د بدلمنۍ تاریخ (په نړۍ کې د بدلمنۍ لنډکی تاریخ)

فضل ولي ولي

53

د بدلمنۍ تاریخ (په نړۍ کې د بدلمنۍ لنډکی تاریخ)
لیکوال: جورج ریلي سکاټ

د بدلمنۍ تاریخ د جورج ریلي سکاټ اثر دی چې میراحمد یاد پښتو ته ژباړلی او دانش خپروندویه ټولنې په کال دوه زره او اتلس کې چاپ کړی. دا کوچنی کتاب چې ۱۲۴ مخه، درې لویې برخې او پنځلس ۱۵ بیلا بیل څپرکې لري. د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د بدلمنۍ نن او پرون ته کتنه کوي. د بدلمنۍ نوم خورا سخت دی او دا هغه لاره ده چې ښځې او نر دواړه پرې د تباهۍ خوا ته روان دي خو نړۍ او په خاصه توګه نارینه ناترسه دي چې د دې پدیدې د بدبختۍ ګوته یوازې ښځو ته نیسي. دا کتاب درباندې د بدلمنۍ ارتقايي پراونه لولي او در ښايي چې دا بدبختي څنګه پيل کیږي؟ له کومو پړاونو تیریږي او اخیر په کومه نطقه پای مومي؟

د بدلمنۍ د پیل په اړه دقیق معلومات نشته خو په دې کتاب کې د بدلمنۍ کیسې په غیراسلامي هیوادونو په ځانګړې توګه په اروپایي هیوادونو راخرڅي، دا کارونه به په اسلامي هیوادونو کې هم کیږي خو په داسې خلاص مټ یې هیڅوک نشي کولی. دا کتاب د بدلمنۍ ترڅنګه په تاریخ کې له ښځې سره شوې نادودې هم ښایي او انسان دې فکر ته اړ باسي چې بدلمني که د دوو انسانانو(یوې ښځې او یوه سړي) کار وي، بیا دا ټول تور ولې یوازې په ښځې پورې کېږي او سړی ولې له دې مسوولیته خلاص ګرځي؟

په دې کتاب کې که څه هم زمونږ د وطن او نږدې ګاونډیانو په اړه چې دلته پرې نیوکه هم کیدی شي څه نشته او مونږ ته یې شاید لوسته دستي ګټه ونه لري چې له خپله حاله مو خبر کړي خو دا ګټه را رسوي چې په نړۍ کې ان په دې موضوعاتو څیړنه کیږي، کتابونه لیکل کیږي او یو اوږد تاریخ لري. د دې کتاب د لوستو ګټه دا ده چې د تاریخ لیکوالو له بهرني سبک او لیوالتیاوو سره مو بلدوي. نو راځئ دلته پرې
بحث کوو.

لومړۍ برخه؛
د کتاب لومړۍ برخه په عموم کې د بدلمنۍ پر لاملونو راڅرخي او دا په ډګه کوي چې هغه کوم لاملونه دي چې ښځینه جنس مجبوریږي او بدلمنۍ غوندې خراب او بدنام ژوند ته مخه کوي. همدا شان د لولۍ(ځان پلورنکې) او ټولنې پر اړه او د دې پدیدې پر پخوانۍ او اوسنۍ اوضاع باندې بحث کوي. ښاغلی سکاټ زیاتوي چې دوئ په ټولنه کې ډير بد نوم لري، خلک ورڅخه کرکه کوي، جالبه دا ده چې هغه خلک هم ورڅخه کرکه کوي چې د دوئ سره یوځای شوي وي او خوند یې ترې اخیستی وي. بدلمنو ښځو ته د لولۍ نوم ورکول شوی، په دغه کار روږدې میرمنې خپله هم د لولۍ په نوم خفه کیږي، پخوانیو وختونو کې بیلا بیلو هیوادونو کې د دوئ شتون او حیثیت ته پام کیده او په ځینو کې ورته په سپکه کتل کیده خو په ډېری هیوادونو کې دوئ ته ځانګړی پام کیده ان اروپايي شاهانو او اشرافو به هم د بدلمنو ډير درناوی کاوه.

