تېرو ۸ میاشتو کې بهر ته د ۱۴ میلیونه ډالرو جلغوزي صادر شوي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان کال تېرو ۸ میاشتو کې بهر ته د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي دي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه جلغوزي چین، هند، پاکستان، محتده عربي اماراتو او امریکا ته صادر شوي…