د احمدي اثار نړیوال نه دي

لیکوال: تاج وحدتیار

55
وړمه ورځ افغان ادبي بهیر کې د پښتو د ښه لیکوال او ناولېسټ نصیراحمد احمدي یادغونډه وه. که څه هم زه د اورېدنکي په توګه تللی وم، خو د وینا بلنه راکړل شوه او بې چمتووالي مې څو خبرې سره غوټه کړې. زما خبره یوازې پر احمدي صاحب هم نه ده چې ګوندې د نوموړي اثار د نړیوالتوب تومنه نه لري، بلکې دا د پښتو د نږدې ټول داستاني ادب ستونزه ده. هڅه به وکړو، دا فرضیه زبات ته وروسوو چې ایا رښتیا هم احمدي یوازې پښتون او ملي لیکوال دی، نړیوال نه دي او نه یې هم اثار په نړیوالو شاهکارانو کې ځان موندلی شي، که څنګه. یو، دو مغالطې د بهیر له ویناوالو او ملګرو سره وې چې ګوندې د احمدي اثار عالي دي خو پر لنډې جغرافیې تړل شوي. کرکټر تر نورستان او یا هم هرات پورې ګرځول شوی. یا د احمدي اثار ځکه نړیوال کېدلی نه شي چې پښتو نړیواله ژبه نه ده او نه موږ خپل شاهکار اثار نړیوال بازار ته عرضه کړي او یا د نوبل د جایزو په وېش کې بې نیاوي کیږي، هغه اثار چې نوبل جایزې یې ګټلي، رښتیا به عالي نه وي. زه وایم، د نوبل جایزې ګټل او له واحدې جغرافیې الهام او نور یو اثر د عالي اثارو له کتاره نه شي غورځولی.
لوی او نړیوال اثار پر سترو پوښتنو او د بشر پر مشترکو ننګونو غږیږي. المانی شاعر او لیکوال ګویته وایي چې د نړیوالو ادبیاتو سرچینه د یوه هیواد له پولو او ملت ورهاخوا بل ځای وي. مانا، ستا پنځونه تر هغه نړیوال ارزښت نه شي خپلولی، تر څو چې عاطفه/مفکوره دې په خپل ملت او هیواد کې نښتي وي. یعنې نړیوال ادبیات د هېچا نه دي، خو د هر چا دي. نړیوال اثر د بشر د ګډو پوښتنو ننګونکي وي، عاطفه یې فردي، قومي نه؛ بلکې انساني وي. تولیدي فکر لري، د ټول بشر د زړه او د خولې خبره وي، د دوی مشترکه کریغه وي، ستر عالي افکار او درسونه لري، سړي ته فلسفي فکر ورکوي، پوښتنې کولو ته یې رابولي. باید ووایم چې نړیوال اثار ځیني ضمني ځانګړنې هم لري چې پر ځینو اثارو د بحث پر مهال یې مطرحوو.