لومړۍ برخه؛ لومړی څپرکی
په لومړي څپرکې کې لیکوال په لولۍ او ټولنه بحث کوي او لیکي چې لولۍ زیاتره اخلاقي لویدلې ښځې ګڼل کیږي او ټولنه یې پر وړاندې داسې غبرګون ښيي لکه د کوم شرم پر وړاندې غبرګون چې ښيي. همدا شان په بیلا بیلو ټولنو کې د بدلمنۍ په وړاندې د خلکو برخورد ته کتنه کوي.

لومړۍ برخه؛ دویم څپرکی
په دوهم څپرکې لیکوال د بدلمنۍ په اساسي لاملونو بحث کوي او لیکي چې د ښځو د بدلمنۍ لامل ښځې نه بلکې سړي دي او همدا د بدلمنۍ اصلي لامل دی، که څه هم دا خبره څوک ښکاره نشي کولی خو په عملي توګه منل شوې خبره ده. پوهان که څه هم اقتصادي اړتیاوې د بدلمنۍ لومړی لامل بولي خو تر ټولو مهم یې د نارینوو جنسي تنده او پلټنه بولي چې سړی یې لري او ښځې سره یې جنسي عمل ته اړباسي.
په دې برخه کې لیکوال د تیر په شان د بیلا بیلو ټولنو په نظر کې نیولو سره هلته د بدلمنۍ لاملونه هم بیلا بیل ګڼي، په ځینو هیوادونو کې د بدلمنۍ یو لامل دا ګڼل کیږي چې پاکې او درندې میرمنې خوندي پاتې شي. په همدې خاطر یې د وینځو سوداګرۍ او مسلکي بدلمنۍ ته اجازه ورکړې وه.

لومړۍ برخه؛ درېیم څپرکی
په دریم څپرکي کې لیکوال دا چې ښځې ولې لولۍ(ځان پلورنکې) کیږي موضوع باندې تم کیږي او هڅه کوي چې خپلې پوښتنې ته ځواب ومومي. د دې برخې په اوږدو کې نوموړی بېکاري، کم معاشونه، د مالدارو په کورنو کې خدمتګاري، اقتصادي ستونزې، ټولنیز شهرت، لوږه او غربت او له دې ور ایسته د بلاربیدو ضد درمل د بدلمنۍ او لولۍ کیدو لامل ګڼي.

لومړۍ برخه؛ څلورم څپرکی
په دریمه برخه کې پوښتل شوي وو چې ښځې ولې لولۍ کیږي؟ خو دلته موضوع سرچپه کیږي او لیکوال لیکي چې سړي ولې لولیو ته ځي؟ د دې څپرکي په اوږدو کې لیکوال لولیو سره جنسي تنده ماتوونکو کې واده کړي، جره، ځوانان او بوډاګان ټول شامل ګڼي او لیکي کله چې د نارینوو تنده په کور دننه سړه نشي نو د شدیدې جنسي اړتیا په صورت کې لولیو ته ورځي او هغوئ یې په ورین تندي جنسي تنده ورماتوي. لولیو ته د ورتګ او اړیکو نور لاملونه هم کیدی شي، مثلاً کورني مشکلات په ځآنګړې توګه د ښځې او خاوند ترمنځ، پياوړی اقتصاد، جنسي فقر ځپلي ملګري او بدلمنۍ ته اسانه او ارزانه لاس رسی.

دویمه برخه؛
د کتاب د دویمې برخې په پیل کې لیکوال د بدلمنۍ په تاریخ، اصولو او اقسامو باندې بحث کوي او د بدلمنۍ په اړه د بیلا بیلو خلکو افکارو باندې غږیدلی او لیکي چې پخوا وختونو کې د خلکو باور دا و چې د لومړي ځل کوروالی/همبستري هلک/نارینه ته زیان رسوي. دغه ناسمو باورونو نه په استفادې او له زیانه د بچ کیدو په خاطر په معبدونو کې ناستو خلکو او همدا شان د ټولنې اشرافو او مبلغینو د نجونو سره لومړی ځل کور والی کاوه.

