د پښتو ژبې نامتو څیړونکی، لېکوال همیش خلیل په حق ورسید

ډاکټر لطیف یاد

79

د پښتو ژبې نامتو څیړونکی، لېکوال، کره کتونکی، تاریخپوه، شاعر، کیسه لیکونکی، ژورنالیست (صحافي) او ژباړونکی

همیش خلیل په حق ورسید

انالله و اناالیه راجعون
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې نامتوڅیړونکی ، لېکوال ، کره کتونکی ، تاریخپوه، شاعر، کیسه لیکونکی ، ژورنالیست (صحافي) او ژباړونکی همیش خلیل له دې فاني نړۍ سره دتل لپاره خدای پاماني وکړه .
ارواښاد همېش خليل د ۱۹۳۰ زیږدیز کال د اپرېل په ۱۱ مه نېټه د پښتونخوا په مرکز پېښور په برتهکال کلي کې د ارواښاد انځرگل کره زېږېدلی و او دده دنیکونو اصلي ټاټوبی د ننګرهار کامې ولسوالۍ د زاخېلو کلی و. تر لسم ټولګي پورې زده کړې یې د پېښور په اسلاميه کالج کې ترسره کړې . بیا یې د اېف –اې او بي ـ اې سندونه ترلاسه کړل.
ارواښاد هميش خليل د خدايي خدمتگارو گوند غړيتوب هم درلود. پر ۱۹۵۱ او ۱۹۵۲ زیږدیزو کلونو کې د پاکستاني چارواکواوپوځي جرنیلانو له خوا زنداني شواو یو ځل نه ، بلکې څو څو ځلې بندي شو چې د بند ټوله موده یې له ۶ نه تر ۷ کلونو پورې و ه.
څېړونکی او ليکوال ارواښاد هميش خليل اتلس کلن و چې د ورکو شاعرانو په تصانيفو او شاعرۍ یې لټون او څېړنه پيل كړه او د گڼو علمي لیکنو او نوښتونو خاوند او یو با صلاحیته لیکوال و.هم شاعرو، هم محقق، هم افسانه لیکونکی،هم صحافي او هم ژباړونکی . ښاغلی همېش داووه ورځنی (انقلاب) او د پنځلس ورځني (دوران )چې په پښتوژبه چاپېدل مدير هم و، په (شهباز ورځپاڼه) کې ېې هم کار کړی و او د اووه نیزې ( انقلاب ) مدير هم و . د (باگرام) په نامه ورځپاڼه هم دارواښاد همیش خلیل په همت چاپېدله چې ددغې ورځپاڼې بنسټ ايښودونکی او پازوال هم و.
ارواښاد هميش خليل په پښتو ادب کې ډېرې څېړنې کړې دي اوپخپل
ذات كې د پښتو يو ه اكيډمي وه، ځكه چې په لرغوني ادب او زړو شاعرانو چې هغه څومره څيړنې او لیکنې كړې، ښايي چې ساری به یې نه وي.دده مړینه پښتو ادب ته ستره اونه جبیره کیدونکې ضایعه ده .لوی خدای دې وبښي آمین
ارواښاد همیش خلیل پخپل ویاړلي ژوند کې د پښتو شاعرانو لاندیني دیوانونه راغونډ کړي دي او پرهغویې مفصلې اوبشپړې سریزې ، حواشی او تعلیقات کښلي دي :
دبېدل دیوان ، د ۱۹۵۷ زیږدیز کال چاپ .
د معزالله خان مومند دېوان ، د ۱۹۵۷ زیږدیز کال چاپ.
داشرف خان هجري دیوان ، د ۱۹۵۸ زیږدیز کال چاپ.
د سعيد خټک دېوان ، د ۱۹۵۸ ز یږدیزکال چاپ.
د حسين دېوان ، د ۱۹۵۸ زیږدیز کال چاپ.
د ميرزا خان انصاري دېوان ، د ۱۹۵۹ زیږدیز کال چاپ.
د قنبر علي خان دېوان ، د ۱۹۶۰ زیږدیز کال چاپ.
د کاظم خان شيدا دېوان ، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ.
د عبدالقادر خان خټک دېوان ، د ۱۹۵۷ زیږدیز کال چاپ.
د رحمت داوي دېوان ، د ۱۹۵۷ ز کال چاپ.
د فدادېوان ، د ۱۹۵۷ زیږدیز کال چاپ.
قصه شاه و گدا، د ۱۹۵۷ زیږدیز کال چاپ.
د غر گلونه (فضل احمد غر)، د ۱۹۵۷ زیږدیز کال چاپ.
کاکاجي صنوبر حُسين، د ۱۹۹۵ زیږدیز کال چاپ.
خمخانه يثرب د (ارواښاد کامل مومند)، د ۱۹۸۷ زیږدیز کال چاپ.
د فکرونو ډيوې د (ارواښاد کامل مومند)، د ۱۹۹۳ ز یږدیز کال چاپ.
بازنامه (د افضل خان خټک)، د ۱۹۹۴ زیږدیز کال چاپ.
خوشحاليات
اخلاقنامه، د خوشحال خان خټک، د ۱۹۸۱ زیږدیز کال چاپ.
فراقنامه (د خوشال خان خټک)، د ۱۹۸۱ ز یږدیز کال چاپ.
طب نامه (د خوشال خان خټک)، د ۱۹۸۱ زیږدیز کال چاپ.
بازنامه (د خوشال خان خټک)، د ۱۹۸۱ ز یږدیز کال چاپ.
سوات نامه (دخوشال خان خټک)، د ۱۹۸۱ زیږدیز کال چاپ.
نام حق (د خوشال خان خټک)، د ۱۹۸۱ زیږدیز کال چاپ.
کره کتنې:
تول پارسنگ – چاپکال ۱۹۹۳زیږدیز .
حقيقت دا دی – چاپکال ۱۹۹۸زیږدیز .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.