د افغانستان د پخوانيو پوځیانو د ملاتړ کمېټه: د تېر نظام پوځیان د وژنو، شکنجو او نیولو له ګواښ سره مخ دي

35

د افغانستان د پخوانيو پوځیانو د ملاتړ کمېټه: د تېر نظام پوځیان د وژنو، شکنجو او نیولو له ګواښ سره مخ دي

د افغانستان د پخوانيو پوځیانو د ملاتړ کمېټه ادعا کوي چې، د تېر جمهوري نظام پوځیان له تېرو دریو کلونو راهیسې د ناقانونه وژنو، شکنجو او نیولو له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمېټي ادعا کړې چې د طالبانو په واکمنۍ کې له نږدې دریو کلونو را په‌دې‌خوا د دفاعي او امنیتي سکټور سلګونه افغان پوځيان په پټه توګه وژل شوي، تري‌تم شوي او په مرګ ګواښ شوي دي.

يادې کمېټې په یوه اعلامیه کې چې پرون یک‌شنبه یې خپره کړي ویلي چې، لا هم د طالبانو له لوري په ناقانونه توګه د وژنو، شکنجو او نیولو له ګواښونو سره مخ دي.

په اعلامیه کې راغلي، د دغو پوځیانو معلومات چې د تېر جمهوري نظام په ډېټابېس کې ثبت وو او دغه ډېټا چې اوس د طالبانو په واک کې ده، په وسیله یې د دوی د کورونو موندل طالبانو ته اسانه کړي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاندویانو وړاندې تل دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د دفاعي ځواکونو یو غړي چې نه‌یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت په زندان کې ډول ډول شکنجه ورکول شوې ده.

هغه وويل: “ما په تېرو اووه میاشتو کې څه دردونه چې تېر کړل ټول لاړل تېر شول، خو د هغه وخت هغه ترخې صحنې به مې تل او د ژوند تر پایه ما ودردوي، درد په‌دې خاطر وایم چې هيڅ ګناه دې نه وي کړي خو چې درباندې ظلم وشي او شکنجه شې تر څو په ګناه اعتراف وکړې په‌داسې حال کې چې تا هیڅ جرم نه وي کړی.”

د تېر جمهوري حکومت د ملي پوځيانو يو انځور
د تېر جمهوري حکومت د ملي پوځيانو يو انځور

د افغانستان د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمېټې په اعلامیه کې راغلي، په افغانستان پخواني افغان پوځيان په ځانګړې توګه ښځینه د امنیتي ګواښونو تر څنګ د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، رواني ستونزو او د فشارونو له امله له جدي ګواښونو سره مخ دي.

وړاندې راغلي چې، د دغو پوځیانو یو شمېر یې چې له خپلو کورنیو سره ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، هم له اقتصادي ستونزو، بې‌برخلیک حالت او د بېرته ايستلو له ګواښونو سره مخ دي.

په پاکستان کې د پخوانيو دفاعي ځواکونو یوه غړې سمونمل لطیفې شجاعي ازادي راډيو ته وویل: “له بده‌مرغه ډېری پوځیان دلته په پټه او وېره ژوند کوي او که خدای مه‌کړه وشړل شي، له کرښې اغاړه به ژر تر ژره وپېژندل شي او ان د وژلو او بندي کېدو له ګواښ سره به مخ شي.”

د افغانستان د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمېټې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پخوانیو پوځیانو د نیونو، شکنجو، وژنو او د شتمنیو او وسایلو د مصادرې د مخنیوي لپاره دې پر طالبانو فشارونه وارد کړي او د تعامل په نوم دې له طالبانو ملاتړ نه‌کوي.

د افغانستان د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمېټې په اعلامیه کې راغلي، په افغانستان پخواني افغان پوځيان په ځانګړې توګه ښځینه د امنیتي ګواښونو تر څنګ د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، رواني ستونزو او د فشارونو له امله له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د افغانستان د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمېټې په اعلامیه کې راغلي، په افغانستان پخواني افغان پوځيان په ځانګړې توګه ښځینه د امنیتي ګواښونو تر څنګ د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، رواني ستونزو او د فشارونو له امله له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شویو ادعاو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو له‌دې وړاندې یې تل دا ډول ادعاوې رد کړي او ادعا یې کړې چې د خپل مشر د فرمان له‌مخې دوی عمومي عفوې ته ژمن دي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر “یوناما” د روان کال په جنورۍ میاشت کې ویلي و، د دغه سازمان د بشري حقونو برخې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي او دفاعي پوځي ځواکونو د غیر قانوني وژنو، خپل‌سرو نیونو، شکنجو او بد چلند پېښې ثبت کړي دي.

یوناما په ۲۰۲۳ کال په جولای کې هم راپور خپور کړی و، چې د طالبانو د حکومت له لوري د پخوانیو پوځیانو او دولتي کارکوونکو د بشري حقونود سرغړونو ۸۰۰ پېښې يې ثبت کړي چې ۲۱۸ یې د ناقانونه وژنو پېښې وې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه مهال د یوناما دا راپور رد کړی و.

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې یا سیګار د شمېرو له‌مخې، د افغانستان د دفاعي او امنیتي پوځ شمېر ۳۵۰ زره و، چې په۲۰۲۱ کال د طالبانو په بیا واکمنېدو وپاشل شو.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.