یا ولادي معاينه (obstetric examination)

58

تاريخچه (History)
1. تاریخچه: د ولادي واقعې د تاریخچې اخیستل له طبي یا جراحي واقعو سره توپیر لري.
د ولادي تاریخچې د اخیستلو ترتیب په لاندې ډول دی:
• د ناروغې نوم
• عمر په لومړني میاشتني عادت کې (menarche)
• دین
• د اوسیدو ځای
• د واده نیټه
• گرویډا Gravida: د حملونو ټول تعداد پرته لدې چې عواقب يي په نظر کې ونیول شي ښيي. د بېلګې په توګه بالنفسه سقطونه، نور سقطونه، مړه زېږېدل‌شوي ماشومان، نارمل ولادتونه.
• پریټي Parity: د هري مودې ژوندي زېږېدل شوي ماشومان یا مړه زېږېدل شوي ماشومان (وروسته له ۲۴ اونیو) څخه ښیي. د بیلګې په توګه، یوه مېرمن چې دوه سقطونه او یو نارمل ولادت لري او د معاینې په وخت کې هم حامله ده په لاندې ډول ښودل کېږي: (G4=P1+2) Gravid 4 اما para 1
• ال ام پي LMP (Last menstrual period): د وروستني طبیعي میاشتني عادت لومړۍ ورځ څخه عبارت دی.
• د زیږون تخمیني نېټه (Expected date of delivery/EDD): د زیږون اټکلیزه نیټه کولای شو د Naegele قانون پر بنسټ تعیین کړو.
– د Naegele قانون: ۹ میاشتې او ۷ ورځې د وروستني میاشتني عادت له لومړۍ ورځي سره جمع کړئ، په پایله کې د زیږون اټکلیزه نېټه لاس ته راځي. دا فورمول په هغو مېرمنو کې صدق کوي، چې میاشتنی عادت يې ۲۸ ورځې وي. د بېلګې په توګه، یوه مېرمن د خپلې وروستني عادت لومړۍ ورځ د ډسمبر ۳مه ښيي. اوس د نېګل قانون پر بنسټ د زېږون اټکلیزه نېټه يې عبارت ده له: ۳+ ۷ = ۱۰ ډسمبر + ۹ میاشتې = د راتلونکي کال د سپټمبر۱۰
د حمل منځنۍ موده کابو ۴۰ اونۍ ده. د زېږون اټکلیزه نېټه کولای شو د حلقوي کارټ (څرخ) په مرسته تعیین کړو.
– رسک فکټورونه: د حمل د مودې رسک فکټورونه باید وپېژندل شي. د حمل د مودې مهم رسک فکټورونه عبارت دي له: د ویني لوړ فشار، diabetes mellitus، کلیوي ناروغۍ، د عمیقه وریدونو ټرومبوز، epilepsy، AIDS او د eclampsia تاریخچه.
– دوایي تاریخچه: د بېلابېلو ناروغیو د درملنې په موخه اخېستل شوي درمل باید وپوښتل شي. ډېری درمل جنین ته مُضر دي. د درملو او الکولو د اعتیاد تاریخچه باید واخېستل شي.
2. پخوانۍ تاریخچه: لاندینۍ برخې په کې شاملې دي:
• پخوانۍ طبي تاریخچه: د روماټیک تبې، شري، ټوبرکلوز، سفلیس، قلبي‌وعایي ناروغۍ، د بولي‌تناسلي سیسټم ناروغۍ او د eclampsia تاریخچه په‌کې شاملېږي.
• پخوانۍ جراحي تاریخچه: په دې برخه کې باید له ناروغې څخه د ټرافیکي پېښو، نقل‌الدم، د بولي‌تناسلي سیسټم عملیاتونو په اړه پوښتنه وشي. د بالنفسه او عمدي سقطونو تاریخچه باید واخېستل شي.
3. کورنۍ تاریخچه: د غبرګونو او غیرطبیعي زېږېدلو ماشومانو تاریخچه باید وپوښتل شي. له خپلوانو سره د ودونو په اړه باید وپوښتل شي، ځکه غیرطبیعي ولادي واقعې لکه microcephaly، دماغي وروسته‌والی او ارثي ناروغۍ په لومړۍ درجه خپلوانو کي ډېرې لیدل کېږي.
4. ولادي تاریخچه: لاندې برخي په کې شاملې دي:
• پخواني حملونه: د پخوانیو حملونو هر یو باید په لاندې ډول ثبت کړای شي. لکه:
• اوسنی حمل: د اوسني حمل پوره تاریخچه باید ثبت کړای شي. په دې صورت کې، ډاکټر باید د سهارني خواګرځي، مهبلي افرازاتو، بولي اختلالاتو، قبضیت او نورو په اړه پوښتنه وکړي.

