د پښتون ژغورنې غورځنګ او مغرضې کړۍ

شاه محمود میاخیل

77

په سیاسي مبارزه کې مخالفین همېشه کوښښ کوي، چې یو ملي او خودجوشه حرکت بدنامه کړي. په ملي حرکتونو کې خپل ایجنټان استخداموي او داسې کارونه هلته کوي، چې یو شمېر د احساساتو لرونکي کسان ورسره یو ځای کړي او ټول حرکت نړۍ او خلکو ته بد معرفي کوي.

د ګیله من له مرګ وروسته په لرو او برو افغانانو کې چې کوم ملي احساس را ژوندی او قوي شوی بې سارې دی. ملي بیرغ چې د ازادۍ، حق او خود ارادیت سمبول دی، د افغانانو د دښمنانو په کړیو کې زیاته وېره هم پېدا کړې ده.

مخالف جهتونه، پوځ او اپراتفي ډلې په هر قیمت چې وي، غواړي چې دا حرکت ناکام او بدنامه کړي.

کله د افغانانو په منځ کې د داخلي مهرو د غلطو څرګندونو په وسیله د افغانانو احساس کمزوری کوي او کله په بهر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د حمایوي غونډو په منځ کې داسې کسان استخداموي، چې دا ملي حرکت او ملي بیرغ بدنام کړي.

ښه مثال یې په المان کې د پاکستان په کونسلګرۍ د څو کسانو ورننوتل وو، چې ملي بیرغ یې له ځان څخه چاپېر کړې و او د پاکستان بیرغ یې راکوز کړ.

د ټولو هدف همدا دی، چې د پاکستان بیرغ د افغانانو په سیمه کې همېشه راکوز وي؛ خو په هر ځای کې مبارزه خپل اصول لري‌ او په خاصه توګه په هغه هېوادونو کې چې هلته قوانین د مظاهرو او د هغه تطبیق امکان موجود وي؛ لکه په غربي یا نورو هېوادونو کې چې ازادي شته، هلته باید د هغه ملکونو د قوانینو په چوکاټ کې د ملي بیرغ او د PTM حمایت وشي؛ نه دا چې دا بیرغ د نړیوالو په وړاندې سپک او افغانانو ته یې له ګټې څخه ضرر زیات وي.

خر برفت خربرفت

دلته مې یوه کیسه راپه یاد شوه؛ په پخوا وختونو کې چې هوټلونه او کاروان سرایونه نه وو، اکثره کسانو به چې سفرونه کول؛ نو په کلیو او بانډو کې به په جوماتونو کې تم کېدل.

اکثره د ماښام د لمانځه څخه وروسته د کلي یو مشر به غږ کاوه چې میلمانه دي نو غم یې وکړئ. کله به میلمانه خلکو خپلو حجرو ته د ځانونو سره بیول او یا به د کلي خلکو جومات ته ډوډۍ راوړله او د میلمنو سره به یې یو ځای خوړله.

په هغه جوماتونو کې چې طالبان او چړیان به یې لرل؛ نو هغوي به هم کله وظیفه (ډوډۍ) د کلي څخه راټوله کړه نو د میلمنو برخه به یې هم غوښتله.

په ځینو جوماتو کې چې طالبانو به تدریسي حلقې درلودلې؛ نو هغوی به کله – کله صحبتونه هم کول.

د طالبانو په ژبه، صحبت بنډار ته ویل کیږي. په مشرقي او د نورو قبایلې سیمو کې دا پورته رواجونه پخوا ډیر عام و.

د کلي خلکو به کله د جوماتونو طالبانو ته کوم چرګ، فیل مرغ یا وزګوړی په خیرات او صدقه کې ورکړ؛ نو طالبان به هغه پخولو او د ماسختن د لمانځه څخه وروسته به یې نوش جان کاوه.

دغه خاصه میلمستیا ته دوی صحبت وایه. که میلمستیا به یې لږه نوره هم غوړلوه؛ نو جیجې (وریجې) به یې هم ورسره زیاتولې. کله به چې د طالبانو صحبت ته زړه شوی و او د صحبت امکانات به نه و؛ نو کوم چړي یا طالب ته به یې دنده ورکوله چې د کلي څخه کوم چرګ یا فیل مرغ غلا کړي؛ تر څو دوی پرې خپل بنډار جوړ کړي.