د ډاکټر محب زغم د ناول چاپ تلوسه راواچوله. زړه کې مې ومنله چې دا اثر د پښتو د نورو داستاني اثارو غوندې نه دی او حتمي بېله سوژه لري. د ډاکټر صاحب( دوزخ په جنت کې) هم پوښتونکی او تولیدي ناول دی. زغم لیکي چې دا ناول شیکاګو کې ما ته له بد زړه تنګونه الهام شو او زړه مې ومنله چې دوزخ مکان نه، زمان دی. د ډاکټر زغم دې اثر کې ځکه د نړیوالتوب څرکونه ښکاري چې رنځ مشترک دی، وېره، نېکمرغي، لذت او نور مشترک انساني صفات دي. فکر راکوي، پوښتنې کوي. تاسو یې دا یوه برخه وګورئ:  که زه څوک نه یم نو دا فکر څنګه کوم؟ اوفففف! دغه لعنتي پوښتنې نو ولې رانه  لاس نه اخلي؟ له ځانه سره مې  وویل  چې کاش دغه آرامي ابدي وای. خو له دې خوند سره وېره ولې مله ده؟ موږ ډېر بدمرغه یو. ددې پر ځای چې د راحت او خوښۍ په وخت کې پوره پوره خوند واخلو، په دې ډاریږو چې هسې نه دغه خوند اوخوښي څوک رانه وا نخلي. ولې راته ټوله ټوله دنیا د خپلې نېکمرغۍ دوښمنه  ښکاري؟
ستر او نړیوال اثار د انسانانو پر مشترک سرنوشت لیکل کیږي او تر ډېره یې موضوعات، غربت، بې نیاوي، عشق، مرګ، ژوند، نېکمرغي او نور وي. دا سمه ده چې د مرحوم احمدي په ګډون زموږ ټولو لیکوالانو پر دې او ورته موضوعاتو لیکل کړي، خو تر ډېره قومي دي. د احمدي صاحب د اثارو سوژې داسې هم دي، چې یوازې د پښتنو پر مشکل لیکل شوي او که ووایو ښایي همدا ستونزه د افغانستان د قومونو ګډه ستونزه هم نه وي. مانا ځیني اثار یې ملي کېدلی هم نه شي. دلته به پر څو لویو اثارو خبرې وکړو او د نړیوالتوب رازونه به یې وسپړوو.
کیمیاګر له نوم ښکاري چې زما د هېواد، قارې او د بل هر انسان لپاره لیکل شوی. که پاولو کوېلو پښتون وای او دا اثر یې په پښتو هم لیکلی وای، بېشکه نړیوال اثار به و. کیمیاګر یو ډول راته وايي چې د ژوند دویم نوم هڅه  و تلاښ دی. دا ناول د هر متخصص، نامتخصص د فلسفې، اقتصاد، ژبپوهنې، ادبیاتو او هر انسان ته د ژوند، ابتکار او د تکامل درس ورکوي. دا اثر بیخي ډېر درسونه لري. اوس که یو څوک داسې اثار د نړیوالو اثارو له ردیفه غورځوي، ظلم به وي. کیمیاګر موږ خپل پټ دروني استعداد موندنې ته اړ باسي، د طبیعت پر راز او رموزو د پوهاوي چل راښیي. دا هم راته وایي چې د لوی هدف لپاره به له وړو وړو علاقو تېرېږي، لکه شپون سنټیاګو چې له رمې او فاطمې لاس په سر کیږي. پر ډار د غلبې ځواک راکوي. طبیعت پر سنټیاګو کیمیاګري کوي، دی ګرځوي، لالهاندوي، تر څو دی پوخ شي او باارزښت شي. کیمیاګري همدې ته وایي چې ته له وسپنې او بل ناارزښت فلز څنکه طلا لاسته راوړې. پوهېږئ؟ اصلا خزانه د کلیسا ترڅنګ د هغه چنار لاندې ده چې دی ور لاندې پروت او د خزانې خوب ویني. ده ته ویل کیږي چې خزانې پسې به د مصر تر اهرامونو یون کوې.
کیمیاګر په سېمبولیکه ژبه راته وایي چې د لوی هدف لپاره به له وړو مجبوریو تېرېږي، عشق او ماديات د ژوند د ستر هدف خنډونه دي، دا رنځ به منې.
دا ناول د تابوشکنۍ روحیه هم راکوي. مانا د سنټاګو کورنۍ پښت له پښته کشیشان دي، د عزت خلک دي، خو دی شپني ته مخه کوي. ناول راته د نوښتانه فکر او ژمنتیا درس هم راکوي. ناول وايي چې که ژوند کې صادقه یې، نو ټوله دونیا به درسره راسته چلیږي. د بلوري لوښو پلورونکی نوښت نه لري، کاروبار هېڅ وده نه کوي، خو سنټیاګو اقتصادي مشورې ورکوې او د سړي کاروبار له ځمکې اسمان ته پورته کیږي. سنټیاګو یو رښتینی انسان دی او دا ناول د صداقت یوه چینه.
