د کييف افغانه ښاپېرۍ 

نصرت ارمان

83

زه داسې عادت لرم چې پر کتابونو ليکل شوې سريزې نه لولم، خو

د کييف افغانه ښاپېرۍ 

مې سره له سريزو ولوست!

دا چې کتاب اوس دوهم ځل چاپ شوى نو د کيسې په چوکاټ کې د ادلون بدلون او په متن کې د زياتي نظرونو ته به ضرورت نه وي، که زه هم له دغې ښځې سره مخ شوى وى، کېداى شي کيسه مې يې همداسې ليکلى وى، لکه تاسې چې ليکلې، امکان يې و چې د دې کتاب هنري رنګيني نوره هم زياته شوى وى، خو په دغه اوسني حال هم نه يوازې ښه او ژر پېښېدونکې تلوسه لري، د وطن او ملت د لويو/ مهمو اوسنيو او تاريخي ستونزو، پېښو او تراژيديو په سمو ځايونو کې لنډه انځورګري يې هم لوستونکى اغېزمنوي او په خپل جهالت يې د افسوس ويلو ته مجبوروي!

!رنګینه که سپېره ښاپېرۍ؟

افغان ښاپېرۍ په خپله کيسه کې سلګونه او زرګونه ميندو، پلرونو، ورونو او نجونو ته ضروري پيغام لري او وروستي تحول بيا لکونه افغانان کډوال کړل، په داسې وخت او دوى ته دا رقم کيسې د ډېر پند سبب کېداى شي!

د افغان ښاپېرۍ له خولې ځېنې خبرې او کيسې داسې وې چې د لوستو پر وخت مې يې ويل کاش لږې تفصيلي وى او کاش دا کيسه نه تا او ښاپېرۍ په يوه ناسته خلاصه کړى وى او نه لوستونکي په يوه ناسته کې لوستلى شوى!

کتاب مې د دې لپاره چې املايي ستونزې پکې په نښه کړم، دقيق ولوست، يوازې يو دوه ځايه د کليمو ناسم ليکل او ډېر ځايونه بيا د اوږدې (ې) ناسمه کارونه مې وليدل!

 ډيالوګونه او سوال و ځواب مو ډېر طبيعي او ښکلى و، ځېنو يې عجب ښکلى، طنزيه او د غم رنګ لره!

په پاى کې د سبا راغوښتو خبره لوستونکى دې ته تږى کوي چې وګوري سبا څه کېږي؟

خو سبا رانغى!

 سمه ده چې سبا ته د ليلا راغوښتو په موخه به ځېنې لوستونکي وپوهېږي چې خامخا مو ورسره نوره مالي مرسته کړې، خو دا چې څنګه؟ څومره؟ که په يو دوه پرګراپونو کې ټولو لوستونکو ته ښکاره شوى وى، فکر کوم  پاى به لا خوندور شوى وى!

 خوښ شوم چې ډېر وخت وروسته مې په پښتو ژبه يو ښه ليکل شوى ناول ولوست!

يوه خبره مې هېره شوه، څو ځل راته هغه وخت چې تاسې ترې خپل دين او مليت/افغانيت پټوه، پوښتنه راپيدا کېده چې ولې؟ ايا ډارېږٸ چې له خبرو به درسره انکار وکړي يا حقيقت به و نه وايې؟ بيا به مې داسې وګڼله چې په پاى کې به ورته دا ياده کوٸ، خو داسې و نه شوه!

وروسته له هغې چې کيسه او ناسته خلاصه او مخه ښه کېده، که تاسې ورته دا راز ويلى وى، يا که سبا بيا د دې راز د ښکاره کېدو تصور لوستونکى خپله وکړي؟

دا چې هغې دومره سخت، لوى او اوږد حقيقت بيان کړ، حق يې جوړېده چې ستاسې د افغانيت او مسلمانۍ له حقيقت نه هم خبره شوى وى!

دا خبرې مې د يو لوستونکي له فکر او احساس نه وکړې، ډاډه يم چې اکثرو لوستونکو به دغه رقم فکرونه، اندېښنې، اټکلونه او غوښتنه کړي وي!

درنښت


د کيف افغانه ښاپېرۍ

مینه وال کولای شي کتاب په کابل کې د لاندې ادرس تر لاسه کړي:

ادرس: مازيګر کتاب پلورځی _ مينه يار مارکېټ _ کوټه سنګي _ کابل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.