غرب او ديني ازادي

حميدالله بسيا

84
مخکې له دې چې په لويديځ کې په ديني ازادي خبرې وکړو لومړی به ديني ازادي تعريف کړو چې څه شی ده.
ديني ازادي له هغې ازادي څخه عبارت ده چې يو فرد، ډله يا ټولنه  دخپلو باورونواو عقايدو په ښکاره لمانځنه، عمل رعايت او عبادتونو کې په پټه يا ښکاره ډول بشپړه ازادي ولري.
خو په دې وروستيو کې په منځني ختيځ او په تېره بيا د اسرايلو – فلسطين له جګړې سره په بې ساري ډول د مسلمانانو په مقابل کې په اروپايي او په ځانګړي ډول امریکايي ټولنو کې احساسات راپارېدلي دي ، هلته د مسلمانانو د اړيکو ټولنه چې CAIR په نوم يادېږي او په امريکا کې د مسلمانانو يوازينی ستره او تر ټولوپخوانی ټولنه ده چې هلته مېشت مسلمانان په يوه ټغر سره راټولوي او د هغوی ستونزو د حل په موخه کار کوي وايي چې يوازې سږکال له له ۶۵۰۰ څخه ډیر شکایتونه مسلمانانو ورته کړي دي چې په امريکا کې د حکومت، ځايي وګړو له ستونزو سره مخ شوي، د جبري کډوالي، د پولیسو او استخباراتو لخوا تاوتریخوالی، له کورنیو څخه د ماشومانو اخيستل او د حکومت زیات کنټرول له امله ستوني ته راغلي دي. دوی له حرفو او دندو څخه څخه محروم دي او ماشومان يې د شکل، ظاهري لباس، نومونو، او دين له امله په ښوونځیو کې ځورول کیږي.
د فلسطین او اسرايلو د جګړې له امله په تلويزيونونو کې هم هغه کسان چې د فلسطينيانو ننګه کوي او مسلمانان ژورنالستان دي له دندې لرې کړل شوي دي لکه مهدي حسن چې د (مهدي حسن شو) په نامه یې له MSNBC  تلويوني چينل باندې مشهوره خپرونه مخ ته وړله، ايمنا محی الدین، علي ويلشي دوه نور هغه مشهور ژورناليستان وو چې تلویزني چېنلونو څخه له دندې له دې امله لرې کړای شول چې د دوی خبرې د فلسطين او اسرايلو د جګړې له امله په امريکايي ټولنه کې نه شوای زغمل کېدلی. ددې مشهورو ژورنالستانو منفک کېدل  په افريقا، اسيا او اروپا او ان خپله په امريکا کې د مسلمانانو کې له توند غبرګون سره مخ شول.
د امریکا متحده ایالاتو کې د اسلام ضد احساسات ورځ تربلې د پراخېدو په حال کې دي او دوی په امريکايي ټولنه کې د ( اي ليګل ايلينز) په نامه يادېږي يانې هغه کسان چې غيرقانوني امريکا ته راغلي او غواړي په دې هېواد کې ځآن سېټ کړي. د مسلمانانو ځورونه د دولت، عامه انجمنونو او حتی فرقو لخوا ورځ تر بلې پسې پراخېږي. وضعیت يوازې له مسلمانانو سره نه بلکې د نورو عقیدو له پيروانو سره هم چندان ښه نه دی  له بودایانو او یهودانو او همدارنګه له هغو عيسويانو سره چې کاتوليک او پروتسنانت نه دي هم لوی تبعيض کېږي.
ددې ډول پېښو پخواني تاريخ ته چې ګوري کټ مټ د دويمې نړيوالې جګړې پرمهال جرمني ته ورته دی چې هلته به د بېلابېلو اديانو پیروان مجبورول چې په خپلو جامو کې د پیژندنې ځانګړي نښه وګنډي، دوی له ډېرو عام المنفع اسانتیاوو څخه محروم وو او په عامه ترانسپورت کې سفر کولو کې له بنديز سره مخ وو.
په امریکا کې تر اوسه د مسلمانانو لپاره ځانګړي ځايونه نه دي جوړ شوي خو  په ځينو ايالتونو کې د حجاب او نورو کلکو اسلامي اصولو په رعايت کولو سره دوی له ناسم چلند سره مخ کېږي لکه فرانسه او نور هېوادونه .
په امريکا کې په تیرو دریو کلونو کې د قانون پلي کونکو ادارو له لوري د مسلمانانو په وړاندې تعصبي چلند يو نيم چند زیات شوی دی. چې په تېرو ۵۰ کلنو کې بې ساری دی. او د اسلام فوبیا ( له اسلام او مسلمانانو څخه د وېرې) کچه په تیرو ۳۰ کلونو کې ترټولو لوړ حد ته رسېدلې ده.
د امريکا د مسلمانانو داړيکو ټولنه CAIR په خپل راپور کې ليکي چې د مسلمانانو د ځورونې لپاره د دوی د معلوماتو پر بنسټ هغو سخت دريځو چې د مسلمانانو سخت ضد دي،  يوازې له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې ۱۰۶ ميليونه ډالره نغد فنډ راټول کړی وو چې د مسلمانانو په ځورولو کې فعالو کسانو باندې وویشل شي.
يوازې په امريکا کې خبره نه خلاصه کېږي په اروپا کې په دې وروستيو کلونو کې د پېغمبرص کاري کارتون رسمول، قرانکريم سوځول او سپکاوی یې کول د مسلمانانو پر حجاب ملنډې وهل او نور ټول هغه کارونه چې مذهبي احساسات راپاروي ددې نښانې دي چې په اروپا کې هم د مسلمانانو پر وړاندې هغه درناوی چې پخوا موجود وو اوس نشته او ورځ تر بلې د مذهبونو او عقايدو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېرېږي.
شنونکي په دې باوري د مذهبيونو دا ډول ځورونه په نړۍ کې د ټولیزې دیکتاتورۍ د رامینځته کولو له هڅو سره بشپړ تړاو لري. تر څو چې په خپلو نفسونو کنترول لرونکي خلک وي، ترڅو چې په عقايدو باور لرونکي خلک وي دیکتاتورۍ ناممکنه ده. دین تل ځینې اصول لري چې د مومنانو د ژوند سرې کرښې دي او سرغړونه نشي ترې کولی. عقیده تل د یو شخص شخصي انتخاب دی، مګر یو څوک چې بې دينه وي هغه يوې خالي تختې ته ورته دی چې هر دیکتاتور به پرې خپل قوانین ليکلی شي . بې ایمانه خلک چې په ابديت باور نه لري او د خپلو ښو کړنو د مکافاتو او بد کړنو پر مجازات کېدو باور نه لري د دنياووي خدايانو (غربي سياسيونوغلامان دي. یوازې دا ډول خلک د فردي د دوی په اصطلاح ( ښه دنياوي ژوند ) لپاره د خپل مالک د حکم لپاره هر څه کولو ته چمتو دي.
اسلام د بې حیایۍ او فاحشۍ په وړاندې وروستی خنډ دی. هرڅومره ژر چې په دينونو باورونه او د مسلمانانو د راټولېدلو او مذهبي ځايونه لکه مسجدونه، او نورمقدس ځايونه بند شي ، نړۍ به د LGBT او ټرانس ایډیالوژیو په تیاره کې وپوښل شي. په امریکا کې د مسلمانانو ځورول یوازې د دین پر وړاندې مبارزه نه ده، بلکې د  عقايدو او پاک فکر پر وړاندې جګړه ده. چې غواړي د حق پر ځآی باطل پراخ کړل شي خو إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.