دا کتاب په کل کې راته وایي چې هر سړی په خپل درون او ژوند کې یو عالي ارمان او موخه لري، باید ځان پسې زهیر کړي او خپله ورکه ومومي. په دې لاره کې به له ګڼو خطرونو سره مخېږې، غله به دې شکوي، مرګ، لوږه او تنده به منې. مانا پر دې سړی باوري کوي چې هڅه او همت سړی له خپل هدف نه شي راګرځولی.(که ته یو شی د زړه له تله وغواړې، نو ټول کاینات درسره هدف ته د رسېدو په لاره کې مرسته کوي.) مانا کیمیاګر ژوند بامانا کوي او د کیمیاګر په یوتوپیا کې بې هدفه انسان ځای نه لري. له دې سره موږ کار نه لرو چې دا د مولانا د مثنوي او معنوي له شپږم دفتره اقتباس شوی او دی ځوانۍ کې ایران ته راغلی، مولانا یې لوستی او نور… .
لوی اثار په ادبیاتو کې نوې لارې او مکتبونه ایجادوي. مانا ادبیاتو ته لوری ورکوي. د کافکا مسخه او د ګابریل ګارسیا مارکېز ((سل کاله یواځیتوب)) یې ښې بېلګې دي.
د نړیوالو اثارو یوه خوبي دا ده چې له حسب حال او د ننني عصر له تقاضاوو سره سمون ښیي. کافکا کې انسان له ماشیني او یولخته ژوند نور تر سپږمو راغلی. مسخه کې د ننني عصر د انسان بېګانګي له خپل ځان او اطرافو سره ښیي. کافکا د انسان پر برخلیک غږیږي.
سامسا( د ناول مرکزي کرکټر)  یوه ورځ له خوبه ویښېږي، ځان دروند ورته ایسي. چې ګوري په یوې نابلده حشرې اوښتی. دی کورنۍ ته ځان نه شي ښوولی، کور سره یې تشویش شي چې ځوان څنګه ناوخته کړه، باید کار ته ځان ورشي او مړۍ یې له خولې ونه وځي، خو دی له شرمه ځان د کور غړو ته نه شي ښودلی. ددې پر ځای چې کور یې ورسره ښه وکړي، دی شکنجه کوي او ژوند یې ور تریخوي. که څه هم  سامسا یو واقعي زیارکښ انسان او د کور غم ورسره دی، خو کله چې له لاس و پښو لوېږي پر فراموشۍ محکومیږي او نور نو دی ګټور نه دی، باید ارزښت ونه لري.
لوی اثار د کلاسیکیت عنصر لري، جاودانه وي، وختونه پرې خاورې نه شي اړولی او چې زمانه تېرېږي، هومره د خلکو ورته پام کیږي. ښایي په دې کې راسره همغږي وئ چې د هوګو پر بېوزلان به لس ځله ۲۵۰ کاله تېر شي، خو ارزښت به یې پر ځای وي. ولې؟ ځکه د نړیوالتوب تومنه لري.
لوی اثار کله کله د یوه هېواد شته قوانین ور ننګوي او د بدلونونو مولد وي. د یوه محکوم وروستۍ ورځ یې ښه نمونه ده. منځنیو پېړیو کې اروپا د کلیسا په واګو کې وه. د کلیسا خبره د کاڼي  کرښه او پرېکړه یې بیخي  وروستۍ وه. اروپا په دا پېر کې د اعدامونو ګڼې تجربې تر شا پرېښودې. بېکاریا د  ۱۷-۱۸ پېړیو په منځ کې (مجازات او جرایم) ولیک. دې کتاب د کلیسا د وخت د حقوقي پرېکړو لمنه ورټوله  کړه او د نوي حقوقي او فکري نظام  ستنې یې ټینګي کړې. ویل کیږي چې د (یو محکوم وروستۍ ورځ) دومره عام  شو چې په اروپا کې یې  یوه نیمه پېړۍ د اعدام لړۍ ودروله.
