د سترګو جنګ دى
د سترګو جنګ دى
زړونه درزېږي
باڼه غشي وروينه
د سترګو جنګ دی
د مينې ننگ دى
يار روانيږي
سر زما په مينه ږدينه
د مينې ننګ دی
زړونه په مينه پيوندېږي
د سترګو جنګ دى
عاشق كه هر څه وځورېږي
د سترګو جنګ دى
يو خوږ نظر يې زخمي زړه ټكوروينه…