#فزیکي_معاینه (physical examination)
لاندې برخې په کې شاملې دي:
الف: عمومي فزیکي معاینه: ډېری توضیحات په لومړي څپرکي کې وړاندي شوي دي. په دې حالت کې باید پړسوب (اذیما) ته ځانګړې پاملرنه وشي. په طبیعي حملونو کې کېدای شي په پښو کې اذیما شتون ولري، اما د شدت په صورت کې او په ځانګړې توګه که له albuminuria او د وینې د لوړ فشار سره یوځای وي پر pre-eclampsia باندې دلالت کوي، چې پاملرنه باید ورته وشي. د ناروغې د ونې او وزن تعیین مهم دی. هغه مېرمنې چې د لږ وزن درلودونکي دي په هغو کې د جنین د ودې د شاته‌والي رسک ډېر دی او د مور د چاغوالي په صورت کې په ډیابټ د اخته‌کېدو او د حملي لوړ فشار احتمال ډېر دی. دواړه حالتونه، هم چاغښت او هم ډنګرتوب، د حمل او له زېږون څخه وروسته مړینې سره یوځای وي.
ب: سیسټمیکه معاینه: تفصیل يې مخکې تېر شوی دی.
ج: ولادي معاینه: لاندې برخې په کې شاملې دي:
1. د تیونو (ثدیو) معاینه
2. د بطن له لارې (per-abdominal) معاینه
3. د مهبل له لارې (per-vaginal) معاینه

#د ثدیو (تیونو) معاینه
تفتیش: د ثدیو (تیونو) غټېدل د شحمیاتو د تراکم او د غدوي عنصرونو د ډېروالي په سبب د حمل د مترافقه تغییراتو له جملې شمېرل کېږي. ممکن د جلد لاندې څرګند وریدونه او striae هم ولیدل شي. حُلیمې غټې او انتعاذي وي. د حلیمو شاوخوا هاله ډېره تیاره وي. متعدد تبارزات (tubercle of Montgomery) چې اصلاً ضخاموي sebaceous غدې دي، ممکن د هالې په شاوخوا کې ولیدل شي.
جس: ثدیې باید په نرمښت سره جس کړای شي. له جس سره ممکن تیونه کلک، حساس او نوډولیر احساس شي. ممکن واړه او ظریف تبارزات (tubercle of Montgomery) د هالې شاخوا ته احساس شي. colostrum ممکن وروسته له دریېمې او څلورمې میاشتې څخه له حلیمې څخه جریان پیدا کړي.