دویمه برخه؛ پنځم څپرکی
د بدلمنۍ تاریخ کتاب پنځم څپرکی لرغونې بدلمنۍ ته ور ګرځي، په دې برخه کې لیکوال لرغونې او د نږدې تیر وخت بدلمني څیړي. ویلی شو چې په دې برخه کې لیکوال اوسنۍ او پخوانۍ بدلمني پرتله کوي او زیاتوي چې د بدلمنۍ لرغوني اقسام په لګ توپير اوسني دور ته را انتقال شوي. د لرغوني بدلمنۍ تر عنوان لاندې یې هند ته هم سر ورښکاره کړی او د هند په لویه وچه کې یې د بدلمنۍ پخواني او اوسني حالات تشریح کړی. دلته د دې پدیدې سره تړلي عجبیب او غریب رواجونه باندې بحث کوي. دا ډیره جالبه ده چې د واده زلمی به د لومړي ځل کوروالي څخه ډاریده او د میرمنې د پیغلتوب ماتولو لپاره به یې له نورو لارو چارو استفاده کوله مثلاً د (کراما) په (قول ساموا) کې به زلمي د لاس په شهادت ګوتې د ناوې پېغلتوب ماتاوه او په (فلپين) کې به دا کار د قبیلې زړې ښځې کاوه.

دویمه برخه؛ شپږم څپرکی
د کتاب دویمه برخه او شپږم څپرکي کې لیکوال مذهبي بدلمنۍ ته ور ګرځي او لیکي چې شاید بدلمني به د مذهبي مبلغینو په وسیله نامتمدنو او نیمه متمدنو ټولنو ته لیږدول شوي وي. همدا شان زیاتوي چې بدلمني لومړیو کې د مذهب اړوند وه او د دې قوي شواهد شته چې لومړنۍ فاحشه خانې د همدې کاهنانو (پروهتانو) تر څآر لاندې وې، خو دا به یې د معبد اړوند بللې او پکې ناستې ښځې به د لولیو پر ځآی د معبد لوڼې، کاهنانې او نورې بلل کیدې. ښاغلی سکاټ لیکي چې کله د بدلمنۍ او ځآن پلورنې یادونه کیږي نو د روم یادونه به ضرور کیږي ځکه چې د بدلمنۍ په اړه لومړنی قانون رومیانو ساز او پلي کړ.

دویمه برخه؛ اووم څپرکی
اووم څپرکي کې لیکوال پر تمدن او بدلمنۍ بحث کوي او زیاتوي چې بدلمني دې د مذهبي مشرانو او مبلغینو په وسیله نامتمدنو او نیمه متمدنو ټولنو ته لیږدول شوي او پالل شوي اوسي. په ورته وخت کې لیکوال د بدلمنۍ ارتقايي پړاونو ته په پام سره زیاتوي چې تر ټولو لومړۍ بدلمني د وحشي او نامتمدنه قومونو جنسي بې لاري ده، چې بیا پسې مقدسه یا مذهبي بدلمني راځي او اخر کې خبره مسلکي بدلمنۍ ته رسیږي، دا بڼه بیا دوه حالاته غوره کوي چې یو یې ازاده او بله یې د فاحشه خانو اړوند وي. په دې برخه کې لیکوال د مذهبي او مسلکي بدلمنۍ څه د یوې ګډوله بدلمنۍ خبره کوي او زیاتوي که د بدلمنۍ بل هر لامل وي خو پیسې به پکې خامخا دخیلي وي.
که په تاریخ کې د بدلمنۍ پر دې اوږد سفر ځغلنده نظر واچوو نو په ټول تاریخ کې به ښایي د څوارلسمې او پنځلسمې پيړۍ غوندې دوره نه وي، په دې دوره کې لولۍ نه یوازې منل شوي، بلکې د بدلمنۍ په نوم د فعالیت اجازه هم ورکړل شوې ده. په دې څپرکي کې د ډیرو جالبو کیسو ترڅنګ لیکوال په اولسمه پيړۍ کې د بدلمنۍ ځپلو او کنټرول ته ورګرځي او لیکي چې د بدلمنۍ د ځپلو یا تر قانوني کړۍ محمدودولو هڅې له پخوا کیدې خو په اولسمه پيړۍ کې دا هڅې لا ګړندۍ شوې.

دویمه برخه؛ اتم څپرکی
اتم څپرکي کې لیکوال د انګلستان هیواد په عمومي اوضاع او د بدلمنۍ په پيل، پړاوونو او همدا شان د چارواکو لخوا ورته د قوانینو په جوړولو، په بیلا بیلو سیمو کې د ځآن پلورنې په کاروبار کې د ښکیلو اړخونو، د ګټې او تاوان، د کم عمره نجونو په ژوند، د ځآن پلورنې د مسولینو(دلالانو) او دغې چارې ته د نجونو په راتګ غږیدلی. د نورو هیوادونو په څیر انګلستان هم د بدلمنۍ خورا اوږد تاریخ لري. په انګلستان کې د بدلمنۍ په کاروبار، د لولیو په ژوند او ورته په پيښو کورنیو، امنیتي او روغتیايي ستونزو سربیره په بدلمنۍ کې د یاد هیواد د چارواکو په دلچسپۍ بحث کوي. د لندن اړوند ځینو ښارونو او پکې د فاحشه خانو او لولیو شمیرې را اخیستل شوي او خلاصه دا چې دا کتاب لوسته درباندې د بدمرغیو د لوستو سفر کوي او در زده کوي چې په نړۍ کې کومې چارې دي چې په ښځينو باندې نه دي شوي.

دویمه برخه؛ نهم څپرکی
د کتاب نهم څپرکی په امریکا کې د بدلمنۍ نن او پرون ته ځانګړی شوی، چې پکې د یاد هیواد په بیلا بیلو ایالاتونو کې د بدلمنۍ او ځآن پلورنې کیسې شوي. د نجونو د تیرایستو وراخوا پکې د نورو هیوادونو څخه امریکا ته د نجونو په وارداتو بحث کوي او زیاتوي چې په دغه هیواد کې د لولیو او د دغې برخې د مینوالی کمی نه و او نه شته. لیکوال لیکي چې په امریکا کې بدلمني ۱۸۷۰ کال کې اوج ته رسیدلې وه او د شلمې پيړۍ تر لومړۍ لسیزې ښه په درز کې روانه وه خو د نورو هیوادونو په نسبت امریکا کې بدلمني یوه څه مډرن بڼه درلوده. دلته د بدلمنۍ د نظم او ډسپلین برخې ته ډير پام کیده، د بدلمنۍ بیلا بیلو دورو او په وروستیو کې ورته د قوانینو او کنټرول په اړه خورا جالب دی.

دویمه برخه؛ لسم څپرکی
د کتاب لسم څپرکی په ختیځ کې د بدلمنۍ په بیلا بیلو پړاونو، ورته په جوړو شویو قوانینو، ستونزو او په ټوله کې د لولیو د ژوند په رنګینیو، په هغه ستونزو چې دوئ ورسره د ځان پلورنې پر وخت مخ شوي غږیدلی. لیکوال لیکي چې د نورو هیوادونو په پرتله به جاپان کې لولیو سره هم دوستانه چلند کیده او د ځمکې پر مخ به داسې ځای نه وي چې لولیو ته به پکې د جاپان هومره درناوی شوی وي.
په دې څپرکي کې لیکوال په چین او جاپان کې د لولیو په پير او پلور غږیږي چې ځینې لولۍ داسې وې چې د شېدو په عمر به له مور او پلاره وپيرل شوې او بیا به دلالانو د خپلې موخې لپاره روزلې، دلته په دې هم بحث کوي چې ځينې لولۍ د وخت په تیریدا بیرته عادي ژوند ته ورګرځي. د دلالانو په سخت زړۍ غیږي او زیاتوي چې دوئ به نجونې هره شپه لوڅولې او په قمچینو به یې وهلې، بیا به یې د دې نجونې جامې خپل سر ته کېښودې چې دوئ د شپې ونه تښتي. د پير او پلور پر وخت به یې دواړو خواوو داسې چنې سره وهلې لکه بازار کې چې ښځې کبان پېري او چنې وهي.
لرغوني چین کې هم بدلمني بده نه ګڼل کېده او لولۍ به د لرغوني یونان هومره قدرمنې وې. جالبه پکې دا ده چې په چین کې فاحشه خانې په وچه او سیند دواړو کې شته خو په اوسني سور چین کې بیا کیسې بدلې دي اوس شانګهاۍ هغه شان بدنام ښار نه دی ځکه چې کمونیست واکمن د شهوانیت په دښمنانو مشهور دی.

دویمه برخه؛ یولسم څپرکی
یولسم څپرکی چې پر بدلمنۍ د بندیزونو تاریخ ته ځانګړی شوی، لیکوال لیکي چې د بدلمنۍ د پيل ترڅنګ بیلا بیلو هیوادونو د دې ناوړه پدېدې د کنټرول په موخه د بندیزونو لړۍ پیل کړه خو تر پایه پکې هیڅ هیواد بریالی نشو چې په ټوله مانا بدلمنۍ ته د پاې ټکی کیدي. په دې برخه کې د بدلمنۍ پر ضد د جوړو شویو قوانینو پر اقسامو، پلي کیدا، پایلو او په وړاندې یې د لولیو او دلالانو ری ایکشن باندې بحث شوی. د بدلمنۍ د ختمولو پایله دا وه چې دا مسلک پټ او پوښلی شو. مونږ ګورو چې سره د دې ټولو اقداماتو بیا هم بدلمني روانه ده، دلیل یې دا دی چې لولیو او د دوئ دلالانو به د هر قانون مطابق ځان عیاروه.
کله چې دا کتاب ولولۍ نو بیا پوهیږئ چې بدلمني هم لکه د نشه يي توکو یوه نړیواله پدیده ده، د قوانینو او بندیزونو سره یې هم نتایج چندان ښه نه و. لیکوال لیکي چې اخر ښکاره شوه چې په بدلمنۍ بندیز ممکن نه دی او د دې چارې ضد هر اقدام نورې ستونزې زېږوي. دلته د بدلمنۍ په وجه پر بیلا بیلو ناروغیو هم بحث شوی. د اخلاقو او اصلاح پلویانو به ویل چې د بندیزونو پر ځآی دې اصلاح وشي ځکه چې دا بدي غوټه ختمیږي نه، نو باید قابو شي.

دریمه برخه؛
د کتاب دریمه برخه چې څلور څپرکې لري معاصرې بدلمنۍ ته ځآنګړې شوې هغه برخه ده چې د تیرو دوه برخو سره په لګ توپیر د اوسني دور پر بدلمنۍ، وسایلو او اسانه لاس رسي او کنټرول بحث کوي او د معاصرې بدلمنۍ پر بېلا بیلو اړخونو یې رڼا اچولې چې پکې د عصري ژوند اړوند هغه وسایل او لارې چارې بحث شوي چې بدلمنۍ ته یې نوې بڼه او رنګ بخښلی دی.

دریمه برخه؛ دولسم څپرکی
په دولسم څپرکي کې لیکوال د لولیو/ ځآن پلورونکو مسلکیتوب ته ورګرځي او د بیلا بیلو هیوادونو د لولیو د ځآن پلورنې په جریان کې د بیلا بیلو طریقو او لارو چارو یادونه کوي چې دوئ ځانته خلک څنګه را بولي؟ د دوئ د ګرځیدا انداز، د پيژندنې نښې، ښګیڼې او بدګڼې یې ورته تشریح کړي. د معاصر دور د بدلمنۍ بڼې راپيژني. د ترکیې په شمول په ځينو نورو هیوادونو کې د بدلمنۍ اوسنی وضعیت څیړي او لیکي چې اوس هم په ځينو هیوادونو کې ثبت شوې لولۍ فعالیت کوي او په ځینو نور کې بیا د ثبت هېڅ سیټم نشته. په دې برخه کې د لولیو په اوسني وضعیت خبرې کوي او زیاتوي چې د پخوا په نسبت دوئ ډير چمونه زده کړي چې وخت ناوخت ترې ګټه اخلي او خپل پيرودونکي پرې تیرباسي، د نړۍ د بیلا بیلو هوټلو یې هم پرده پورته کړې چې خپلو مېلمنو ته لولۍ راغواړي او یا ورته مېلمانه ځان سره لولۍ بوځي.

