مینه

غني خان

1,299

هغې وې مينه يو ګل دى

اوس تازه وي، اوس پناه شي

ما وې يو ګل چې شي مړاوى

سل ګلونه ترې پيدا شي

هغې وې مينه ده اور

سړى وسېزي پنا شي

ما وې اور چې چرته بل شي

جهان ګرم شي رڼا شي

هغې وې مينه يو خوب دى

چې ترې ويښ شې لا بلا شي

ما وې ګوره ژوندون خوب دى

چې سړى ويښ شي شيدا شي

هغې وې مينه غضب دى

سړى ړوند شي نابينا شي

ما وې خدای ته بينا سترګې

تل جهان ته نابينا شي

هغې وې مينه دوزخ دى

ماشومان پکې جليا شي

ما وې ښهٔ دى دوزخ ښهٔ دى

له ګناه وجود صفا شي

هغې وې مينه تياره ده

پکې ځان ورک شي تالا شي

ما وې ښه ده تياره ښه ده

پکښې پټه سخا دنيا شي

هغې وې خوږه دلبره

کاشکې ستا عقل زما شي

غني وې ماشومه ګــله

ستا د سره دې فدا شي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.