پیسې ښې دي که بدې؟

0 1,602

لیکوال: براین ټرېسي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ننني انسان تر ټولو ستره لاسته راوړنه پیسې دي چې د خوشبختۍ، انګېزې او ټولې نړۍ د پرمختګ سبب شوې دي. پیسې په خپل ځای کې د ځانګړي ارزښت لرونکې دي. پیسې انسانانو ته قوت او ازادي ورکوي، پیسې انسانانو جوړې کړې چې دوی ته اسانتیاوې رامنځته کړي او تر ټولو مهم شی، چې امنیت دی ور په برخه کړي او د دې ټولو په شتون کې انسانان له خپل ژوند څخه خوند واخلي.

 څومره چې پیسې مثبتې ځانګړنې لري دغه راز کېدای شي منفې او تخریبي پایلې هم ولري؛ خو تجربو دا ثابته کړې، چې تر منفي یې مثبت اړخونه ډېر دي. وګورئ چې پیسې له چا سره دي او د کومو موخو لپاره کارول کېږي؟ د یوه ډاکټر په لاس کې چاړه یو چاته ژوند وربښي، خو د یوه نادان کس په لاس کې د چاړې شتون د یو چا ژوند اخیستلی شي. دې ته په کتو باید چاړه د داسې کس په لاس کې وي چې خلکو ته ژوند ور وبښي. د هغو کسانو شمېر چې د چاړې په وسیله خلکو ته ژوند ورکوي په ځلونو د هغه کسانو تر شمېر ډېر دی چې د خلکو ژوند پرې اخلي. که پیسې د هوښیارو خلکو په لاس کې وي، کېدای شي یوه نوې دنیا پرې جوړه کړي.

زه له دې جملې سره چې «پیسې نېکمرغي نه راولي» موافق نه یم. باور لرم چې پیسې د نېکمرغۍ راوړونکې دي، پیسې کولای شي یو ناروغ د ناروغۍ له بستره خلاص کړي، پیسې کولای شي زده کوونکو او محصلینو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، پیسې پوهنتون جوړولی شي، پیسې روغتون جوړولی شي، د پیسو په وسیله کولای شو فابریکې جوړې کړو او زرګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره کړو.

 پیسې د کورني نظام جوړوونکې دي، پیسې کولای شي د یوې کورنۍ غړي په یوه ټغر سره راټول کړي، بالاخره ویلی شو چې پیسې با ارزښته دي.

زما په اند، هر څوک کولای شي چې شتمن شي خو لومړی باید له پیسو سره د چلند پر چل ځان پوه  کړي. که تاسو له پیسو سره سم چلند وکړی په بدل کې یې هغه هم درسره سم چلند کوي، که پیسو ته په احترام قایل شوی هرو مرو به پیسې هم درته احترام وکړي، پیسې د مېلمه په څېر دي؛ له مېلمه سره ښه چلند د مېلمه د پاتې کېدو سبب ګرځي او که مو پر تندي ۱۲ بجې کړې مېلمه به مو له کوره وتلی وي.

پیسې، پیسې زېږوي

یوازې دا بسنه کوي چې په کار  د پیسو اچولو چل زده کړی. پیسې د شتمن کېدو لومړی رکن دی، کولای شي د نورو بریاوو لپاره هم لاره هواره کړي. د پیسو په وسیله کولای شی ښوونیز او روغتیایي بنسټونه، چې اوس مهال د عوایدو تر ټولو لویې سرچینې دي، جوړ کړی. دغه راز پیسې کولای شي چې پر تاسو د خلکو د باور او اعتماد کچه هم په بې ساري توګه لوړه کړي. تر ټولو ښه دا چې پیسې د بې وزلو کسانو سره د مرستې سبب هم کېدای  شي. د دې لپاره چې شتمن شی؛ باید لاندې چارې مديريت کړئ:

۱–  د عوایدو مدیریت

۲–  د لګښتونو مدیریت

۳د بحرانونو مدیریت

په دې لیکنه کې مو یوازې د عوایدو پر مدیریت خبرې کړې دي. د عوایدو درلودونکي کسان په دریو ډلو وېشلی شو.