دریمه برخه؛ دیارلسم څپرکی
په دې څپرکي کې لیکوال د ښځو او په ټوله کې د لولیو پر سوداګرۍ تم کیږي او لیکي هر چېرته چې فاحشه خانه وي لولۍ به غواړي او د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره د ښځو سوداګر تل چمتو وي. دا سوداګر هغه نجونې په نښه کوي چې فلمونو، سینماګانو، ډرامو او سټيجونو کې د کار لیواله وي یا زیاتره ښې دندې غواړي او دوئ ژر و اسانه تېرباسي. دا کاروبار ډېر پراخه دی، خورا ډير خلک پکې د دلالانو په توګه بوخت دي. دلته لیکوال د ښځو د سوداګرۍ پر لاملونو هم غږیدلی وایي؛ په هر هیواد کې چې سړي تر ښځو ډیر شي، د لولیو غوښتنه پکې زیاتېږي. همداسې د سړیو له کډوالۍ هم دا غوښتنه زیاتېږي، پوځي بریدونه او د لښکرو تګ هم په دې برخه کې ځانګړی رول لوبي ځکه چې پوځ ارزانه لولۍ غواړي، شتمن خلک پرلپسې د نویو لولیو غوښتنه کوي.

دریمه برخه؛ څوارلسم څپرکی
په څوارلسم څپرکی د بدلمنۍ په وړاندې د قانون، جریمې او سزا په اړه غږیږي، چې د بېلا بیل هیوادونو قوانینو کې ورته د حالاتو مطابق سزا ټاکل شوې، خو د لولۍ په مقابل کې چې کوم سړی ګناه کوي هغوئ ته په سزا هېڅ ټینګار نه کوي. خلاصه دا چې د بدلمنۍ د کنټرول په موخه چې کوم قوانین جوړ شوي او جوړیږي په دغه قوانینو کې تراوسه لولیو ته هېڅ انصاف نه دی ورکول شوی. د لولیو تر ټولو سخت قانون۱۹۵۹ کال کې ساز شو، د دې قانون نوم سټریټ افینس ایکټ و او لولۍ یې د سختو سزاوو وړ ګڼلې وې.

دریمه برخه؛ پنځلسم څپرکی
پنځلسم څپرکی د دې کتاب وروستی څپرکی دی چې د بدلمنۍ په راتلونکي بحث کوي. ځینې خلک په دې نظر دی چې نږدې راتلونکي کې به مسلکي بدلمني ختمه شي خو د اوسنیو حالاتو خو داسې نه ښکاري، ځکه چې په اوسني وخت کې انټرنیټي شبکو د بدلمنۍ نوې لارې چارې ایجاد کړي. لیکوال لیکي چې نن سبا په امریکا او انګلستان کې زنا فېشن ګرځیدلی دی ځکه چې اصیلي نجونې هېڅکله د جنسي بې لارې سړیو تنده نشي ماتولای؛ نو ترڅو چې تمدن وي د مسلکي بدلمنۍ ستونزه به ټولنیزه موضوع وي. خلاصه دا چې بدلمني د دولتي قوانینو له مخې نه ختمیږي. د دې کتاب لوسته د بدلمنۍ تاریخ اړوند یو جالب سبق دا راکوي چې سخت قوانین، ټولنیز پرېکون او اخلاقي اصول یوازې دومره کوي چې بدلمني پټوي، البته په اقتصادي حالت کې انقلابي بدلون ښایي بدلمنۍ کې کمی ممکن کړي.

د دې کتاب د لوستو ګټه به څه وي؟
د دې کتاب لوسته درته د بدلمنۍ په اړه عمومي مالومات درکوي.
د خپلې ټولنې اوسنۍ اوضاع او پکې د میشتو خلکو په پېژندنه کې درسره مرسته کوي.
د بدلمنۍ او ځآن پلورنې پر لاملونو مو خبروي او په ټولنه کې عامه پوهاي ته لار پرانیزي.
د بدلمنۍ او ځآن پلورنې څخه ځان ساتنې او په ټوله کې مو د خپلو کشرانو کنټرول کولو ته متوجې کوي.
د بدلمنۍ او ځان پلورنې څخه پر را ولاړو شویو ستونزو او امراضو مو خبروي. همدا شان مو د دغه مسلک د مخکښانو له لورې له دوکه کولو څخه ژغوري.
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.