#د بطن له لارې (Per-abdominal) معاینه
#تفتیش
ناروغه باید په ظهري اضطجاع وضعیت کې داسې څملي، چې پښې يې د قبض په حالت کې او سر يې لږ پورته وي. بطن باید په کافي اندازه لوڅ وي. معاینه‌کوونکې باید د ناروغې ښي اړخ ته ودرېږي او بطن يې د بڼې، کرښو او سکارونو شتون او د نامه موقعیت له نظره وارزوي.
– د بطن بڼه: بطن وروسته له ۱۲ اونیو څخه غټېږي.
– توره کرښه (linea nigra): یوه صباغی کرښه ده، چې د بطن په منځ کې موقعیت لري او د نامه څخه تر symphysis pubis پورې امتداد لري. دا کرښه معمولاً وروسته له ۱۲ اونیو څخه د لیدو وړ وي.
– د حمل کرښې (striae gravidarum): دا کرښې د حمل په منځ کې تظاهر کوي. ګلابي‌رنګه وي. د بطن د سفلي برخې په جوانبو او قدام کې په لومړني حمل کې ښکاره کېږي او د وخت په تېرېدو سره په سپینو نقره‌یي کرښو (linea albicans) بدلېږي. دا کرښې ممکن په تیونو کې هم ولیدل شي.
– د سکار نښې (scar marks): د بطن په سفلي او منځنۍ برخه کې د سکار شتون د پخواني حوصلي عملیاتو ښوونکی دی.
– نوم یا سره (umbilicus): سره له جلد څخه پورته موقعیت لري او کله‌ناکله څرګند وتون ښيي.
#جس
بطن باید په نرمښت سره جس شي. د جس په وخت کې باید د دواړو لاسونو له ګوتو څخه ګټه واخیستل شي. ګوتې باید په اواره توګه په بطن کېښودل شي. لاسونه باید تاوده کړای شي. که چېرې ناروغه مضطربه وي، اړینه ده چې له ناروغې سره لنډې خبرې ولرو، ترڅو لدې حالته راووځي. لاندې ټکي د رحم په اړه ملاحظه کړئ:
• اس اف اچ Symphysis fundal height (SFH): دا واټن د فنډس د لوړوالي د جس په واسطه، چې معمولاً د منځنۍ کرښې ښي اړخ ته موقعیت لري ارزول کېږي. د دې لپاره، د خپل کیڼ لاس زندي خوا د رحم په تر ټولو علوي سویه کې ږدو او دا ځای په نښه کوو، ځکه دا د حمل د مودې په ارزولو کې مرسته کوي.
تقریبي اټکل په انچ سره: د fundus لوړوالی د حمل د اونیو له شمېر سره مساوي ده (په سانټي‌مټر). په حقیقت کې، که په ځير سره اندازه کړای شي SFH دوه سانټي‌مټره د حمل د اونیو له تعداد څخه لږ وي. دا قانون د حمل تر ۳۶مې اونۍ پورې صدق کوي. وروسته حوصلې خوا ته د جنین د نزولي خوځښت په سبب، SFH لږېږي. جنین مخکې له ۱۲ اونیو څخه د بطن له‌ خوا د جس وړ نه وي، ځکه د حمل په درېیو لومړنیو میاشتو کې جنین د یوه حوصلي غړي په توګه پاتې کېږي. SFH په لاندې حالتونو کې غټ وي:
‌أ. په LMP کې اشتباه
‌ب. غبرګوني ماشومان
‌ج. polyhydramnios
‌د. حمل سره مترافقه حوصلي تومورونه
‌ه. macrosomia
‌SFH په لاندې حالتونو کې کوچنی وي:
‌أ) د رحم دننه مړینه
‌ب) oligohydramnios
‌ج) د رحم د ننه د ودې وروسته‌والی
‌د) په LMP کې اشتباه
• د رحم بڼه: د حمل په لومړنیو ۳ میاشتو کې، رحم خپله هرمي بڼه له لاسه ورکوي او ډېری کُروي بڼه غوره کوي. وروسته له ۴مې میاشتې بېرته بیضوي بڼه غوره کوي او د بطن خوا ته غټېږي.
• د رحم قوام: د حمل په لومړنیو اونیو کې، رحم ډېری نرم او ایلاسټیکي کېږي.
• رحمي تقلصات (Braxton Hick’s sign): د رحم بي‌درده دوره‌يي تقلص او استرخا کولای شو وروسته له ۱۶ اونیو په دوه لاسونو احساس کړو. معاینه‌کوونکی باید خپل دواړه لاسونه د رحم دوو خواوو ته کېږدي.
یادونه: دا تقلصات په myoma او hematometria کې هم شتون درلودی شي.
• جنیني قطب: جنیني قطب په ۳۴مه اونۍ کې د جنین متبارز او د جس وړ برخې (سر یا الیوي ناحیه) ته ویل کېږي. د جنین سر نسبت سفلي برخو ته ډېر ګرد او کلک وي. که قطب یواځې جس شي، په دې معنی ده چې حمل یوګونی دی او که څو قطبونه جس شول په دې صورت کې ممکن حمل دوه‌ګونی یا څوګونی واوسي.
که SFH لوی ملاحظه شي، اما جنیني غړي په سمه توګه د جس وړ نه‌وي، ممکن polyhydramnios شتون ولري. که SFH کوچنی وي او جنیني غړي په آسانۍ سره د جس وړ وي ممکن oligohydramnios شتون ولري.
• د رحم محور (axis of uterus): په طبیعي حالت کې رحم anteverted او anteflexed وي. که چېرې retroverted وي، معاینې سره د رحم جسم ډېر غټ او نرم وي او په خلفي برخه کې احساسېږي او له مهبلي معاینې سره، د رحم عنق ډېر پورته او قدام خوا ته متوجه وي.
• امنیوټیکه مایع (liquor amnii): د liquor amnii د شتون د پوهیدلو لپاره یوه معاینه د external ballottement په نامه ترسره کېږي.
میټود: ناروغه باید په ظهري اضطجاع وضعیت څملي. خپل دواړه لاسونه د رحم په څنډو کېږدئ. په خپل کیڼ لاس رحم لږ ښي لور ته کېکاږئ؛ ښی لاس به مو له یوه آزاد او خوځنده داخل‌رحمي جسم (جنین) سره تماس ومومي. دا نښه وروسته له ۲۰ اونیو موندل کېدای شي، ځکه په دې موده کې جنین نسبت liquor amnii ته کوچنی وي. کله‌ناکله د مایع اهتزاز (fluid thrill) د متوسع رحم په ټولو څنډو کې احساس کېدای شي.