تاسو د دې بې جوړې کتاب دا جملې ولولئ: (( څه مې کړي وای؟ بله لاره نه وه. یوه ورځ  ډېر وږی شوم. د یوې نانوایي ښیښه مې ماته  کړه او یوه ډوډوۍ مې غلا کړه. ویې نیولم. ما لا ډوډۍ خولې ته کړې نه وه چې پر ابدي حبس محکوم شوم او په اوږه یې په داغ شوې میله  ولیکل: پر ابدي حبس محکوم.!!!))
او دا یوه یې هم: ((ولې پر مرګ محکوم ونه اوسم. نه پوهېږم په یوه کتاب کې مې لوستي و، چې د دې کتاب تر ټولو ښکلې جمله هم وه. انسانان ټول پر مرګ محکوم دي. څوک وړاندې، څوک وورسته. که داسې  خبره ده، بیا زما کیسه له نورو څه توپیر لري!؟))
یوه بله یې: (( له هغې ورځې چې زما حکم صادر شوی، څومره کسان به د اوږده عمر له وجې مړه شوي وي؟ څومره روغ او تاند ځوانان به چې هیله یې درلوده ما د اعدام په رسۍ کې ځوړند ووینی؛ له ما مخکې شوي وي؟ او څومره نور به تر ما مخکې مړه شي!؟))
نړیوال اثار یې ډېری په سېمبولیکه ژبه راته غږېږي چې زموږ داستانونه دا شی هم نه لري. ددې ښه مثال کیمیاګر او ورته نور ناولونه دي. زموږ لیکوالان لا شعوري پر دې نه پوهېږي چې ایا داستان هم سېمبولیک ولیکل شي که نا؟ رښتیا په دې تړاو خو کتاب څه چې لومړۍ مقاله تازه اجمل پسرلي تازه لیکلې.
لوی اثار د فلسفي مکتبونو او تیوریو مشرح متون وي. یا که ووایو لوی اثار د علمونو او تیوریو تمثیلي شرحې دي. د کافکا مسخه او د کامو پردی د ابزرډېزم د شرحې مثالونه دي. پردي کې د انساني ژوند هدف باندې فکر شوی، انساني ژوند یعنې څه؟ انسان بودن څه مانا؟ دا را تلقینوي چې انسانانانو له ډېر پرمختګ سره سره لا د ابتدایي سوالونو پر حل نه دي توانېدلي. مرسو(مرکزي کرکټر) د مور د مړینې په تړاو بیخي بې حسه دی خو د سلامانو سپی مړ دی، چغي بغارې وهي. د مرسو عاطفه د مور پر مرګ نه راپاریږي، ددې سربېره خپله زړه معشوقه ماریا مومي، سینما ته ورسره ځي او سیند کې لامبي.
راځئ اوس له دغو ځانګړنو او اثارو سره د مرحوم احمدي اثار پرتله کړو. پښتو کې د لویو اثارو د لیکنې تکل محمد اکبر کرګر او پروفیسور راز صاحب شعوري کړی او دا دوه استادان له نړیوالو اثارو سره اشنا ښکاري او د نړیوالو ادبیاتو پر روح پوه دي. د احمدي صاحب لومړني لیکل شوي ناولونه بیخي په وړو سوژو راڅرخي. ښايي په څپک ځمکه د انسان وژل، د خپل ښوونځي سوځول، د ښځې له کوره وتل او پر مرګ یې ځوابول، ښې سوژې وي، خو پښتني دي. هو، احمدي صاحب ښه داستانونه لیکلي، لکه طبیب د پښتنې ټولنې دردونو ته متوجې شوی. زما په ګومان  ښاغلي احمدي په وروستیو کې هڅه کړې چې دا دایره ماته کړي. رنګه غوږونه(دا اثار تر نورو ټولو د نړیوالو اثارو پر بحر ښه ورګډیږي.) غڼې ځاله او نور لري. د مرحوم احمدي په نورو ناولونو کې هم ځای نیم ځای بشري پیغامونه شته. د پټان ناول وروستي جمله کې وایي چې انسان کېدل اسانه دي، خو لږ پام و زحمت غواړي. یو ځای مې لوستي و چې د اثارو ادبیت په ادبي معیارونو تلل کیږي خو عظمت یې نور معیارونه غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.