شاعره او لېکواله آغلې صفیه صدیقي

ډاکټر لطیف یاد

80
 ډېره ښه شاعره او لیکواله آغلې صفیه صدیقي ده چې ډیرې شعري ټولګې یې لیکلي دي او چاپ شوي هم دي . د پښتودغه شاعره اولېکواله د ارواښاد عبدالرزاق صدیقي لور او د ننګرهار د سره رود د نظر آباد د کلي په یوې عالمې او فاضلې کورنۍ کې رالویه شوې ده .
آغلې صفیه صدیقی د کابل په زرغونې لیسې ( های سکول ) کې زده کړې کړي دي او د کابل پوهنتون نه یې په سیاسي علوموکې لیسانس ( بي. ای ) اودپېښور له پوهنتون نه یې په پښتو ادبیاتو کې خپله د ماسترۍ یا (ایم ای) ډیګري ترلاسه کړې ده .
ترکومه ځایه چې ماته معلومه ده آغلې صفیه صدیقی د۱۹۷۸ کاله راهیسې شاعري پیل کړې ده او د دې شعرونه او مقالې د هېواد په دننه اوله هېواده بهر په ورځپاڼو او مجلو کې خپاره شوي دي . د دې ترڅنګ چې په شاعرۍ او لیکوالۍ کې لاس لري د خپلې مورنۍ ژبې پښتو سربېره په دري، انګریزي او اردوژبو هم پوهیږي .
ما دهغې دشعرونو ټولګې لوپټه ، نالوستی کتاب، سپينې خبرې، د ګلپانو پتې او د دې دلنډو کیسو ټولګه نیزوړي لوستلي دي.دې دټوکو ټکالو یوه ټولګه هم راټوله کړې.
اغلې صفیه شاعره ده چې ښایسته او خوندور غزلونه یې لیکلي دي په هغو کې دافغان ولس ددردونو، کړاوونو او ټولنیزوناخوالو ترجماني شوې ده .همداراز هغې په افغانستان کې د ښځو د دفاع په سنګر کې یوه میړنۍ شاعره پاتې شوې ده چې د ښځو د حقونو غږ یې تل اوچت ساتلی دی. .
د افغانستان زیاترو غزلبولو پښتو شاعرانو ددې شاعري خوښه کړې ده او د دې غزلونه یې ستایلي او به دې اند دي چې د صفيې په غزلونو کې د اوږدو رديفونو کارول د دې شعرونو ته ځانګړې موسيقيت ورپه برخه کړې دی.
زه چې له نن نه ۳۴ کلونه وړاندې دافغانستان دعلوموپه اکيډیمۍ کې علمي غړی وم او دپښتو په نړیوال مرکز کې مې علمي دنده درلودله دلومړي ځل لپاره مې دآغلې صفیې صدیقی سره دانیس ورځپاڼې دژباړونکو په دفتر کې چې په هغه وخت ددولتي مطبعې تر څنګ و پیژندګلوي وشوه .ما په هغه وخت کې کې په کابل کې دانیس په ورځپاڼه کې د دغې ورځپانې لپاره پښتو ژباړې کولې .
. . په دغه وخت کې دپښتو ژباړونکو په ډله کې زما په ګډون دعلومو اکیډیمي علمي غړې او لیکواله ارواښاده غو ټۍ خاورې ، ارواښاد استاد علي محمد رسولي ، د علومو اکیډیمۍ علمي غړی ارواښاد شهید فرهاد ظریفي، ښاغلی زمری محقق او آغلې صفیه صدیقي هم یوځای کارکاوه .
هماغلته مې دې ټکي ته پام شو او دا راته ثابته شوه چې آغلې صفیه صدیقي یو با استعداده او نوښتګره شاعره اولېکواله ده او د شاعرۍ او لیکوالۍ سربېره دیوه عالي پښتني کرکټر خاونده ده . د دې د همدې لوړو صفاتواو علمي پوهې برکت و چې تر هغې وروسته دوه ځلې دننګرهار ولایت نه دافغانستان په پارلمان کې وکېله او د خلکو استازې وټاکله شوه .همدا راز د افغانستان په لویې اضطراري جرګه کې ددغې جرګې ویانده وه .همداراز اغلي صفیه صدیقي د ښځو د چارو وزارت د پلان او برنامو مشره ، دافغانستان دکلیودپراختیا وزارت مشاوره ، په پیښورکې دامهات المومنین دپوهنتون استاده ، د هیلې مجلې مدیره او د بي بي سي راډیوسره هم همکاره پاتې شوې وه .
همداراز د۲۰۲۱ زیږدیز کال د نویمبر په 11نېټه , دپښتو ادبي سوسائټي اسلام آباد او په تېره بیا ددغه سو سائټۍ د یوه مشر لېکوال او شاعرښاغلي اقبال حسین افکار صاحب او د دغه سوسائيتۍ د نورو غړو لیکولو اوشاعرانو په هلوځلو او نوښت د دغې شاعرې اولیکوالې په ویاړ د یوې ورځني ناستې بندوبست شوی و او په هغه وخت کې ما هم په دغه مناسبت خپل یو پیغام ورولیږه چې بیا دغې سو سائیټۍ په دغه علمي ناسته کې زما پیغام هم خپورکړ.
د آغلې صفیه صدیقي د شعرونو څو بیلګې :
وطنه
2020-09-21
مونږه په سر مونږه په زړه مونږ په لېمو درغلو
مونږ ستا په لوري عبادت کړو په سجدو درغلو
د ښار قاضي مونږ ته سزا د تښتېدو راکړله
په زغرده نه شو درکتی لکه د، غلو درغلو
مونږ له اغيارو ځنې تا ژغورو د سر په بيه
مونږ په درنو درنو پټکو هسکو شملو درغلو
مونږ دې په دښتو، په سيندونو او په غرو ميين يو
چې په لمنه د سپرلي لکه وږمو درغلو
مونږه زخمونو ته پټۍ او مونږه زړه ته تسل
غواړو چې نن زخمي زخمي په وينو سرو درغلو
———————————
د حيا په اور
2020-09-21
د يو اختر په ورځې
له انتظاره لرې
سترګه په سترګه شولو
ما خو هم ستا په سترګو
خواږه، خواږه خيالي خوبونه ليدل
په دواړو سترګو کې مو
د زړه درزا جوته
خو!
زما له بده بخته
دونه حيا په پښتنه غېږه کې
بېواکه ونغښتله
هله مې سترګې د حيا له اوره
لکه د شمعې ويلې شوې اوښکې
پر ځمکه پرېوتلې
پرهر په زړه پاتې شو
ځکه مې تاته د اختر د ورځې
مبارکي ونه ويل!.
———————————-
د محبت ګلونه
2020-09-21
مالي ګلونه کره
په هغو زړونو کې چې
د شاړو دښتو په شان، وچې سپېرې پرتې دي
په څېر د کاڼو دي، دوى چې الفت نه پېژني
د دغو کلکو زړونو، ددې سپېرو ډاګونو
هوا بدله کړه ته، فضا بدله کړه ته
ورته رڼا وبښه د رنګارنګ ګلونو
بيا به يو لاس شو سره
کاڼي به وچوو موږ
د هغو زړونو شاړو دښتو ته به
د محبت له ويالې، اوبه په لپو راوړو
بيا به خړوب شي هغه
په کې به وټوکېږي
د محبت ګلونه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.