د پرمختللو ملکونو د پرمختګ راز څه دی؟ / سرور ستانکزی

0 886

د دوه څیزونو په توپیر باید پوه شو؛ د بعضو وطنونو دولتي نظامونه پرمختللي دي، خو ملتونه یې وروسته پاته دي. د بعضو وطنونو دولتي نظامونه او ملتونه دواړه پرمختللي دي. د مثال په ډول په آسیا کې د انډیا، پاکستان او داسې نورو وطنونو دولتي نظامونه پرمختللي، خو ملتونه یې اوس هم د فکري پرمختګ له مخې وروسته پاته دي. بل طرف د اکثرو اروپایي هیوادونو د دولتي نظامونو ترڅنګ ملتونه هم د فکر له مخې پرمختللي دي. همدا علت دی چې نظر اروپایي هیوادونو ته آسیایي ملکونو کې نا امني او د نظامونو د ټوټه کیدلو امکان ډېر وي، دا ځکه چې د ډېرو آسیایي هیوادونو د ملتونو افکار سم ندي، زر تیر ایستل کیږي او په هر ډول منفي کړنو عمل کوي چې هغه عمل یې د وطن او ملت د وروسته پاته کیدو لامل هم ګرځي.
که مونږ غواړو چې د نظام د پرمختګ ترڅنګ د خپل ملت فکري پرمختګ هم ولرو، د دې ستونزې یوازینی حل د تعلیمي کچې لوړوالی دی. مونږ د تیر تاریخ په اوږدو کې ډېر مضبوط دولتي نظامونه لرل، خو هر ځل نسکور شوي او د نسکوریدو علت یې یوازې همدا ؤ چې ملت مو د فکري برمختګ بې برخې ؤ، هر ځل زر تیر ایستل شوي او خپلې پښې یې پخپله وهلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply