جواهر لال نـهـرو هم په تمسخر ورته لیکلی ول چی ( میں اتنی دھوتیاں نہیں بدلتا جتنی تیزی سے پاکستان میں وزیراعظم بدلتے ہیں ،
I don’t change “Dhooti” as fast as Pakistan changes its prime ministers
ترجمه : زه دومره دهوتیاں یا د کالو لُنګ نه بدلوم لکه څومره په چټکۍ سره چی په پاکستان کی صدراعظمان بدلیږی ) ،
د یادولو ده چی په پاکستان کی د اساسی قانون په تدوین او تصویب کی ځینی پیچلتیاوی  او ستونزی لکه د غربی او شرقی پاکستان د نفوس په تناسب کی توپیر ، د دولت او مذهب ترمنځ د اړیکو معامله ، د اقلیتونو د حقوقو او په پارلمان کی د څوکیو په ویش د اختلاف مسئله د پام وړ پیچلی وضعیت را منځ ته کړی وو چی اکټران ئی د نوموړی هیواد جاگیرداره طبقه او پوځی استبلشمنټ وو ، او  په غربی پاکستان پوری ئی تړاو درلود ،
په پاکستان کی اساسی قانون د فبروری په میاشت 1956 م کال کی وروسته له 9 نهو کالو رامنځ ته شو ، سکندر میرزا جمهور رئیس او جنرال محمد ایوب خان د وسله والو ځواکونو قوماندان یا commander in chief مقرر شول ، چی د 1956 اساسی قانون له مخی باید انتخابات وشی خو هم سکندر میرزا او هم ایوب خان د انتخاباتو له رایو په ویره کی ول او دوی د انتخاباتو په کولو خپل زوال لید ، ایوب خان تقاعد کیده او سکندر میرزا انتخابات بایلل له ځکه ئی په 1958  کی مخکی له انتخاباتو  اساسی قانون منحل او د ایوب خان په مشرۍ ، مارشل لاء Martial Law  ( نظامی حالت ) اعلان کړ ، ایوب خان هم پیچلی وضعیت ته په کتو خپل پخوانی دوست متقاعد بریدجنرال او جمهور رئیس سکندر میرزا لندن ته لاس تړلی ولیږو ، سکندر میرزا او د ده میرمنی ناهید میرزا ته په لندن کی د عمر تر پایه کور ، معاش او ټول امتیازات ورکول کیدل ، سکندر میرزا چی مړ شو مړی ئی د پاکستان په ځای تهران ته یووړ او هلته دفن کړی شو  ، شجاع نواز په خپل کتاب Cross Swords کی لیکی چی په پاکستان کی د لومړی ځل لپاره مارشل لاء د پوځ په عوض یوه ملکی جمهور رئیس سکندر میرزا چی د شرقی پاکستان وو ولګوله ….

ادامه لری

په بله مقاله کی د سکندر میرزا ښځه ناهید چی د ایران د دیپلومات میرمن وه ، د پاکستان امنیتی ، اقتصادی ژور بحران ، د قرض اخیستلو د لوړ والی کړکیچ او نورو اړوند موضوعاتو ته اشاره وشی.

نـیـټـه : 2024-03-15

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.