#جنین (Fetus)
لاندې ټکي د یوه جنین په اړه ملاحظه کړئ:
1. قرار (Lie): lie د جنین طولاني محور نسبت د رحم طولاني محور ته ښيي. lie کېدای شي طولاني، مایل یا عرضاني واوسي.
• که چېرې جنیني قطب په حوصله کې موقعیت ولري، محور طولاني دی.
• که چېرې جنیني قطب یوې خوا ته متمایل وي، محور مایل دی.
• په عرضاني ډول، جنین په بطن کې په افقي بڼه موقعیت لري.
2. اعتلان (presentation): د جنین هغه برخه ده چې د رحم په سفلي سګمنټ (د رحمي عنق له داخلي فوهې څخه پورته) یې موقعیت نیولی وي. پنځه ډوله يې شتون لري چې عبارت دي له:
• د سر ککرۍ (vertex)
• بریچ breech
• اوږه (shoulder)
• مخ (face)
• وریځه (brow)
3. موقعیت (position): دا اصطلاح د جنین موقعیت نظر د مور حوصلې ته ښیي. په دې صورت کې، د معتلنه غړي یو ځانګړی ټکی په نظر کې نیول کېږي، چې د denominator په نامه یادېږي. د هر اعتلان لپاره د دې ټکي څلور ممکنه وضعیتونه شتون درلودلای شي. دا څلور وضعیتونه د حوصلې څلورګونو رُبعو له نظره تعیینېږي، چې ښی او کیڼ قدامي او ښی او کیڼ خلفي په کې شامل دي. د جنین په سر کې denominator ټکی occiput دی او په breech کې سکروم او په مخ کې زنه ده.
4. اټيټوډAttitude: دا اصطلاح د جنین د اطراف او سر اړیکه نظر د جنین جذعې ته ښيي. که سر او اطراف د قبض په حالت کې وي، په دې صورت کې، flexed attitude او که د بسط په حالت کې وي، extended attitude بلل کېږي.
5. انگیجمنټ Engagement: د معتلنه غړي د تر ټولو غټ قطر تېرېدل په حوصله کې ښيي. سر په فرضي توګه له vertex څخه تر زنې په ۵ ناحیو وېشي. که vertex د symphysis pubis په سویه کې قرار ولري، په بشپړ ډول د جس وړ او خوځنده وي (د بطن له لارې). په دي صورت کې، engagement ته يې ۵/۵ نمرې ورکول کېږي. د وخت په تېرېدو سره، چې سر سفلي خوا ته نزول کوي تر ډېره لږ جس کېږي. او نمرې يې ۴/۵، ۳/۵ کېږي. که سر خپل خوځښت له لاسه ورکړي مرحله له ۲/۵ تر ۱/۵ ده. سر باید په دواړه لاسونو ونیول شي او هڅه دې وشي تر څو یوې او بلي خوا ته وخوځول شي.
6. سټیشن Station: د حوصلې د عمق هغه ځای ښيي، چې معتلنه غړی هلته رسېدلی وي. یوه فرضي کرښه د دوو ischeal spine تر منځ د صفري ټکي په حیث منل شوې ده. لدې کرښې څخه پورته واټن (په سانټي‌مټر) منفي او ښکته یې مثبت ګڼل کېږي.

د پورتنیو اصطلاح‌ګانو د تشخیص لپاره له لاندې میتودونو څخه ګټه اخیستل کېږي:
• فنډل گریپ Fundal grip: په دې میتود کې موندل کېږي چې د جنین کومه برخه د رحم په غور کې شتون لري.
میتود: ډاکټر باید ناروغې ته مخامخ ودرېږي او د رحم حدود په سطحي جس سره څرګند کړي. تر دې وروسته خپل دواړه لاسونه د رحم په غور (fundus) کېږدي او د ګوتو په څوکو جنیني قطب په نرمښت سره جس کړي. که breech د رحم په غور کې موقعیت ولري، په دې صورت کې تر ډېره غټ، غیرمنظم او له نرمو حدودو سره احساسېږي. اما که چېرې سر په fundus کې موقعیت ولري، کلک، مدور، خوځنده او لامبو وهونکی احساسېږي، یعنې په آزاد ډول خوځښت ښيي. د رحم fundus معمولاً (که چېرې سر په کې شتون ولري) نسبت د breech شتون ته تر ډېره کوچنی وي.
• لیټرل گریپ Lateral/Umbilical grip: له دې مانور څخه د جنین د هغو برخو د تعیینولو لپاره ګټل اخیستل کېږي، چې په جوانبو کې موقعیت ولري.

میتود: ناروغې ته مخامخ ودریږئ او د خپلو دواړو لاسونو په ګوتو سره د رحم دواړه خواوې جس کړئ. د cephalic اعتلان په صورت کې، د جنین شا د لاس زندي څنډې سره جس کېږي. چې په دې صورت کې په آوار ‌ډول (په یوه منځنۍ کرښه کې) احساسېږي. اما لاسونه او پښې د نوډیولي جوړښتونو په بڼه بله خوا کې احساسېږي.
• پلویک گریپ Pelvic grip: په داسې حال کې، چې ستاسو مخ د ناروغې پښو ته متوجه وي، د خپلو دواړو لاسونو څلور ګوتې د منځنۍ کرښې دواړو خواوو ته له مغبني لېګمنټ څخه پورته کېږدئ. په ګوتو سره باید حوصلي حاشیې ته سفلي او خلفي خوا ته فشار ورکړئ، ترڅو جنیني قطب چې هلته شتون لري جس کړئ. په دې د جنین د attitude، اعتلان (presentation) او د معتلنه غړي engagement په هکله معلومات لاس ته راځي. د دواړو لاسونو ګوتو سره په معتلنه غړي باندې فشار وارد کړئ، ترڅو د معتلنه غړي خوځښت وموندل شي. که چېرې د دواړو لاسونو ګوتې د معتلنه غړي لاندې سره یوځای شي او حرکت وکړي، دا په دې معنی ده چې معتلنه غړی engage شوی ندی. اما که د دواړو لاسونو ګوتې سره یوځای کړای نشي او موازي پاتې شي دا په دې معنی ده چې engagement واقع شوی دی.
• پولیک گریپ Pawlik’s grip: په دې صورت کې د ناروغې ښي لور ته ودریږئ او خپل مخ د ناروغې سر ته متوجه کړئ او خپل ښی لاس له symphysis pubis څخه پورته کېږدئ. غټه ګوته مو ښي خوا ته او پاتې څلور ګوتې مو د رحم کیڼې خوا ته او د ورغوي زندي خوا مو د symphysis pubis علوي خوا ته کېږدئ. اوس له بسط شوو ورغوو سره، هڅه وکړئ چې معتلنه غړی په لاس کې ونیسئ. له تجربې سره، کولای شو په دې میتود د اعتلان، position، او د معتلنه غړي د engagement په هکله معلومات لاسته راوړو.