لومړۍ ډله

د لومړۍ ډلې غړي هغه کسان دي چې عواید یې منظم نه وي؛ کله زیات او کله هم کم، دغه راز یې لګښت هم غیر منظم وي. ډېر کله داسې کېږي چې څه ګټي ټول څټي، ان تر دې چې کله خو من خوري چارک ګټي. یوه ورځ قیمتي جامې اغوندي خو بله ورځ یې بیا داسې څه اغوستي وي چې  فکر کوې تر ټولو بې وزله کس به وي. کله په وروستي ماډل موټر کې سپور وي، کله بيا د موټرو په تمځای کې د ملي بس په تمه وي. دا ځکه چې د دغه ډول کسانو لګښت ځینې وخت تر عوایدو زیاتېږي.

دويمه ډله

دا ډول کسان یوازې خپل ورځنی ژوند پر مخ بیایي. دوی دومره خوري چې ونه مري. که یې د یوې ورځې لپاره هم عواید ودرېږي ژوند یې فلج کېږي او که یې یوه ورځ هم کار ونه کړ نو ژوند هم نه شي کولای.

درېيمه ډله

د دې ډلې د غړو مالي او ورځنی ژوند مخ پر ودې وي او ډېری یې هغه کسان دي چې له صفره یې شروع کړې ده. هغوی په سمه توګه د شتمنېدو قانون مطالعه کړی او پوره عمل ورباندې کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې زه څنګه کولای شم شتمن شم؟

په داسې حال کې چې نه مې پلار شتمن و، نه لوړې زده کړې لرم او نه هم داسې دنده لرم چې له لارې یې وکولای شم شتمن شم، نو باید څه وکړم؟ زه هم کټ مټ همداسې یو کس وم، خو څه چې دلته درته روښانه کوم هغه لارې چارې دي چې پر مټ يې د درېيمې ډلې عايد لرونکو کسانو په کتار کې راځم.

تر هر څه وړاندې يو عمومي بانکي حساب ته اړتیا لری. هغه حساب چې خپل عوايد پکې خوندي کړی. بیا څلورو نورو فرعي بانکي حسابونو ته اړتیا پېښېږي چې له عمومي حساب څخه د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره پیسې ور واستوي. دغه څلور حسابونه په لاندې ډول دي:

  • د خپل ځان لپاره بانکي حساب

۲ د ورځنیو چارو لپاره بانکي حساب

۳ د کارو بار لپاره بانکي حساب

۴ د زده کړو د لګښتونو لپاره بانکي حساب

یادونه: دغه ډول حسابونه تر ډېره په بهرنیو هېوادونو کې کارول کېږي، خو سره له دې هم هغه لارېچارې ګڼل کېدای شي چې د لګښتونو مديريت پرې کېږي.

ما د کار په لومړي سر کې په خپل حساب کې  لس سلنه، د ورځنیو چارو د لګښتونو په حساب کې ۴۰ سلنه، د کسب او کار په حساب کې هم ۴۰ سلنه او د زده کړو د لګښتونو په حساب کې یوازې ۱۰ سلنه پیسې اضافه کولې. نن هر څه بل ډول دي. دومره پرمختګ مې کړی چې حتی فکر یې هم نه شي کېدای. کېدای شي په لومړي سر کې درته دا هر څه سخت وي، خو دا مو باید هېر نه شي چې تصمیم د بري لومړی شرط دی. که کلک هوډ ولری، لرې نه ده چې ډېر ژر به خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږی. اندېښنه مه کوی چې په لومړي سر کې مو په بانکي حساب کې ډېرې کمې پیسې دي.

ایا دا جمله مو کله اورېدلې چې میلیارد له میلیون، میلیون له زرو، زر له سلو، سل له لسو او لس له یوه نه جوړ شوي، له څاڅکو دریاب جوړېږي؛ چې داسې ده نو خپلې یوې افغانۍ ته هم ارزښت ورکړئ، سمې او پر خپل ځای یې مصرف کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply