افغانستان بانک: څه باندې یو میلیارډ زاړه افغاني بانک‌نوټونه یې، سوځولې دي

48

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د هېواد شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي، څه باندې یو میلیارډ زاړه افغاني بانک‌نوټونه یې، سوځولې دي.

دغه بانک نن سه‌شنبه، زمري دویمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یو میلیارد، درې اویا میلیونه، نهه سوه او دوه شپيته زره افغاني بانک‌نوټونه، راټول او د ټاکل شوي پلاوي مخته تر شمېرنې وروسته، سوځول شوې دي.

یاد بانک لیکلي: «د افغانستان بانک له لوري (۱،۰۷۳،۹۶۲،۰۰۰) یو میلیارد، درې اویا میلیونه، نهه سوه او دوه شپيته زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه را ټول شوي وو او د افغانۍ (۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۱۰،۲) انواعیې په کې شاملې وې، د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته و سوځول شول.»

د افغانستان بانک د مسوولانو په وینا، زاړه بانک‌نوټونه د یوه ځانګړي طرزالعمل له مخې، راټول او له ګردښت څخه اېستل کېږي.

د افغانستان بانک نږدې دوه وړاندې هم میلیونونه زاړه بانک‌نوټونه سوځولي وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.