پیچلي ترهګریز سیاستونه

لیکوال: روین پوپل

89

القاعده سازمان چې تر ډېره په منځنۍ ختیځ او د شمالي افریقا په هیوادونو کې فعالیت کوي د پام وړ ټکې داده چې مشران یې په پرلپسې ډول پاکستان ایران او افغانستان کې په نښه او موندل کیږي. تقریباً ۱۳ کاله مخکې په ۲۰۱۱م کال اسامه بن لادن په پاکستان کې او ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال جنوری په ۳۱مه په افغانستان کې ووژل شو. اوس تور دی چې (سیف العدل) په ایران کې موندل شوې، چې دا هرڅه د پېچلو سیاستونو او (عملیاتو) ځانګړتیا ښکاره کوي.

په منځنۍ ختیځ کې امریکا او اسرائیل ته ایران د سترګو ازغې دې، د منځنۍ ختیځ ساحه چې د لویو سیاستونو د محراق نقطه او د غربي سیاستونو د پام وړ ساحه دې، زموږ د ګاونډیو هیوادونو له قطاره ایران یو غښتلې او پیاوړې هیواد دی چې په سیمه کې ورته خپل خاص استراتیژي او پراخ هر رنګ حضور تعریف کړئ. د ډز او غپ په جګړه کې ایران د امریکا او اروپایې ټولنې د ۴۰ کلونو د سختو بندیزونو ترڅنګ تر دا مهاله خپل غربي او شرقي مخالفین په سیمه کې مغلوب کړي. امریکا ته به سخته وي چې د عدل په قضیه کې لکه افغانستان او پاکستان ورته عمل ترسره کړي.

صلاح الدین زیدان چې په (سیف العدل) یعنې’ د عدالت توره’ شهرت لري په ۱۹۶۰م کال کې په مصر هېواد کې زیږېدلې. عدل د مصر په پوځ کې نظامې عسکر پاتې شوې او هملته یې د چاودیدونکو توکو په برخه کې ځانګړې تخصص او زده کړي ترلاسه کړي. نوموړې په ۱۹۸۸کال پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال افغانستان ته راغې او دلته د القاعدې له شبکې سره یوځاې شوو. هغه د القاعدې شبکې له مرکزي څېرو د یادې شبکې د مجلس الشورا فعال غړې او د اسامه بن لادن له وفادارو کسانو څخه و. القاعده شبکه چې د سني جهادیانو د سازمان په نامه مشهوره شبکه ده، په ۱۹۸۸ م کال د افغان شوروي جنګ پر مهال د اسامه بن لادن, عبدالله عزام او یو لړ نورو ملګرو له لوري یې تاسیس شوه. دا سازمان د (پان اسلامیزم، اسلامي افراطیت، سني اسلام پالني، اسلامي بنسټ پالني، امریکا ضد، کمونیزم ضد او صهیونیزم ضد ایډیالوژي په لرلو سره په نړیوال سټېج کې مطرح دی.

د نوموړي شبکې جنګیالیو د جوړښت له پیله تر اوسه ډېر لوی لوی عملیات ترسره کړي دي. لکه د امریکا متحده ایالتونو په دوه لويو ودانیو کې د طیارو جنګول (۹/۱۱)، د شمالي افریقا په هیوادونو کي د متحده ایالتونو پر ضد عملیات، د یمن او سوریې په جګړه کې ښکېلتیا او د منځنۍ او سویلي آسیا په ځینو سیمو لکه افغانستان، تاجکستان او کشمیر کې ددوی جګړې د یادولو وړ دي.

د ۹/۱۱ وروسته په غربي نړۍ کې د هر شخص په ژبه او ذهن کې د اسامه بن لادن نوم یاد وو که به د ترهګر او ترهګرۍ نوم اخیستل کېده، نو مسلمان او اسامه بن لادن به د هر چا د سترګو مخ ته درېده.  دا ډېره جالبه لوبه وه چې د امریکا متحده ایالت ولوبوو. د مسلمانانو بدنامولو نظریې ریښه د  ((Samuel Huntington د تمدنونو د ټکر په فلسفه کې رانغښتې وه. اسامه بن لادن یو کاریزماټیک شخصیت وو، د هغه په دوران کې القاعده شبکه له ډیر برم څخه برخمنه شوه. نوموړی د ۲۰۱۱ م کال د May پر دوهمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړي عملیاتو په نتیجه کې ووژل شو.
له هغه وروسته د القاعده مشري د اسامه بن لادن مرستیال او نږدې ملګري ایمن الظواهري پر غاړه واخیسته..  ایمن محمد ربیع الظواهري مصری وو دده پر سر ۲۵ میلونه ډالره انعام د امریکا متحده ایالتونو له لوري ایښودل شوی وو که اسامه بن لادن په سازمان کي یو کاریزماټیک شخصیت وو نو الظواهري بیا د سازمان د مغز متفکر مثال درلود. هغه د ۲۰۱۱ م کال راهیسي د القاعده سازمان مشري په غاړه لرله د اګسټ پر لومړې تاریخ بایډن خبریالانو ته وویل چې زما په امر د CIA د عملیاتو په نتیجه کې مو ایمن الظواهري د ډرون په واسطه په کابل کې په نښه او ووژلو. د ایمن الظواهري وژل کېدل القاعده سازمان کې لویه ضایع ګڼل کیږي له هغه وروسته اوس محمد صلاح الدین زیدان مشهور په (سیف العدل) چې په ابراهیم مدني، او عمر السومالی هم شهرت لري د یاد سازمان مشرتوب په غاړه لري. امریکا د نوموړي د نیولو په سر ۱۰ ملیونه امریکایې ډالر جایزه ټاکلې. عدل په ۱۹۹۳م کال کې د سومالیا په موګادیشو ښار کې د ۱۸ امریکایي سرتیري په وژلو،  په ۱۹۹۸م کال د تانزانیا په دارالسلام او د کینیا په نایروبی ښار کې د امریکا د سفارتونو په برید او د امریکایې سرتیرو په وژلو کې هم تورن دی.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د غچ اخیستنې په موخه افغانستان ته د القاعدې په نښه کولو سره داخل شو، د یادې حملي له امله د طالبانو رژیم په افغانستان کې هم راوپرځول شو. امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې ۲۰ کاله له ترهګرۍ سره د جګړې د یوې منظمې ستراتیژۍ د نه درلودو په صورت کې په دی پایله او موخه چې القاعده شبکه یې له خپوغورځولې او د اسامه د وژلو هدف یې ترلاسه کړې له خپلو متحدینو سره یوځاې په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې له افغانستان څخه خپې سپکې کړې.

له ترهګرۍ سره د امریکا او ناټو د دوو لسیزو د جګړې باوجود د نړیوال ترهګرۍ ګواښونه اوس هم په سیمه کې لا پاتې دي. د افغانستان جیوپولیټیک د ټولو سیمه ییزو او سترو قدرتونو لپاره د پام وړ اهمیت لري دا چې کومه نوې لویې لوبې ته زمینه برابریږی او افغانستان به د کومو (Proxy) نیابتي بېلابېلو ډلو ترمنځ د همکاریو او سیالیو انتخاب وي؟ لاینحل ده خو ویلاې شو چې د ترهګرۍ سره په جګړه کې افغانستان په مبهم راتلونکي کې قرار لري.

د یادولو وړ دې چې د ترهګري سره اصلي دښمني د متحده ایالاتو د جمهوریت پارټي ده مګر ډیموکراټ پارټي یې تل مشران په نښه او تارومار کوي/وژني.

لیکوال روین پوپل د نړیوالو اړیکو ماسټر او کارپوه دی 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.