د بنډار څخه وروسته به طالبانو په جومات کې د صحبت د میلمې په نوم اتڼونه او ذکرونه هم کول.

یو ځلې کوم لاروی د طالبانو په کوم جومات برابر شوې و او د سفر لپاره یې خپل خر بیرون تړلې و. طالبانو ته یې ویلي، چې مساپر یم او شپه د تاسې سره تېروم.

په دغه شپه طالبانو د میلمستیا کوم درک او خوراک هم نه درلود؛ نو مشر طالب کوم کشر طالب ته دنده ورکړې وه، چې څه پېدا کړه چې صحبت برابر کړي او دا میلمه به هم ونازول شي.

طالب چې بیرون وتلې هېڅ یې پېدا کړي نه دي؛ نو بېرته مشر طالب ته راغلی او ورته یې ویلي، چې د هېڅ شي درک نه لګیږي او یوازې د میلمه خر بیرون ولاړ دی نو څه وکړو؟

مشر طالب ورته ویلي، چې بس هماغه خر یوسه او چیرته یې سودا کړه او بنډار پرې برابر کړه. طالب هماغسې وکړل او خر یې په چا خرڅ کړ او د صحبت یا بنډار لپاره یې چرګ، غوړي او وریجي برابرې کړې.

کله چې صحبت تیار شوې او د میلمه په شمول ټولو ښه نوش جان کړ؛ نو مشر طالب وویل راځئ چې اټن یا ذکر وکړو.

مشر طالب سروکی دا اچولې و، چې خر برفت خر برفت. ټولو همدا خر برفت او خر برفت سروکی زمزمه کوه او میلمه هم ورسره دا سروکې زمزمه کاوه.

شپه ټولو په مړه خیټه تېره کړله، بنډار یې هم وکړ او په اټن او ذکر یې هم خپله خوا یخه کړله. سهار وختي چې میلمه بېرون راوتلې دی، چې د خپل منزل پر لور روان شي، ګوري چې خر یې نه شته دی.

بیرته راغی او مشر طالب ته یې وویل، چې مشره! زما خر نه شته اوچا وړې دی.

مشر طالب ورته ځواب ورکړ، چې خر چا نه دی وړې؛ خو خر باندې دې بیګاه د بنډاره شپه تېره کړله او ټولو ویل، چې خر برفت او خر برفت او تا هم تایدوله او ویل دې، چې خر برفت خربرفت نو دا هماغه خر و چې لاړو. نور څه مه وایه او په خپله مخه ځه خدای دې مل شه.

دا پورته قصه مې د دې پورې راپه یاد شوه، چې زیات کسان بې له دې چې په اصل موضوع خبر وي بس د هر چا د سیل سره الوځي او هماغه د خر برفت خر برفت کیسه ده.

ځینې بیا په ټولنیزو رسنیو کې همدا د خر برفت خر برفت سروکی زمزمه کوي او ځینې احساساتي‌ کسان په نورو ځایونو کې هم تشویقوي چې د خشونت څخه کار واخلي.

په ټولو هېوادونو کې چې افغانان د هر جابر او ظالم حکومتونو او ډلو پر وړاندې خپل مدني حرکتونه ترسره کوي، د غونډو منتظیمن باید دې مسالې ته زیاته توجه وکړي، چې مخرب او احساساتي کسان پرې نه ږدي چې داسې حرکتونه او اعمال تر سره کړي چې ضرر عام خلکو ته ورسیږي.

اخري خبره دا مهمه ده چې د ظلم څخه خلاصون یوازې د مټو او عضلاتو په زور امکان نه لري ځکه د افغانانو مټې همېشه تړل شوي دي او د مټو د تړلو او مبارزې د کامیابېدو لاره په فکر او عقل کیږي نه په احساساتو چې د هر چا سره خر برفت خر برفت د کیسې په شان سروکي زمزمه کړي.

شاه محمود میاخیل

د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي او عامه اړیکو مسوول  او د ننګرهار پخوانی والي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.