#قرع (Percussion)
که د حمل په موده کې پر رحم قرع وشي، dullness ښيي.

اصغأ (Auscultation)
د لاندینیو غږونو د اورېدلو لپاره ترسره کېږي:
• د جنین د زړه غږونه (FHS): دا غږونه په بطن کې د Pinard stethoscope یا fetoscope په واسطه په هغو ځایونو کې اورېدل کېږي، چې د جنین صدر د بطن جدار سره نږدې موقعیت ولري. په ډاپلر سره هم کولای شو دا غږونه په ډېر څرګند ډول واورو، چې په دې صورت کې د ماشوم مور هم کولای شي د خپل ماشوم د زړه غږونه واوري.
د FHS وصف لکه تر بالښت لاندې د ساعت ټک ټک وي. د زړه غږونو د اورېدلو لپاره تر ټولو لومړۍ موده ۲۴مه اونۍ ده. په دې وخت کې، رېټ په دقیقه کې ۱۴۰-۱۶۰ وي. د ولادت تر وخته ۱۲۰ ته کته کېږي. وروسته له ۲۴ اونیو، په هر ملاقات کې، د جنین زړه باید اصغأ کړای شي.
• رحمي سوفل (Uterine souffle): یو سیسټولیک ملایم لګېدونکی مرمر دی چې د مور له نبض سره یوځای اورېدل کېږي. دا مرمر د وینې د جریان په سبب چې له متوسع رحمي شریانونو څخه تېرېږي، منځ ته راځي. دا سوفل د رحم شاوخوا ته وروسته له ۲۰مې اونۍ اورېدل کېږي.
• فمیک سوفل Funic souffle: ملایم باد ته ورته غږ دی، چې د جنین د قلبي غږونو سره په یو وخت کې اوریدل کېږي. دا غږ په سُروي شرایینو کې د ډېر جریان په سبب اورېدل کېږي. تل شتون نلري. یواځې په ۱۵٪ واقعو کې چې سُروي حبل د سټیټوسکوپ لاندې واقع شوی وي، اصغأ کېږي.
• معایي غږونه: دا غږونه هم د رحم د غټېډو په صورت کې اورېدل کېږي.

#د per-vaginal (P.V) معاینه
معمولاً دوه معاینې ترسره کېږي. لومړۍ، په لومړنیو مرحلو کې د حمل د ارزولو لپاره او د رحم د غیرطبیعي موقعیت او د مبیضي تومورونو د موندلو لپاره ترسره کېږي. دوهمه، زېږون مودې ته نږدې د حوصلې د ظرفیت د ارزولو لپاره ترسره کېږي.
#الف- مقدم P.V: لاندې برخې په کې شاملېږي:
• مهبلي معاینه(vaginal examination)
• مهبلي-بطني معاینه يا په دوو لاسونو معاینه (bimanual examination)
یادونه: د P.V. معاینې څخه تر مخه د ناروغې موافقه شرط ده او د ترسره په وخت کې یې باید یوه ښځینه نرسه شتون ولري.
• مهبلي معاینه: ناروغه باید خپله مثانه تخلیه کړي او ظهري اضطجاع وضعیت غوره کړي او خپلې پښې د قبض په حالت کې ونیسي (ځینې ډاکټران دې معاینې ته په جنبي وضعیت کې ترجیح ورکوي). د اسپسي شرایط باید په جدي توګه په پام کې ونیول شي. لومړی باید لاسونه ووینځل شي او وروسته په معقم دستکشونو سره وپوښل شي. د وېښتانو خرېیلو او د انسټیزۍ تطبیق ته اړتیا نشته.

خارجي معاینه:
عجان(Vulva) : عجان تفتیش او په ځیر سره معاینه کړئ. دا ځای د افرازاتو، حساسیت، اذیما، وریکوزي وریدونو یا نورو اختلالاتو له نظره وارزوئ. د شفتانو د اذیما د شتون په صورت کې هغه په غټه او اشاره ګوتو جس کړئ.
مهبل (Vagina): صغیره شفتان په خپل کیڼ لاس سره لېرې کړئ او introitus تفتیش کړئ. دا د التهاب، انشقاق یا کوم بل اختلال د شتون له نظره وګورئ. د احلیل د فوهې حالت هم باید ملاحظه شي. وروسته د speculum په مرسته د مهبل قبه لېرې او د رحم عنق مطالعه کړئ. د مهبل جدارونه زرغون‌رنګي او مرطوب ښکارېږي (Jacquemier’s sign). د رحم عنق هم زرغون‌ ښکاري، چې علت يې وریدي احتقان دی. کله‌ناکله ممکن وریکوزي وریدونه د مهبل په سفلي نهایت کې د لیدو وړ وي. د مهبل افرازات او وینه هم باید ملاحظه شي.

#داخلي معاینه:
معاینه‌کوونکې ګوته په انټي‌سپټیک لوشن یا کریم مرطوب کړئ. ناروغې ته باید ډاډ ورکړ شي او هیله ترې وشي چې ځان آرام کړي. وروسته د کیڼ لاس په غټه او اشاره ګوتو صغیره شفتان سره بېلې کړئ او د ښي لاس اشاره او منځنۍ ګوتې په مهبل کې دننه کړئ. د دې پروسیجر د ترسره په وخت کې، د ښي لاس غټه ګوته د بسط په حالت کې او څلورمه او پنځمه ګوته د قبض په حالت کې وساتئ.
وروسته له دې چې د ښي لاس ګوتې په مهبل کې د ننه شوې، کیڼ لاس باید د بطن په سفلي برخه کې کېښودل شي. ورپسې د مهبل جدارونه د تورم (پړسوب) د موندلو لپاره جس کړئ. مثانه او رکټم جس کړئ او وګورئ چې آیا تش دي که متوسع.
د حساسیت، حوصلي تومور یا سیسټ شتون ملاحظه کړئ. وروسته تر دې خپلې ګوتې نورې هم وړاندې بوځئ او د رحم عنق جس کړئ. هڅه وکړئ تر څو جهت يې ومومئ چې قدام خوا ته دی که خلف خوا ته. په حمل کې معمولاً علوي او خلفي خوا ته بېځایه کېدای شي. قدام يې جس کړئ چې نرم دی که کلک.
د Goodel نښه: په حمل کې د رحم عنق نسبت طبیعي حالت ته چې کلک ده (لکه د پوزي څوکه) نرمېږي (لکه شونډې). د فورنکسونو نرموالی د حمل له نښو څخه دي.
• د Hegar نښه (دوه لاسي معاینه): اشاره او منځنۍ ګوتې (مهبلي ګوتې) په قدامي fornix کې کېږدئ او نورې ګوتې (بطني ګوتې) مو د رحم شا ته کېږدئ. اوس په نرمښت سره دواړه سره نږدې کړئ. دوی کېدای شي د رحمي عنق د isthmus د نرم او خالي ځای له لارې سره متلاقي شي. دا معاینه باید په ډېر نرمښت سره ترسره شي، ځکه ډېره هڅه د ovum د بېلېدو سبب کېدای شي. دا نښه د حمل ۸-۱۲ اونیو تر منځ مثبت وي. ورپسې ګوتې وباسئ او د افرازاتو یا وینې شتون په کې وګورئ.

