تير کال  يو بل افغان عالم د هېواد ودانولو په ارمان لاړ

هاجره حرکت

88

تير کال په همدې نيټه د يو داسې انسان زړه ودريد او له دې نيمګړې نړۍ سره يې مخه ښه وکړه، چې د خپلې بې سارې وړتيا پر مټ يې، غوښتل په هېواد کې د سترو خدمتونو جوګه شی او خپل ستر ارمان ته چې د خپل ولس هوسا ژوند او پر ځان بساینه ورسیږی.
زه اوس د ډآکټر سيد شير اقا حرکت په هکله، د هغه د کورنۍ نږدې غړې په توګه خبرې کوم، چې زما همداسې يو مهربانه مشر و، ترهر څه د مخه هغه زما ډير ګران او مهربان اوخې هم و.
دا چې د هغوي پلار په وړوکوالي کې له دې نړې سترګې پټې کړې وې، نو زموږ په کور کې همدا زما ګران اوخي د مشرۍ مقام درلود.
له بله اړخه د کور مشر څوک چې، ټولو کشرانو او مشرانو ته دومره مینه ورکړي، ورسره نږدې وی او پوره صميمت ورسره ولري، چې هر يو داسې وانګيرې، ګواکي همدا زه پرې ډير ګران يم…
په ډیره خواخوږۍ د خپلې کورنۍ هر غړي ته په ورین تندي، د هرې ستونزې غوټه په پوره درایت پرانیزې او هر تن پرې داسې ډاډه وي، چې هډو د کومې اندیښې سوچ ورسره نه وي.
د داسې یو مشر چې په خواکې ته پوره ډاډمن وې او لکه یو خوږ ملګری د خپل زړه هر راز ورته ویلې شې.
کله چې ليدلو ته ورځې، د زړه په تل کې د خوښۍ احساس کوې او په لیدلو یې ستا زړه ته سکون او خوشالې راځې، هغه موضوع چې فکر یې درته خراب کړی، ورسره شریکوې او هغه درته د حل لار داسې په ګوته کوې، چې په بې سارې توګه ځان ډیر نیکمرغه احساسوې.
ځکه نو د هغه په شتون کې ځان ډير نيکمرغه ګڼې او همدا وجه ده، چې ته به د داسې عالم مشر په لرلو د ویاړ او په سارې توګه د خوښۍ احساس کوې.
په دريغ  او ډيرې خواشينۍ سره موږ همداسې یو ډیر مهربان او خوږ مشر له لاسه ورکړ. د هغه په وجود کې پاک رب دومره ښیګڼې رانغښتې وې، چې د ټولو یادول زما د عاجز قلم په توان کې نه دی.
دا چې هغه د الوتکو د انجن او بدن انجینر په ټوګه ،
ماسترې او (پ اچ ډي)  کې د سرور زرو مدالونه اخیستې او ارزښت من اثار یې خلق کړي، هیواد ته له راتلو سره یم د کابل په هوایې پوهنتون کې د استاد په نوګه دنده پیل کړه او  د همدې هوایي پوهنتون محصلینو ته ترینه تدریس کیده.
وروسته یې په فلسفه کې ماستري اخیستې او د ډاکټرۍ بشپړول یې وروستي پړاو ته رسولي و.
داسې یو ستر عالم، چې د ژوند هر پړاو یې په څیړنه، تحقیق او د خپل هېواد له پاره په صادقانه خدمت کې تیر شوی، په ټول ژوند کې تل مدام صادق او سپېڅلې انسان پاتې شوی دی.
هر څوک چې يې پيژنې او له نږدې نه يې ورسره اړیکې ساتلې وې، د ډاکټر حرکت سپيڅلتيا او هېواد پالنه يې منلې او تل يې  ورته درناوې کړی دی.
هر چیرې چې کار کړی، که د داود خان د جمهوريت پر مهال چې يو ځوان افسر و، د کابل هوای پوهنتون قومندان او که وروسته د کابل ښاروال، يا هم د قوايې هواي او مدافعي هواي د تفتيش ریس په توګه، په لوړو پوستونو کې کار کړی، خو په دومره صداقت او ايماندارۍ يې دنده ترسره کړې، چې هلته يې يو مثال پرايښې دی او دغه ټولې دندې يې په پوره مسلکيتوب او ژمنتيا سره ترسره کړی دی.
هر قدم يې د خپل ولس د سوکالۍ او هوسا ژوند په ارمان پورته کړی دی.
حتا دا چې ده د خلق ګوند پورې تړاو درلود، خو د ده مخالفینو هم ویلي، ډاکټر  یو عالم او ريښتينې، صادق انسان دی او په دې څوک سترګې نه شي پټولې.
کله چې په  هېواد کې د روانو ناخوالو له کبله مهاجرت ته اړ شو، بيا هم يوه شيبه د خپل هېواد او ولس نه لري نه وو. هڅه او کوښښ يې دا و، چې په يو ډول خپلو خلکو ته خير ورسوي.
پوره اته کاله یې په یوازې سر د حرکت اخبار د ځوان  نسل د اذهانو روښانه کولو له پاره وچلوه. تر څنګ یې څو فلسفي اثار ولیکل او چاپ کړل، چې راتلونکي نسلونه به ترې ګټه واخلې. هره ورځ د هغه له پاره یو انعام و چې ویل به یې:« دا د الله پاک له خوا یوه ډالۍ ده، خپل بنده ته چې د یو ښه او نیک کار له پاره ترینه ګټه پورته کړې.»
دې  ستر انسان د اوږدې مودې ناروغۍ له کبله د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د جولاې په دوه ویشتمه نیټه له دې فانې نړۍ سترګې پټې کړې او زموږ کورني چاپيریال کې یې، د خپل خوږ او مهربانه شخصیت په نه شتون سره، ستره تشه رامنځ ته کړه.
نه یوازې زما د خور خوږ او د مینې ډک کور ورسره وران شو، بلکې زما د ژوند ملګری د خپل ډیر مهربانه ورور نه جلا او په ټوله کې، زموږ کورنې ماحول یې له خپل مهربانه چلن، خپلو خوږو خبرو او په ځاې مهمو،عالمانه لارښوونو نه بې برخې کړ.
د هغه خداې بښلې جنازه یې له وصیت سره سم چې ویلې و، خپلې خاورې ته مې یوسئ، د هغه د ژوند ملګرې، ورور او ټولو اولادونو په بدرګه کابل ته د جولایې میاشت په شپږویشتمه نیټه ولیږدول شوه او هلته د همدې میاشت په اوه ویشتمه د پنجشنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شو.
ارواح يې ښاده او يادونه يې تل پاتې نه هيريدونکي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.