یو مهربانه او عالم مشر (د ډاکتر سیدشیراقا حرکت لومړی تلین)

پوهندوی آصف بهاند

20

یو مهربانه او عالم مشر

(د ډاکتر سیدشیراقا حرکت لومړی تلین)

یو کال مخکې (د ۲۰۲۳ ام کال د جولای ۲۲مه) ډاکتر شیراقا حرکت له ارمانونو ډک زړه له دې نړۍ څخه کډه شو او دا دی د سترگو په رپ کې یې پر مړینې باندې کال واوښت، لایې د تختې اوبه نه دي وچې، چې لومړی تلین یې راورسېد. د ډېرو به هېر وي، خو د هغو خلکو ښه په یاد دی چې د ده علمي شخصیت، له خلکو او وطن سره یې مینه او د خدمت جذبه ورته مالومه ده.

د ډاکتر سید شیراقا حرکت خاطرې، د ده د کورنۍ، همځولو، همکارانو، دوستانو او شاگردانو په ذهنونو کې ژوندۍ دي، د زړه له تله د ده د علمي شخصیت درناوی کوي او نورو ته یې تل د یو سرمشق په ډول په مخکې ږدي. د همدې پر بنا ویلای شم چې د ډاکتر سید شیراقا حرکت شخصیت

هېڅکله او په هېڅ حالت کې د خلکو ځکه نه هېرېـږي چې دی د خلکو په منځ کې اوسېدلی و او خپل ټول عمر یې د خلکو چوپـړ ته په صداقت سره وقف کړی و.

یوکال مخکې مې د سید شیراقا حرکت د مړینې په مناسبت، د ده د علمي ــ فرهنگي شخصیت په باب یوه مقاله خپره کړه، په مقاله کې د حرکت صاحب د شخصیت بېلابېلې برخو باندې بحث شوی و، د هغې مقالې په یوه برخه کې داسې راغلي وو:

«که څوک په ژوره توگه د ډاکترسید شیراقا حرکت ژوند، زدکړې، ترسره کړي کارونه او لیکلي اثار وڅېـړي، نو پوه به شي چې د خدایبښلی حرکت شخصیت څو اړخونه لرل چې په هره برخه کې یې ویاړمن کارونه ترسره کړي او اثار ورنه په میراث پاتې دي.

روزگار او سیاسي حالاتو پر خلکو داسې ورځ راوستې ده چې هرڅه د خلکو ژر هېرېـږي، ځکه خلک د پېښو په توپان کې داسې راگیر شوي دي چې هرڅوک په ځان اخته دي؛ خو زه یقیني یم چې د حقداره دانشمندانو په څېر د حرکت صاحب علمي فرهنگي شخصیت هم څوک نه هېروي. د شیراقا حرکت نوم له کار، زیار او صداقت سره غوټه و، د همدې علمي فرهنگي دریځ په خاطر د ټولو په یاد دی.

د خدای‌بښلي ډاکتر حرکت تر مړینې وروسته ما د ده پر بیوگرافۍ بیا‌ځلي کتنه وکړه او په لنډه توگه مې د افغانستان د لوی قاموس له پاره برابره کړه. دا دی هغه بیوگرافي د ده د لومړي تلین په مناسبت یوځل بیا خپروم:

د افغانستان په لوی قاموس کې

د ډاکترسیدشیراقا حرکت بیوگرافي

افغان جرمن انلاین پورتال ژمنه کړې ده چې «د افغانستان لوی قاموس» له لارې د هېواد ځينې خدمتگاران خپلو لوستونکو ته وروپېژني.

 «د افغانستان لوی قاموس» په خپله لمن کې د گڼو علمي، هنري، ژبنیو (مجمع اللغات، تاریخ، جغرافیه، کرنه، اقتصاد او…) لغاتو د راټولولو او خوندي کولو سربېره، پتیلې ده چې د «شاعرانو، لیکوالو، هنرمندانو او خدمتگارانو» په کتگورۍ کې چې د اثارو، مقالو شعرونو او یا نورو برخو کې د لاسته راوړنو څښتنان اوسي، په لنډ ډول معرفي او خپلو لوستونکو ته یې په انلاین بڼه وروپېژني.

 افغان جرمن انلاین پورتال خپله دنده گڼي چې له توپیر او شخصي حُب او بُغض پرته په یاده برخه کې هغه ښاغلي او اغلې معرفي کړي چې افغان، افغانستان او افغان ټولنې ته یې خدمت کړی وي.

 د ډاکتر سید شیراقا حرکت په بیوگرافي پسې وگرځېدم، په انلاین بڼه مې پیدا نه شوه کړلی. د دې مقالې د لیکلو په غرض مې چې څه مواد د ده د درنې کورنۍ په مرسته ترلاسه کړي وو، د هغو په ډله کې د ده په یو کتاب (سیاسي فلسفه) کې د ده لنډه شان بیوگرافي راغلې وه، ما دا لاندې لنډه بیوگرافي له هغو موادو نه په استفادې سره برابره کړې ده:

«شیراقا حرکت د ۱۳۲۲ ام لمریزل کال د قوس میاشتې په څوارلسمه (۱۴مه) د کونړولایت په مزار دره کې زېـږېدلی دی. پلار یې سیدمیاگل د سید عبدالرزاق زوی و.

ډاکتر حرکت لومړنۍ زدکړې د مزاردرې په لومړني ښوونځی کې ترسره کړې او بیا یې دولسم ټولگی په اعلی درجه د ننگرهار په لیسه کې پایته ورساوه او د کابل په طب پوهنځي کې یې لوړې زدکړې پیل کړې، خو وروسته ترشپـږ میاشتو د اوکراین پلازمینې کیف هوایي پوهنتون ته د لوړو زدکړو لپاره واستول شو. هلته یې خپلې زدکړې په تخنیکي علومو کې په ډېرې مینې سره پیل او  خپله ماستري یې په داسې حال کې ترلاسه کړه چې سور دیپلوم او طلا مډال ورسره مل و، بیا د خپل وطن او هېوادوالو ته د چوپړ په موخه بېرته وطن ته راستون شو او په هوايي نظامي پوهنځي کې یې د وطن د نوي نسل د روزلو په موخه د استاد په توگه دنده پیل کړه.

ډاکتر شیراقا حرکت د خپل تدریسي دندې په ترڅ کې د «ایروډینامک او ډینامیک د پرواز» کتاب تالیف کړ چې په ۱۳۵۲ هـ لمریز کال کې د ملي دفاع وزارت په مطبعه کې چاپ او د لوستونکو د مطالعې لپاره وړاندې شو. دی په هوايي پوهنځي کې د خپلو صادقانه خدمتونو په ترڅ کې، د هوايي پوهنځي د قومندانۍ تر چوکۍ هم ورسید.

له خپل مسلک او زدکړو سره د ډېرې مینې له مخې په ۱۳۵۵ ل ل کال کې د ډوکتورا د ترلاسه کولو په موخه بیا اوکراین ته ولېـږل شو. ښاغلی حرکت د خپل مسلک ترڅنگ له ټولنیزو علومو سره هم ځانگړې مینه درلوده، له ټولنیزو علومو سره د مینې له مخې یې د خپل مسلک تر څنگ، په ټولنیزو علومو کې هم زدکړې پیل کړې. په دی هکله ده په خپله داسې ویلي دي:

«زه چې له پخوا څخه هم له ټولنیزو علومو سره بې علاقې نه وم، لا د مخه مې تصمیم درلود چې په همدغه یوه وخت کې به په موازي بڼه په ټولنیزو او تخنیکي علومو دواړو کې د ډوکتورا پر تیزس کار کوم. په ټولنیزو علومو کې د زیاتو معلوماتو د لاسته راوړلو په خاطر، د اوکراین د ټولنیزو علومو په دولتي پوهنتون کې شامل او تر دوه‌کاله زدکړو وروسته، اعلی درجه دیپلوم ترلاسه او ورسره سم مې د دوکتورا پر تېزس کار پیل کړ.

دغه وخت زما لپاره ډېر مناسب ځکه و چې ما په تخنیکي علومو کې  د دوکتورا کارونه سرته رسولي وو او یوازې دفاع یې پاتې وه. په همدغه وخت کې په افغانستان کې د ۱۳۵۷ کال سیاسي نظامي بدلون رامنځته شو او ما خپله ټوله پاملرنه په تخنیکي علومو کې د خپل تیزس دفاع ته واړوله او د سرطان په میاشت کې مې له خپل تیزس نه دفاع وکړه او څو ورځې وروسته کابل ته لاړم. کابل ته له رسېدو سره سم، د کابل د ښاروال په توگه وگمارل شوم. دا درنه دنده ما په صداقت او وطني مینې ترسره کړه، خو کله چې افغانستان ته د روسانو په راتگ سره هرڅه بدل شول، زه په کور کېنول شوم.»

(حرکت ډاکترسیدشېراقا، سیاست د سیالانو لوبه (سیاسي فلسفه)، چاپ‌ځای: اسددانش مطبعه، کابل، دویم چاپ، ۱۳۹۰ل/ ۲۰۱۱ز کال، کتاب د پای په دوو مخونو کې د لیکوال راغلې بیوگرافي)

که څوک په ژوره توگه د ډاکترسید شیراقا حرکت ژوند، زدکړې، ترسره کړي کارونه او لیکلي اثار وڅېـړي، نو پوه به شي چې د خدایبښلی حرکت شخصیت څو اړخونه لرل چې په هره برخه کې ویاړمن کارونه ترسره کړي او اثار ورنه په میراث پاتې دي. زما څېـړنې داسې ښیي چې ښاغلي حرکت د خپل علمي ــ فرهنگي ژوند په اوږدو کې په لاندې برخو کې فعال پاتې شوی و:

ــ ښوونکی حرکت،

ــ د تخنیکي علمو متخصص حرکت،

ــ فلسفي حرکت،

ــ لیکوال حرکت،

ــ ژورنالست حرکت.

 ښاغلي حرکت د خپلو علمي فرهنگي هڅو په ترڅ کې خپلې ټولې تجربي په لیکلې بڼه هم خپلو مخاطبیتو ته د مقالو او کتابونو په بڼه وړاندې کړي دي او په دې ډول یې د قلم په برخه کې هم د خپل مسلک او وطن حق ادا کړی دی. له ښاغلي حرکت نه په بېلابېلو برخو کې څو علمي اثار او گڼې مقالې راپاتې دي. دغه یې د څو کتابونو نومونه دي:

ــ ایروډینامک او ډینامیک د پرواز، چاپ،

ـ سیاسي فلسفه، چاپ،

ــ د عینیت فلسفه، چاپ،

ــ فلسفهٔ عینیت، چاپ

ــ حرکت، د لوی تکوین او دیالکتیک فلسفه.

ښاغلي شیراقا حرکت د «حرکت» اخبار د مؤسس او مسؤل مدیر په توگه، د دې اخبار په خپرولو سره، رسماً د ژورنالیزم په ډگر کې پل کېښود او د خپلو افکارو او مرامونو د خپرولو، د افغانستان په باب د علمی فرهنگي او… مسایلو د رسولو په غرض یې د «حرکت» دوه میاشتنی اخبار د جرمني له ایسن ښار څخه خپور کړ.د دې اخبار لومړۍ گڼه د ۱۳۸۳ هـ ش کال په ثور میاشت (۲۰۰۴ ام میلادی کال می میاشت) کې خپره شوه.

په خپله ډاکتر شیراقا حرکت د خپل «حرکت» نومې خپرونې په باب خبرې کړې دي او د اخبار موخه، کړنلاره او پالیسۍ یې په لنډډول داسې بیان کړي دي:

 «په دې وروستیو وختو کې په افغانستان او د هغې د باندې ډېرې خپرونې خپرېـږي. هغه څوک چې په ایماندارۍ سره دغه کار سرته رسوي، موږ یې هرکلی کوو. د دغو خپرونو په سرخطونو کې معمولاً لیکل کېـږي: بې‌طرفه، ازاده، مستقله، ملي، اسلامي او داسې نور. موږ ټولې دغه ډول پدیدې نسبي گڼو، ځکه د لومړۍ ورځې څخه وایو چې موږ هېڅکله بېطرفه نه یو. موږ ټاکلی او مشخص هدف، طرف او ارمان لرو. زموږ طرف د هرڅه د مخه زموږ گران هېواد افغانستان دی، افغان اولس، د هغوی ملي‌گټې، منلي رسوم، عنعنات، عقاید او مقدسات او وروسته له هغې بین‌المللي او عام انساني تعلقات او تعهدات دي چې په پوره ایماندارۍ سره به د هغې پلوي او دفاع کوو او نور به هم دې کار ته اړباسو…»

(حرکت، ډاکتر سید شېراقا، د عینیت فلسفه، چاپ‌ځای: اسددانش مطبعه، کابل، لومړی چاپ، ۱۳۹۰ل/ ۲۰۱۱ز کال، ۵۳ مخ)

خداي بښلي حرکت د ۲۰۲۳ ام عيسوی کال د جولاي مياشت په ۲۲ مه نېټه، د جرمني په اوبرهاوزن ښار کې تر اوږدی ناروغۍ وروسته وفات او د یادې مياشتې په ۲۷ امه نېټه، په کابل ښار کي خاورو ته وسپارل شو.

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

ډاکتر سیدشېراقا حرکت دې خدای وبښي!

یادونه او فکرونه دې یې تلپاتې

او د نویو نسلونو د لارې ډېوې وي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.