#ب- وروستۍ P.V معاینه:
معمولاً د حمل په ۳۶ مې اونۍ کې ترسره کېږي. دا معاینه د رحم د جوف د ارزولو لپاره ترسره کېږي. لومړی په مهبل کې د ګوتو له دننه‌کولو څخه وروسته، ډاکټر باید وګوري چې آیا ګوتې د سکروم له بارزې (sacral promontory) سره تماس لري که نه. په طبیعي حالت کې، د سکروم بارزه د معاینه‌کوونکي له لاسرسي څخه لېرې وي. د جس‌کېدلو په صورت کې، diagonal conjugate (د سکروم بارزې او د pubis سفلي سرحد تر منځ قطر) باید اندازه‌ شي. د حوصلې د جوف په اړه ډېری معلومات کولای شو د جنبي جدارونو په جس سره لاس ته راوړو. جنبي جدارونه باید موازي واوسي او باید سره توپیر ونلري. ورپسې ischeal spine جس کړئ. که حوصله نارمله واوسي، تېره او متبارز نه جس کېږي. په پای کې د intertuber ischial قطر په موټي سره اندازه‌ کړئ او په عین وخت کې infrapubic arc د هغه د زاویې د ارزولو لپاره جس کړئ. له ۹۰ درجو څخه ډېره زاویه د حوصلې کفایت ښيي.
یادونه: هغه مېرمن چې حامله وي (۲۸ اونۍ یا ډېرې) او مهبلي وینه ولري، باید مهبلي معاینه یې ونشي، مګر دا چې د عملیات په کوټه کې د عاجل عملیات لپاره تیاره وي.

#د P.V معاینې مضاد استطبابات
• د placenta previa شتون
• د غشاوو تمزق مخکې له زیږون څخه

#انټرنل بلوټمنټ Internal ballottement
دا کولای شو وروسته له ۱۶-۲۸ اونیو څخه ترسره کړو. لومړی باید ناروغه ظهري اضطجاع وضعیت غوره کړي. په دې توګه چې سر او اوږې يې پورته موقعیت ولري. د ښي لاس اشاره او منځنۍ ګوتې په مهبل کې دننه کړئ، او په قدامي fornix کې یې د رحمي عنق په قدام کې کېږدئ او خپل کیڼ لاس مو په ټینګه د رحم په غور کېږدئ. د جنین سر (یا کومه بله برخه) به مو له ګوتو سره تماس وکړي. جنین په نرمښت سره د ګوتو په واسطه پورته ټیله کړئ. جنین به پورته خوا ته حرکت وکړي او د یوې شېبې لپاره به يې د سر سره تماس له منځه لاړ شي، اما له لږ شېبې وروسته به یې سر په داخلي ګوتو سره احساس شي.

د حمل تأیید
که یوه مېرمن د حمل متعدد اعراض لکه د تیونو حساسیت، سهارنی خواګرځی، amenorrhea او د ادرار فرېکونسي ولري، په دې صورت کې باید د حمل نښې لکه linea nigra، stria gravidarum، Goodel نښه، Hegar نښه، او Jacquemiera نښه ولټوئ.
دا ټولې مشاهدې باید د ادرار معایناتو، د حمل ټسټ او حوصلي الټراسونډ په واسطه تعقیب شي. دا معاینې باید مخکې د حمل له ښکاره‌کېدو څخه په مېرمنه کې مثبت وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.